منظوم او منثور ادب په ټوله کې د عامه اذهانو په جوړښت کې مهم رول لري

د ګران هېواد افغانستان لیکوالان او شاعران باید تر بل هر وخت په اوس وخت کې د خپلو لیکنو او شعرونو له لار‌‌ې سولې، امن او خواخوږۍ ته خورا ډېر کار وکړي!

په افغاني ټولنه کې منظوم ادب زیات پرمختګ کړی او پر همدې اساس هر کور کې یو شاعر په اسانۍ سره موندل کېږي، خو بدبختانه منثور ادب ته بیا دومره کار ندی شوی او په اوس شرایطو کې یو څه شاته پاتی شوی او خوار شوی دی یعنې په ټوله که یادونه وکړم له پامه لوېدلی دی.

په ټوله کې ادبیات په ټولنه کې د لیکوالانو د نظریاتو او افکارو د اظهار او خپرولو ښه او غوره لار ده، چې دا یوه عاطفي او ښکلې لار ده، چې پر اساس یې درد، فکر او نظریات له زړونو څخه را وځي او نېغ پر زړونو باند‌‌ې اثر کوي نو زموږ هیله همدا ده چې لیکوالان او شاعران مو له همدې لارې د ولسونو په زړونو کې د مینې، عاطفې، سولې او امن تخمونه وکري.

همدا لیکوالان دي، چې د خپلو لیکنو او اشعارو له لارې ولسونه د جګړې پر ځای سولې، د نفرت پر ځای مینې او ظلم پر ځای عدالت ته رابولي چې زموږ درانه لیکوالان او شاعران باید دې برخې ته ډېر پام وکړي او ولس غوره لار‌ې ته راوبولي.

تېر‌و څو لسیزو جنګ جګړو افغانان د اقتصادي او ورته نورو ستونزو تر څنګ له عاطفي او اروایي لحاظه هم سخت ځپلې چې پر اساس یې د مینې، عاطفې او یو بل زغملو ډېوې مړې شوي دي او همدا لیکوالان او د نظر خاوندان دي چې د عاطفې او مینې شغلې به روښانه کوي او افغاني ټولنه به له بېلابېلو ستونزو او ناخوالو څخه د تل لپاره ژغوري.

اړوند بنسټونه هم باید په افغانستان کې د لیکوالانو ژوند او شرایطو ته پوره پاملرنه وکړي، موږ داسې لیکوالان لرو چې له معنوي اړخه ښه غوښن او پیاوړي دي اما له مادي اړخه بیا ډېر کمزوري دي او دې ستونزو یې د لیکوالۍ په قلم او فکر اظهارولو هم منفي اغېز کړی دی، لیکوال ته باید د ژوند شرایط، مناسب چاپیریال او ورته نور سهولتونه باید چمتو وي، تر څو وکړای شي خپل مسؤلیت چې د ټولنې پر وړاندې یې لري په ښه او غوره شکل سره ادا کړي.

لیکوالي یو داسې سپېڅلی مسلک دی، چې پر اساس یې د ټولنې د افرادو شعور ورسره لوړېږي او له همد‌‌ې لیار‌‌‌ې څخه ویښتیا ته بستر جوړېږي او ټولنه د پرمختګ پر لور حرکت کوي؛ دا هلته کېدای شي چې لیکوالان د خپلو لیکنو له لارې پورتنیو ارزښتونو ته پوره پام، فکر او هاند وکړي.