دریمه نړی او انځوریز لیک دود

هر انسان ته خپل کړه ښه ښکاري. خپل فکر ته لومړیتوب ورکوي او تر ډېره د دې غوښتونکی وي چې نور هم له ده څخه تقلید وکړي. د ده تګلاره خپله کړي، کړنلاره یې نوروته انتقال کړي. د ده له اصولو او یا هغه اصول چې ده منلی دي، څخه پیروي وکړئ. دا پدیده د انسان په فطرت کې نغښتي ده، او تېښته ورڅخه شونې نه ده.

 همدا لامل دي چې انسانان له کومه وخته چې پیدا شوی دي. د بیلا بیلو تګلارو په مرسته یې هڅه کړې، ترڅو خپل کړه وړه او یاداښتونه نورو نسلونو ته انتقال کړي. د دې هڅو څخه یوه هم د بیلابیلو لیک دودونو منځته راتګ دي. انسانانو د ژوند په بهیر کې له  بیلابیلو لیک دودونو څخه استفاده کړې ده. له دې لیک دودونو څخه یو هم انځوریز لیک دود دی. چې لومړنیو انسانان ور څخه ګټه پورته کړې ده. د بیلابیلو شیان د انځورونو د کښلولو په مرسته یې د یوه مفهوم د ساتلو او یا د انتقال هڅه کړی ده. او نورو انسانانو ته یې د شیانو د انځورولو په طریقه خپل پیغام استولی دی. د وخت په درشل کې، د نویو لیک دودونو په رامنځته کېدو سره د انځوریز لیک دود څخه استفاده له منځه ولاړه. او نوي لیک دودونه رامنځته شول. دا چې د انځوریز لیک دود څخه ولې استفاده دوام ونکړه او نویو لیک دودونو یې ځای ډګ کړ. دا بیل بحث دی، کېدای شي مختلف دلیلونه موجود وي. یو هم د انځورونو کښل ستونزمن کار دی او د دې تر څنګ ډېر وخت ته اړتیا ده ترڅو د یو چیز انځور وکښو.  

خو اړینه موضوع داده؛ چې په دې وروستیو کې  تکنولوژيکې پرمختګونو ته په  کاتو موږ دې پایلې ته رسیږو، چې یوځل بیا به نړۍ انځوریز لیک دود په یوه بله بڼه تجربه کړي، خپل پړونی به وغوړوي. په دریمه نړی کې ټولنیزې رسنۍ  ټولنیزې اړیکې په خپله ولکه کې نیولي دي. په ټولنیزو رسنیو کې له ایموجي( هغه انځوریزې علامې چې د خندا، قهر، مینې او حیرانتیا ښکارندویي  کوي.) څخه استفاده. او په هم دې ډول په ځیونو نورو ځایونو کې لکه پارکونو او واټونو کې د انځوریز پیغامونو څخه استفاده په نږدې راتلونکی کې د دې لامل کېږي چې انځوریز لیک دود لا پراختیا ومومي. نړۍ والکېدل به د دې لامل شي چې انسانان د نړۍ په ګوټ او ګوټ کې ورڅخه ګټه پورته کړي. په نږدې راتلونکي کې به ایموجي نه یوازې په ټولنیزو رسنیو کې استفاده کېږي بلکه په لیکنو او نورو برخو کې به هم ورڅخه ګټه پورته کېږي، او مختلفې ایموجيانی به جوړیږي. زه تاسو ته د ایموجی په مرسته یو لنډه لیکنه لیکم، تاسې ځان وازمایئ چې ترکومه حده پرې پوهېږئ.