موږک او اوښ


د مولانا له مثنوي معنوي څخه
يوه موږک د اوښ پړی په لاس کې ونيوه او دهغه د لارښود په توګه يې په ځان پسې وخوځاوه . اوښ چې په موږک پسې روان شو نو موږک دې ته غره شو او ځان ورته ستر ښکاره شو . اوښ له ځانه سره وويل : ته ورته ګوره چې دا غرور دې دروښيم ، له قضا څخه يوه وياله ورترمخې شوه . موږک ، چې اوبه وليدې ودرېده ، اوښ ورته وويل : لارښوونکيه ! ولې ودرېدې ، ته چې د مخکې کېدو شوق لرې ، هله ماته هدايت وکړه ! موږک ورته وويل : دالويه وياله وګوره چې پيلان  په کې ډوبيږي ، زه څنګه پرې ورګډ شم ؟ زه له ډوبيدو څخه ويرېږم . اوښ ورته وويل : ته صبر وکړه زه وګورم چې څومره اوبه دي ؟ چې ورننوت اوبه يې تر زنګانه وې ، شاته يې وکتل ، چې ګوره اېله يو زنګون اوبه دي ، ته ولې وېرېږې ؟ موږک ځواب ورکړ : تاته به ميږی ښکاري ، خوماته ښامار ، وروره ستا به تر زنګانه وي خو نه پوهېږې ، چې  زنګون تر زنګونه  فرق لري . ستا تر زنګانه اوبه شل ځلې زما تر سره اوړي . اوښ ورته وويل : نوګرانه تر دې وروسته د موږکو لارښوونه کوه او په اوښانو کار مه لره ، ځکه ستا له اوښانو سره جوړه نه راځي . موږک توبه وکړه او ويې ويل : اوس مې له اوبو تېر کړه بيا به داسې بد نه کوم . اوښ ځواب ورکړ ، زما پر شا وخېژه چې تېر دې کړم . زه خو هسې هم له اوبو اوړم او تا غوندې سل زره نور تېرولای شم ، ته که لارښوونه نه شې کولای په لاره سم په نورو پسې ولاړ شه ، چې کوهي کې پرې نه وځې او مقصد ته ورسېږې .