د ملتونو د پرمختګ لپاره د افرادو فکري ثبات خورا مهم دی

په افغاني ټولنه کې د نورو ستونزو تر څنګ چې د هېواد د پرمختګ مخه یې ډب کړې، بله ستره ستونزه د افرادو د فکري ثبان نشتون دی چې ټولنه یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړې.

د هېواد د پرمختګ او دغه راز همدې موخې ته د سېدو په پار فکري او ایډیالوژیک ثبات خورا مهم دی.

 ګران هېواد کې د نورو ډېرو پرمختګونو تر څنګ فکري ثبات ته هم ډېره اړتیا لیدل کېږي، خو دې موخې ته د رسېدو لپاره پکار ده چې د افرادو فکرونه یوه موده په سیستماتیک ډول وروزل شي تر څو فکري ثبات رامنځته شي، که موږ ټول په هېواد کې د فکري ثبات لپاره کار وکړو نو هېواد به مو ارامه وي، خو موږ بدبختانه ډېر د فکري بې ثباتۍ په ستر مرض باندې اخته یو.

کله چې په یو هېواد کې افراد فکري ثبات ونلري، هلته ملي ګټې تر پښو لاندې کېږي او خلک خپلو ګټو پسې ګرځي هر خوا یې چې ګټې وې ورسره یو ځای کېږي او په پټو سترګو په افرادو پسې روانېږي.

موږ د افرادو د فکري ثباتۍ د نشتون له امله په افغاني ټولنه کې د نا انساني او بې سیستمه سیاستونو سره مخامخ شوي او د انسانمحوره او سیستم محوره سیاست د نشتون دلته ستر فکري بې ثباتي ده ځکه افراد د همدې ستونزې له امله چې ورسره مخامخ دي دا کار یې خورا ستونزمن کړی تر څو خلک په سیستماتیک ډول یوه موده وروزل شي چې فکري ثبات ته ورسېږو.

د همدې سترې ستونزې پر بنسټ چې موږ یې لرو، افرادو، ښکېلاک هېوادونو او له بهره راغلیو ایډیالوژیو زموږ له ځوان نسل څخه ناوړه ګټه پورته کړې او ځوان نسل یې تل د ابزارو په توګه استعمال کړی دی.

موږ ته په تېر کې دا تجربه شو چې بهرنۍ ایډیالوژۍ او مفکورې زموږ درد ته نشي دوا کېدای د همدې فکري بې ثباتۍ له امله مو پردیو ایډیالوژیو ته په میلیونونو هېوادوال له لاسه ورکړل، د یو او بل دښمنان یې کړو او دلته پرېمانه ونې وبهېدې ځکه موږ د ملتپالنې افغانیزم شعور د لوړېدا او خپرېدا لپاره کار ونکړ او د فکري بې ثباتۍ له امله همدا پردۍ مفکورې پر موږ وتپل شوې.

ځوان نسل ته بویه چې لومړی خپل فکري او ایډیالوژیک ثبات پیاوړی کړي او پر بنسټ یې د افرادو د فکري ثبات جوړښت په موخه کار او هڅې وکړي، تر څو موږ د پردیو له لوبو څخه وژغورل شو او د افغانیزم مفکورې د پیاوړتیا په موخه ټول ګډ کار او مبارزه وکړو تر څو هېواد مو له نورو سره سیال شي نه چې د پردیو ایډیالوژیو د سیاسي او ایډیالوژیک رقابت میدان پاتې شو.