کابل کې د نننۍ چاودنو په اړه وروستي مالومات 

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لړم)، نن ماذديګر کابل ښار کې دوه چاودنې شوې چې تلفات يې رامنځ ته کړې دي. لومړۍ چاودنه کابل ښار برچي دښته او دويمه بيا د کابل ښار دهبوري  څلور لارې کې شوې ده. 

د عيني شاهدانو د مالوماتو پر بنسټ لومړۍ چاودنه په يو ټونس ډوله موټر کې شوې ده؛ د کورنيو چارو وزارت وياند په ياده  چاودنه کې د يو کس وژل کېدل او شپږ نورو ټپي کېدل تائيد کړي دي. 

دويمه  چاودنه لږ وخت وروسته دهبوري سيمه کې شوې ده او عيني شاهدانو ويلي دي چې شااوخوا اووه کسان په کې وژل شوي دي. تر اوسه د مرګ - ژوبلې کره شمېرې نه دي په ډاګه شوې. 

دهبوري سيمه کې له چاودنې وروسته  د ډزو غږونه هم  اورېدل شوي دي. د يادونې ده چې تر اوسه د دواړو چاوددنو د مرګ  - ژوبلې کره شمېر مالومې نه دي.