له پرمختیایي او اقتصادي پلوه پر خپلو پښو درېدل د ملت د پرختګ اساسي فکټور دی

کله چې ملتونه له اقتصادي او پرمختیایي پلوه پر خپلو پښو باندې ودرېږي ملت ورسره پرمختګ کوي، افتصادي، سیاسي او ټولنیز ثبات ته خورا ژر رسېدلای شو.

له اقتصادي پلوه پر پښو درېدل د ملتونو د سیاسي خپلواکۍ تر ټول مهم او اساسي فکټور دی هر ملت چې اقتصادي برخه پیاوړې کړي د نورو له فشارونو، فرمایشونو او نامشروع غوښتنو څخه د خلاصون پر لور حرکت کوي. ورسره سم ملت د پرمختګ، تمدن، ویښتیا، ثبات، ځان بسیاینې او خپلواکۍ پر لور درومې.

له دې وړاندې چې د پورته موضوعاتو تحلیل/ څېړنې ته راشم لومړی وایم چې پورتني موضوعات ډېر کلیشه یي او سولېدلي/ استعمال شوي دي. هر څوک چې د یو فکر، مبارزې بنسټ ږدي همدا موضوعات کاروي دا چې په عمل کې به ورته څومره کار کوي دا موضوع راته وخت او د دوی عملي کړنې مخ ته ږدي.

زه خپله نه غواړم کلیشه یي موضوعات وڅېړم باید د څېړنې پر ځای ورته په عمل کې کار وکړو. کلونه کېږي چې دغه موضوعات څېړل کېږي او لوستلو ته وړاندې کېږي خو پر خلکو چندان اغېز نکوي.

لامل یې دا دی چې موږ خبرې ډېرې ښې کوو خو په عمل کې بیا د خپل شعار، فکر مخالف کړنې کوو چې د شخصي ګټو پر وخت دغه موضوعات را څخه هېر شي او د خپل هوس په دنیا کې ځان ورک کړو.

د افغانستان د ستونزو د حل معادله/ بدلون د پردیو هېوادونو په لوکسو تالارونو او هوډلونو کې نشته.

په پردیو لوکسو دسترخوانونو بېلابېل فېشني خواړه خوړل او له همدې ادرس د هېواد په اړه تصمیم د افغان انسان په دسترخوان کې بدلون نشي رامنځته کولای.

په بهر کې د ځینو منفورو څېرو لکه نظار شورا او نورو راټولېدل دا په ټوله کې افغانستان او ملي ګټو ته ژمن نه دي په هېڅ صورت د افغانانو استازیتوب نشي کولای دا د نورو په دسترخوانونو ماړه دي او غوښتنې یې په ورین تندي مني دوی یې ابزار دي خو ملت باید دا ځل ونه غولېږي.

 د ولسونو په منځ کې د هغوی اړتیاوو ته په پام سره هڅې او کوښښ بدلون حتمي کوي چې موضوع راټوله کړم موږ ژر اقتصادي خپلواکي ترلاسه کولای شو. ځینې واقعیتونه باید څرګند کړو.

که دې وطن کې تل پاتې سوله، یووالی او یو بل منل وي نو ژر جوړېږي دا خبره ډېره غیرې منطقي ده چې ځینې زمزمه کوي او وایي چې افغانستان نه جوړېږي.
وروره!!!

افغانستان جوړېږي خو چې موږ جوړ شو، افغانان کاریګر خلک دي، ژر ستړیا نه مني، سختي هم پر ځان مني....

اوبه لرو، د زراعت لپاره پرېمانه دښتې شته، کانونه مو له حسابه وتلي دي...
دا وطن ژر جوړېږي، نفوس کم دی، اوسېدونکي یې غښتلي دي. اساسي شرط او لومړیتوب کراري، یووالی، لوړ عزم، یو بل منل دي.

که په ګران هېواد افغانستان کې مو تل پاتې سوله راغله تر پاکستانه به مو اقتصاد څو چنده ښه او لوړ وي، تر دوی به په نس ماړه یو، تر دوی به ښکلی، هوسا او انساني ژوند ولرو.

نو بیا به هغه وخت زموږ پر ځای د کرښې هاخوا اوسېدونکي چیغې وهي چې موږ دا کرغېړنه کرښه نه غواړو، موږ یو افغانستان غواړو.

په خپل هېواد کې دا شرایط او د ژوند لومړیتوبونه ولس ته برابر کړه نور کرار ورته کېنه. ستا پر ځای به نور نارې وهي او دا اغزن د جبر سیمونه به شکوي.
اراده، لوړ عزم او ملي ګټې پالل مو ژغوري....