
د خوند خبرې واړه زموږ له خولو نه تښتيدلي
ياران مو هم د پښو له تش ښکالو نه تښتيدلي
هغه چې کينولو يې لحظه کې د يار څنګ ته
خيالونه د امکان له قافلو نه تښتيدلي
باران چې مو په ځمکه د ګريوان دى دريدلى
وريځې مو له سوو اسويلو نه تښتيدلي
جانان په سپين مخ ولاړو زموږ له دې سرو ببرو
رڼاوې مو له تورو مشالو نه تښتيدلي
حيران ولاړ چې پاتې يو د عشق په لويو لومو
ځانونه مو د غم له مزلو نه تښتيدلي
کتار دي پريشان دي غزلونه يې جوړ کړي
مومنده توري ټول ستا له نالو نه تښتيدلي