Epilepsy يا میرګي؛ په اړه يې ټولنيز فکر او طبي اړخ يې

پېژندنه: عربي کې ورته صرع وايي؛ صرع د کړکېچ يا ګډوډۍ په مانا دی؛ انګلېسي Epilepsy  نوم يې د يوناني ژبې له ἐπιλαμβάνειν  کلمې اخېستل شوی دی چې اندېښمن کېدو او والکې لرلو په مانا دی. پښتو ژبه کې دغه ناروغۍ ته ميرګي يا سيوری وايي. په عصبي سېسټم کې د نيورون يا عصبي ژونکو/حجرو ګډودۍ ده چې اوږد وخت لپاره داوم کوي. دې ناروغۍ کې عصبي حجرې په غير نارمل ډول سره دماغو کې برقي کړنې پيل کړې او نښې  يې ملموسې وي. ميرګي يوه غير ساري يا (NCD) non-communicable disease ناروغي ده. 

ټولنيز باور:  له ميلاد نېږدې دوه زره کاله وړاندې په بېلا بيلو  ټولنو او مذهبونو کې د ميرګي ناروغۍ په اړه مختلفې عقيدو شتون درلود. افغاني ټولنه کې اوس مهال هم دا ناروغي په دې باور ده، چې کس پيريان لري او د پيريانو حمله پرې راغلې ده. افغاني ټولنه کې هغه کسان چې ميرګي ناروغي لري په دم او تعويذ يې درملنه کېږي. فګر داسې دی چې پيريان د انسان وجود ته دننه کيږي او ځيني وخت بيا غوسه شي او يا يې هم له ناروغ کس سره مينه او دښمني لري؛ پيريان هغه څه، چې ويې غواړي پر اغېزمن کس کوي؛ سر يې ماتوي، لاسونه او پښې پرې کږې کړي او يا نور. 

په اړه يې وروستۍ شمېرې: ميرګي نړۍ کې يوه عامه ناروغي ده؛ د ۲۰۱۵ د شمېرنو اړوند ټوله نړۍ کې ۳۹ مېليونه کسان پرې ککړ دي؛ د ښخو په پرتله نارينه کې دا ناروغي ډېره ده. د ميرګي ناروغۍ ډېری ناروغان په غريبو او وروسته پاتې هېوادونو کې دي؛ ۸۰ سلنه  ناروغان هغه دي چې اقتصادي وضعيت يې خراب وي. لکه څه ډول چې وړاندې وويل شول، د عصري طب له ناظره ميرګي يوه عصبي ناروغي ده او ستر لامل يې بد اقتصادي وضعيت او د ټولنيز ژوند نورې ستونزې او ناخوالې دي. 

لاملونه يې: ميرګي ناروغي په لويه کې دوه لاملونه لري؛ ځيني کسانو کې وارثي او جينيټکي وي؛ په کورنۍ مخېنه کې که يو چا دا  ناروغي درلودلې وي، نو نور هم پرې اخته کېږي. بل ستر لامل يې بيرون چاپيريال دی؛ پرته له دې چې جينيټکي اوسي، د ژوند په مسايلو پورې تړاو پيدا کوي.

 د ميرګي ناروغي ځيني ستر لاملونه: 
۱- د زېږون پر مهال د ماشوم سر ضربه خوړل: هر کله چې د پيدايشت پر مهال د ماشوم سر سره پاملرنه ونه شي او فشار پرې راشي، نو مغز ضربه خوري چې بيا بلوغ ته په رسېدو سره د هغه وخت خوړل شوې ضربې نښې را پيدا کيږي او د ميرګي ناروغي رامنځ ته کېږي. 

۲- د سر ضربه او  د موټر ټکر  هم د وخت په تېرېدو سره پر مغزو ژور منفي اغېز پرېږدي چې شااوخوا د ۲۰ تر ۳۰ کلنۍ عمر کې ميرګي په ډول را څرګنديږي. 

۳- ميکروبي کېدنه: د ايچ ای وي په څېر ځيني ويروسونه هم سبب کيږي چې  د وجود د نورو برخو ترڅنګ د وخت په تېرېدو سره پر عصبي سېستم ناوړه اغېز وکړي، سېسټم ګډوډ کړي، د نيورونونو د تخريب په صورت کې ميرګۍ ناروغي پيدا شي. 

۴- د غربت او بد اقتصادي وضعيت په اړه اندېښنې، کورنۍ او ټولنيزې ستونزې؛ پر عصابو ډېر فشار راوړي او نيورون حجرې نه شي کولی چې په ښه ډول دا هر څه کنټرول کړي، پايله کې نيورون کمزوری او تخريبيږي چې بيا هم اغېزمن کس په ميرګي ناروغۍ ککړيږي. 

ځيني نور لاملونه يې: 
۵- اوږدې او سختې ناروغۍ او اوږد وخت  لپاره ډیره او دوامداره لوړه تبه؛ 
۶- په کافي اندازه مغزو ته د اکسيجن ن رسېدل؛ 
۷- دماغي تومور یا سیسټ؛ 
۸- د حمل پر مهال د مخدره توکو کارول، د زیږون دمخه د مور ټ ټپي کیدل، د دماغ خرابوالی، یا د زیږون په وخت کې د اکسیجن نشتوالی؛ 
۹- په لويه کې ځيني نور عصبي ناروغۍ؛ 
۱۰ - بې خوب او غير منظم خوب؛ 
۱۱- کافین، الکول،  ځينودرملو او مخدره توکو ډېر استعمال؛ 
۱۲- غیر معمولي لیدونه، بوی، یا غږونه. 

د ميرګي ناروغۍ نښې - نښانې: 
- د خوند، بوی، لید، اوریدلو، او  لمس حسونو له منځه تلل؛ 
- د غړو پړسوب او لړزېدل؛ 
- په تکراري ډول غير منظم  حرکتونه ترسره کول؛ 
- د عضلاتو سختوالی؛ 
- د عضلاتو کنټرول له لاسه ورکولو لامل کیږي او کولی شي چې ناڅاپه لوېدل رامنځه کړي؛ 
- د بدن سختیدل؛
- د مثانې او  کولمو بې کنټروله کېدل؛ 
- د ژبې خوړل يا ژول؛ 
- د شعور له لاسه ورکول او بې هوښي؛ 
- د ځواب ورکولو او غبرګون ښوودلو وړتيا له منځه تلل.