په افغانستان کې دګوانتانامودازادسوې بنديانوِغوښتنه

بسم الله الرحمن الرحیم
په افغانستان کې دګوانتانامودازادسوې بنديانوِغوښتنه
دادی اوس پر ګران هيوادافغانستان باندې دامريکااودهغوی دمتحدينودوسلوال اونظامي يرغل يوه لسيزه په پوره کيدوده خولاتراوسه پورې بياهم دامريکاپه زندانونوکې افغانان دخپلواولادونودليدواودازادی په تمه شپې سباکوې، کوم زندانونه چې په هغه کې دانسانانوساتل دهرانساني اومنلي قانون خلاف دوام لرې له همدې کبله موږدګوانتانامودتوراوکرغيړن زندان څخه راازادسوې بنديان چې په مختلفوسيموکې ژوندکووپه کابل ديوې غوندې په توګه يوځای سوې يوزموږهدف دادی چې دبشرې اوانسانې خوا خوږی په چوکاټ کې دملګروملتونو،امريکااودافغاني واکمنانوڅخه هغه څه وغواړو چې هغه دجنيوادکنوينشن اوپه افغانستان کې داساسې قانون غوښتنه ده په همدې چوکاټ کې موږددغودروواړواړخونوڅخه مشروع غوښتنی لرو چې پلې کولوته يي دهغوی توجه راګرځوو چې زموږدغه غوښتنې په لاندې ډول دې.
اول- دافغانی واکمنانوڅخه موغوښتنه داده چې دخپل افغانې وکړو په وړاندې داساسې قانون د( )مادې مطابق مسوليت پوره اواداکړې اوپه هره طريقه چې دوی کولای سې خپل افغاني بنديان دګوانتانامودجهنمې زندانه راخوشې اوازادکړې اوپه هم دې ډول دخپلو افغانې اتباعو څخه په کلکه دفاع اوننګه وکړې.
دويم ـ موږ دامريکايې واکمنانوڅخه په کلکه غواړوچې نوردګوانتاناموپه زندان کې دلسوکلونوڅخه پراته افغانان خپلوکورونه ته ژرترژره راستانه کړې ځکه که امريکادافغانستان حالت ته ګورې نوددې وضعيت ګرنټې اوضمانت هيڅوک نسې ورکولای چې سباته به څه کيږې نوپه همدې احتمال دخلکوڅخه دخدای ورکړي ازادی اخستل دهرډول بشري تړاوسره سمون نه خورې.
دريم ـ هغه ازادشوی بنديان چې دګوانتاناموله زندانه په مختلفووختونوکې راخوشې سويدې دامنيتې اواقتصادې ستونزوڅخه تراوسه هم ځوريږې چې دهغه لپاره موږډيرې بيلګې لروچې ددې سبب سويدې چې دغه ځوريدلې وروڼه بياهم دخپل ټاټوبې پريښودلوته اړسويدې دهمدې اړتيادپوره کولولپاره موږدټولواړونده ارګانونوڅخه پوره ژمنه اوتوجه غواړو .
په اخيرکې يوځل بيادسمسورازاداوخپل واک افغانستان په هيله.
دګوانتاناموازادشوی بنديان
۴/۱۱/۱۳۸۹