ارمان

لمر سترګه ووهله
زړ رنګ آسمان ښکلی کړی وو
خوښېدل دې چې ورته وګوري
یوه زېړې او سرې پاڼې به ځان ازاد کړ
آرامه به پر ځمکه پرېوته
د ډنډ اوبو پر امواجو نرمه موسیقی غږوله
فکر مې وکړ نقاشی ده 
خونه, ساه په کې وه!
یوه حسینه جلۍ پر سپین  اس سپره 
د اوبو پر لور  روانه وه 
په اوبو ور ګډه شوه 
د اوبو پر سر روانه وه
نه ډوبېده!
فکر مې وکړ جادوګره ده
غږ یې وکړ 
وایل یې نږدې راشه
په اوبو را کډ شه
را غاړې شه
شکله مې کړه
ارامه مې پل واخیست.
حرکت مې وکړ
اوبو ته نږدې شوم
پل مې پورته کړ 
غوشتل مې پر اوبو ور ګډ شم
وبېرېدم
غږ یې وکړ
مه بېرېږه
نه غرقېږې راشه
د هغې ښکلول مې ارمان 
روح مې یې تسخیر کړه
نږدې ورغلم
غوشتل مې ښکل یې کړم
شوڼډې مې یې شوڼډو ته ور نږدې کړې
دومره ورنږدې شوم 
د ساه حرات مې یې احساسولو
سترګې مې پټې کړي
د زړه دربا مې اوچته شوه
ناڅاپه په اوبو کې غرق شوم 
ساه مې بنده شوه
روح مې له کالبوته والوته
نورنو ژوندی نه وم
د اوبو پرسر مې خپل مړ جسم ولید
هغې ورته خندل
د خپل مړ کالبوته مې خپل زړه بهر کړ
وینې ترې څڅېدې
پرې و مې لیکل:
ځینې ارمانونه انسان غرقوي!
فهیم لمر