د کرونا ويروس نوې بڼه (اومېکرون/Omicron): په اړه يې ډېر وپوهېږئ

د تېر ۲۰۲۱ز کال د نومبر مياشتې پر ۲۶مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا ويروس يوه بله نوې بڼه د (B.1.1.529) په  کوډ ثبت کړه او اومېکرون/Omicron نوم يې پرې کېښود. 
- دغه بڼې ته ولې اومېکرون/Omicron وايي او Omicron څه مانا لري؟ 
کرونا ويروس د (SARS) Severe Acute Respiratory Syndrome، چې پښتو کې ورته د سخت تنفسي سېسټم د نښو ټولګه يا سنډروم وايي، له ډلې ده. څېړنې ښيي، چې SARS له ميلاد  ۸۰۰۰ کاله وړاندې شتون درلود. په تېرو دوه لسيزو کې د SARS لومړۍ بڼه ۲۰۰۳ کال فېبروري مياشت کې په چين هېواد راښکاره شوه او  هغه مهال د نړۍ څلورو هېوادونو ته خپاره شوه. د SARS ډېر بڼې شتون لري، د روغتيا نړيوال سازمان  د جلاوالي لپاره نومونه پرې اېښې او په ځانګړو کوډونو يې پېژني. 

د بېلګې په ډول د کرونا ويروس اوسنۍ نوې بڼه د B.1.1.529  کوډ سره ثبت ده، خو د عامو خلکو په منځ کې دا ډول کوډونه ګنکس کوونکي او په کې ګډوډيږي. روغتيا نړيوال سازمان د خلکو د اسانه پوهاوي په پار د کرونا ويروس نوې بڼې د يوناني ژبې په تورو ونومولې. Omicron  د يوناني ژبې ۱۵م توری دی؛ روغتيا نړيوال سازمان يې اوس د کرونا ويروس هغې بڼې ته کاروي، چې د ۲۰۲۱ز کال د نومبر مياشتې پر ۲۶مه نېټه سويلي افريقا کې را څرګنده شوه. همدا ډول د کرونا ويروس هغه بڼه چې هندوستان کې خلک پرې ککړ شول، د ياد سازمان له خوا د (B.1.617.2.) په کوډ ثبت شوې وه، خو د عامو خلکو د ښه پوهاوي په پار د روغتيا نړيوال سازمان له خوا پرې Delta نوم کېښودل شو، Delta د يوناني ژبې څلورم توری دی. 

- د اومېکرون خپرېدل او دا ګواښ چې نور کسان څنګه پرې ککړيږي؟ 
امريکا کې د ناروغيو د کنټرول او مخنېوي مرکز - Centers for Disease Control and Prevention څېړنې ښيي، چې اومېکرون  د Covid-19 په پرتله ډېر ژر خپريږي، خو دا يې تر اوسه نه ده موندلې، چې د کرونا ويروس د نورو بڼو لکه Delta په پرتله يې د خپرېدو ګواښ څومره دی. د CDC د مالوماتو پر بنسټ اومېکرون کولی شي هغه کس هم ونېسي چې واکسين يې کړی وي، خو دا اندېښنه سل سلنه باوري شوې نه ده او دوی پرې لا څېړنې کوي. 

- که يو څوګ پر اومېکرون ککړ شي نو د روغتون تر بستر يا مرګ يې رسوي؟ 
د روغتيا نړيوال سازمان تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، چې پورته پوښتنه ځواب کړي او دا ووايي چې د اومېکرون شدت څومره دی. په سويلي افريقا کې ګڼ شمېر کسان چې په دې ناروغۍ اخته شوي، بستر شوي دي، خو  WHO وايي، چې دوی وخت ته اړتيا لري ترڅو په ګرده نړۍ کې د اومېکرون پر شدت وپوهيږي. 

- آيا واکسين د اومېکرون مخنېوی کولی شي؟ 
که څه هم د روغتيا نړيوال سازمان واکسين د ډېرۍ مرګونو ناروغيو د مخنېوي لپاره اړين بولي، خو د اومېکرون پر وړاندې د کرونا ويروس د اوسنيو واکسينونو د اغېز په اړه ډاډمن نه دی. دغه سازمان وايي، چې د نړۍ له روغتيايي ادارو سره پر دې هم کاروي کوي ترڅو مالومه کړي چې د Delta او Covid-19 واکسين به د اومېکرون پر وړاندې اغېزمن تمام شي او کنه؟ 

- آيا کوم درمل شته چې د اومېکرون درملنه پرې وشي؟ 
دې برخه کې د روغتيا نړيوال سازمان د Corticosteroids  او  IL6 Receptor Blockers سپارښتنه کوي. دغه درمل تر يو بريده د اومېکرون شدت راکمولی شي. 

- د اومېکرون د مخنېوي لومړني ګامونه: 
له خلکو يو مېتر واټن ساتل، بيا - بيا ځلې د لاسونو مېنځل، د بند خونو کړکي خلاص ساتل، ماسک په داسې ډول اچول، چې خوله او پوزه بنده وساتي او په نوبت واکسين کول، کولی شي، چې د اومېکرون مخه ونېسي.