يونېسف ۱۴ مېليونه افغان ماشومان وږي دي؛ نن د ماشومانو نړيواله ورځ ده، موږ يې نه نمانځو

د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې يا يونېسف پر خپلې ټوېټر پاڼې  ليکلي دي، چې سږ کال د ماشومانو  د نړيوالې ورځې نمانځنه نه کوي او همدا ډول به د ۲۴ ساعتونو لپاره خپل ان  لاين فعاليتونه  دروي. 

يونېسف ليکلي چې اوس مهال افغانستان کې ۱۴ مېليونه ماشومان  له لوږې او يو مېليون ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي؛ موږ د افغان مااشومان د بد وضعيت له امله سږ کال دغه ورځ نه نمانځو. 

د يونېسف په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې افغان ماشومان يو بد وضعيت کې دي او که  پاملرنه ورته ونه شي، نو د مړينې شمېرې به يې ډېرې شي. 

د يادونې ده چې د نومبر مياشتې ۲۰مه نېټه هر کال نړۍ او افغانستان کې د ماشومانو د نړيوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي.