اقتصادي او سیاسي خپلواکي ته کله رسېدلی شو؟!

هغه ملتونه اقتصادي خپلواکي ته رسېدلای شي چې له خپلو زېرمو څخه د کار اخیستنې توان، فکر او اراده ولري.

له اقتصادي خپلواکي پرته ملتونه سیاسي خپلواکي ته نشي  رسېدلای ځکه کله چې د ملتونو اقتصادي حالت خراب وي او له خپلو سرچینو څخه د کار اخیستنې اراده ونلري هغه ملتونه به تل نورو ته محتاج وي او دا تر ټولو لویه غلامي ده چې موږ په دې پېړۍ او عصر کې هم نورو ته محتاج یو، سربېره پر دې چې خوږې او پرېمانه اوبه لرو، د کروندې لپاره پرېمانه دښتې او ځمکې لرو، بشري ځواک لرو، بډایه زېرمې لرو ولې ستونزه مو دا ده چې له دې ټولو خدای راکړیو نعمتونو څخه د ګټې اخیستنې اراده نلرو او زحمت مو نه خوښېږي.

 د دې ټولو ستونزو او ناخوالو ريښه دا ده چې موږ افغانان پردیو ایډیالوژیو او سیاسي مفکورو ته تل قرباني ورکړې او تر دې حده مو ورکړې چې خپل ورور، کاکا زوی، ماما زوی او ورته نور افغانان مو د همدې ایډیالوژیو لپاره وژلي خو دې مفکورو موږ او زموږ هېواد او ولس ته هېڅ ګټه نده رسولې بلکې تل یې راڅخه د ابزارو په توکه استفاده کړې.

 ځوان نسل مو دلته د ناسمو او غیرې انساني سیاستونو له امله خپله مستقیمه او د افغان انسان ژغورنې لار غلته کړې او په پردیو سیاسي ایډیالوژیو دومره مست دي چې خپل ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او دا احمقتوب دی په نن زمانه او د ګټو په جګړه کې.

د همدې لپاره چې موږ افغانان له خپلو زېرمو څخه د ګټې اخیستنې اراده او توان ونلرو ښکېلاک لومړی یرغل زموږ پر ارزښتونو، زېرمو او د ځوان نسل په شعوري ویښتیا باندې کړی او لا هم هڅه کوي چې موږ تل په تورو تیارو او جهالت کې وساتي.

 موږ یې په خپلمنځي شخړو او یو بل وژلو کې بوخت ساتلي یو او د همدې جهالت پر بنسټ مو په میلیونونو افغانان له لاسه ورکړي او لا هم دوام لرو خو موږ بې خبره ولس لا هم پر دې فکر ندی کړی چې ولې وژل کېږو او رټل کېږو...

دلته ستونزه دا هم ده، څومره بنسټونه، سیاسي ګوندونه، فکرونه، ټولنې او خلک چې سره یو ځای شوي دوی د افغان انسان د انساني ژوند په شرایطو فکر و عمل ندی کړي بلکې د دې پر ځای یې له بهر څخه د راغلیو ایډیالوژیو لپاره خپل ورور او تربور وژلې بس....

ځوان نسل ته پکار ده چې د نورو ایډیالوژیو او مفکورو پر ځای د افغانستان او افغان انساني پر ښه ژوند فکر او عمل وکړي، د هر فعالیت او مبارزې بنسټ یې باید افغان انسان وي او د همدې ارزښتونو پر بنسټ انسانمحوره سیاست او تفکر ته قووت ورکړي او ملت نور وژغوري ځکه همدا زموږ د ژغورنې لار ده او له دې پرته موږ نه ژغورل کېږو او نه هم ژغورل کېدای شو.

همدې ټولو موخو ته موږ هغه وخت رسېدلای شو چې بدلون راوستلای شو، افغان ولس پر دې بریالی شي چې له خپلو زېرمو څخه حلاله روزي ترلاسه کړای شي او د نورو له محتاجۍ څخه وژغورل شو هغه وخت بیا موږ کولای شو چې هېواد او خلک وژغورو، له تیارو څخه رڼا ته ورسېږو او د پردیو ایډیالوژیو پر ځای د خپل ژوند ژغورنې فکر او لار ته پراختیا ورکړو او هېڅ افغان باید د پردۍ ایډیالوژۍ او مفکورو قرباني او ښکار نشي.