لا هم د انسان‌محوره تفکرپالنې څرک شته

انسان‌محوره معرفت د ویښتیا، انسان محوره تفکر، نرمو او موډرنو افکارو د تولید او خپراوي لپاره یو ستر او نوښتیز ګام دی!
په افغاني ټولنه کې د ویښتیا، انسان‌محوره تفکر پاللو او د موډرنو افکارو د تولید او خپراوي لپاره خورا زیاته اړتیا لیدل کېږي، پدې چې زموږ په ټولنه کې پر انسان‌محورۍ حتی خلک نه پوهېږي. انسان‌محوري پدې مانا چې انسان‌ د هرڅه محراق دی یا انسان تر هرڅه مهم دی. کله چې د انسان او انسانیت په اړه زموږ په ټولنه کې بحث مطرح کېږي، بدبختانه خلک یو ډول حساسیت ورسره ولري، دا بحث د دین متقابل بحث تلقي کېږي، پداسې حال کې چې انساني عاطفه، همدردي، بشري مرسته او ورته نور انساني مفاهیم د انسان فطري خواص دي او همدغه څه دي، چې انسان ارزښت پیدا کوي.
يوه ټولنه هغه مهال د پرمختګ او مثبت بدلون پر لور حرکت کوي، چې د افرادو ورځنۍ چاره یې مطالعه، انساني فکر پالل، د ویښتیا لپاره هڅې او هاند وي.
انسان‌محوره معرفت په افغاني ټولنه کې یوه تازه او ډېره مهمه هڅه بولم، دغسې بحثونه په افغاني ټولنه کې ډېر مهم دي، ځکه آزاد بحث ته لار هواروي.
آزاد بحث د انسان د شعوري پرمختګ او د فکر د پراختیا لپاره حیاتي دی، هېڅکله باید سرکوب نشي. د فرانسي انقلاب د کلیسا، دوکان، کافې او نورو ځایونو کې د روښانفکرانو د آزادو بحثونو، خبرو اترو نتیجه و. زه هیله‌من یم، چې یوه ورځ به د انسانپال تفکر شغلې پر ټول افغانستان خپرې شي او په پایله کې به یې له ټولنې وچ افکار، کرکه، جبر او ظلم په ګډه شي او پر ځای به یې د انسان د مهمېدو، د روښانفکرۍ، مینې، عاطفې او په ټوله کې یو د یو بل منلو تخم وکرل شي. 
 
کله چې بشرپاله انګېزه منځته راشي او د انسان محوره معرفت په څېر تفکر ته بستر رامنځته شي نو ټولنه ډېر ژر د پرمختګ او ویښتیا پر لور حرکت کوي.
موږ په تېرو څو لسیزو کې جګړه، ګواښونه، محرومیتونه، لوږې او ورته نورې ناخوالې ګاللې او لا هم دغه بې رحمه لړۍ راونه ده؛ د همدې ستونزو او ناخوالو د تل لپاره محوه کېدو په پار تر هر څه دمخه باید د ویښتیا، روښانتیا او بدلون مزل پیل شي، زه دا لمر ته خورا هیله مند یم چې دا روښانه لمر به پر افغاني ټولنې د انسان محوره تفکر پاللو، تولید او خپراوي له لارې پر افغاني ټولنه باندې راخېژي.
په یوه ټولنه کې د سړک، پل او ورته نورو عامه تاسیساتو جوړول دومره اړین او سخت کار ندی، لکه څنګه چې د فکري جوړښت لپاره هڅې اړینې او سختې دي او پر همدې بنسټ باید له هر څه د مخه د افکارو د جوړښت لپاره باید ډېرې او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وشي او لار یې همدا ده،چې د داسې انساني فکرونو د خپرولو او تولید په پار آزادو بحثونو ته زمینه برابره شي او افراد پکې د مثبت بدلون لپاره یوه موده بستر شي. بدبختانه زموږ ټولنه څلوېښت کلن جنګ ډېره خوږ کړې ده او دا ټپونه په آسانۍ نشي رغېدای، آرامي به راشي، جګړه به ودرېږي؛ خو د ټولنې د افکارو جوړول خورا ستونزمنه مسله ده او ډېر وخت ته اړتیا لري. زموږ نظامونو دې ته هېڅ کار ندی کړی او نه چندانې توجه ورته کوي.
 
استاد عبدالغفور لېوال د ویښتیا، روښانتیا او بدلون کتاب کې لیکي: «په افغانستان کې د نومهالي تاریخ ترخه تجربه دا وه، چې هر موډرنیست او پرمختګپال نهضت د دودیزو شاتګپالو له لوري د تکفیر په ډبره ویشتل شوي دي او د دې تجربې د بیا تکرار لاملونه دوه دي:
لومړی پخپله موډرنیستو خوځښتونو هم لازم او پام نه دی کړی، دوی د خلکو د باورونو او دودونو درناوی او له خپلو افکارو سره په ټکر کې لیده، حال دا چې دا باور ناسم و، تر یوه بریده ویلای، شو چې موډرنیستو خوځښتونو پخپله موخې او کړنلارې سمې نه دي پېژندلي او د دې لپاره یې پر ټولنپوهنیزو بنسټونو ولاړ دوکتورین نه وو رامنځته کړی، چې څنګه خپل پیغام خلکو ته ورسولای شي؟
حللاره:
د یوې ټولنې د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره هڅه، داسې یو سیاسي اصل دی، چې هېڅ سیاسي، عقیدوي، دودیز فرهنګي تفکر یې مخالفت نشي کولای.
که افغان روښانفکره او پرمختګپال سیاسي مرام پر علمي، عملي طرحو ولاړ وي او خلک باوري کړای شي، چې دوی د یوه پرمختللي، تولیدونکي، هوسا او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره کار کوي او د هیچا له عقیدوي، تاریخي، دودیزو ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي، نو د خلکو له هر اړخیز ملاتړ څخه به برخمن شي.
د ټولنې پوړونه چې سل کاله پخوا یې عکس اخیستل کفر کاڼه او تذکره یې غربي ښکارنده (پدیده) ګڼله هغوی اوس برېښنا غواړي، ټلوېزیونونو کې مرکې کوي او د زړو تذکرو پر نوي کولو ټینګار کوي، دا په دې معنا چې عامه شعور پرمختګ کړی او موډرن او هوسا ژوند وسایل د ټولو خوښ دي.»
 
د استاد لېوال، د خبرو پر بنیاد په ټوله کې عامه شعور یو څه پرمختګ کړی او لا هم دې ته اړتیا لیدل کېږي، چې د ولسونو د عامه شعور د لا لوړتیا په پار آزاد بحثونه، لیکنې او مرکې وشي. پداسې حال کې چې په افغانستان کې له وروستي تحول وروسته پدې برخه کې ټولې ورځپاڼې، ټولنیزې رسنۍ، راډیوګانې او ټلویزیونونه په ټپه ولاړ دي؛ خو دا کړکۍ نده بنده، مانا یې دا ده، چې د روښنتیا څرک له هم شته دی، هیله ده، د انسان‌محور معرفت دغه کړکۍ تل همداسې خلاصه وي. دغسې افکار خپرول زموږ تر تصور ماورا تاثیر لري. زه د دې هڅې هرکلی کوم او د فکر، پوهې او قلم له پلویانو غواړم، چې پدې برخه کې همکاري وکړې.