جالينوس دوا غواړي

( د مولانا له مثنوي معنوي څخه )
يوه ورځ جالينوس حکيم خپلو ملګرو ته ويل : (( ماته له هغه حکيم څخه فلان درمل راوړئ )) له ملګرو څخه يوه ورته وويل ، چې اې ستره حکيمه ! دغه درمل د لېونو لپاره دي او د لېونتوب درملنه کوي ، ته په داسې عقل او پوهه څنګه دغه درمل غواړې ؟ جالينوس ځواب ورکړ ، هاغه ورځ يو لېونی راغی ماته مخامخ ودرېده ، څه شېبه يې راته وکتل او بيا يې وخندل سترګه يې راته ووهله او زه يې حيران کړم ، ما فکر وکړ چې هرو مرو په ما کې د لېونتوب کومه نښه شته ، حتماٌ هغه په ماکې کوم اشنا څه وموندل ، که په ما کې د لېونتوب نښه نه وای ، هغه به له ماسره سترګې نه خوږولی ، هرکله مو چې دوه کسان يو ځای سره وليدل پوه شئ ، چې خامخا کوم څه په کې مشترک او ګډ شته ، هر مرغه يوازې له خپل همجنس سره الوتنه کوي . څوک چې له خپل جنسه پرته او له کوم ګډون او اشتراک نه بغير له بل سره ناسته ولاړه کوي ، ژوند يې تباه دی .