جنګ (لنډه کيسه)

اوږد وغځېده. ښی پښه یې پر کیڼه واړوه. د لاس شا یې په تندي کېښوده. سترګې یې د کوټې په چت کې خښې کړې. فکر یووړ. همدا وخت به کور ته راته. لومړی به جومات ته لاړ، له جعمې وروسته به یې د کور لار ونیوه. په څو ثانیو کې یې کور، کلی، باغ او.... تر خیال تېر کړل. ناآرامه شو. کیناست، کوټه یې تر نظر تېره کړه. خواشینی شو. سر یې دېوال ته تکیه کړ. بیا پر کومه لاړ. د وره غنګ شو. یو کوچنی ماشوم راننوت. خیرن کالي یې پرتن و. مخ او سر یې دومره سپېره و، تا به وې چې خپله یې خاورې ورشندلې دي. ورپسې ښځه راغله. په یوه لاس کې یې پیالې او په بل کې یې چایچوش نیولې و. کړنګ شو، ښځې چبغه وکړه. چایجوش یې پر کیڼه پښه ولګېده، له فرش مړ تاو پورته شو. سړي منډې کړې. ښځه یې پورته کړه، ورته کړل یې:
ـ زرلښتې څه کیسه ده، څه درباندې وشول؟

زرلښتي خپل مخ ته څپېړې بندې کړې. پښې یې په درب درب وهې. سړي بیا پرې غږ کړل:
ـ وه لیونۍ څه شوي؟

ـ ځ ځ ځلان(ځلاند)
سړی ورخطا شو ورته کړل یې:
ـ ولې هلته ګونګه وې؟
ـ تروره وم، هغې کوټې ته مې هېڅ پام نه و. 

د سړي تندی تریو شو. زرلښته یې پرېښوده. پاڅید، سر یې وګرځیده. ولوید، تندی یې د وره ژۍ ته سم شو. اوږده سره لار پکې ښکاره شوه. ماشوم په ژړا پیل وکړ. کله به د مور سر ته کیناست کله د پلار. په کوټه یوازې د ماشوم غږ اورېدل کېده. ښه شېبه وروسته سړی ولاړ شو. پر تندي یې لاس تېر کړ، ګوتې یې سرې شوې. له کلا ووت. لمر هم د خدای پاماني تابیا نیوه. خو لا هم له لرې د درنو وسلو غږ اورېدل کېده. سړی تیز روان و. تیاره پرې راغله. تیزوالی یې پر منډه واوښت. یوه کلي ته ورسېد. نږدې د ډزونو غږ راته. دومره تیاره شوه چې مازې لار لیدل کېده. پر مخامخ کلي ورګډ شو. د یوې کلا له خوا سره روان و. چا غږ پرې وکړ. ده منډې کړې. له ډز سره پرمخي پرېوت. ښی ولی یې تود شو. لاس یې ور وړو ګوتې یې لمدې شوې. لا پروت و، چې وسلوال یې خوا ته راغلی؛ خو ورته پام یې نشو. شېبه ولاړ و، بیر ته لاړ. ده منډې کړې، له څو کلاوو تېر شو. یوې لویې دروازې ته وګرځېده. د دروازه د خوا دېوال نړیدلی و. د کلا انګړ ته ننوت. د انګړ منځ کې د ونو پاڼې سوې وې او ښاخونه یې پر ځمکه پراته و. مخامخ کوټه نړېدلی وه د اړخ اوطاق یې لا جوړ و. خو کړکۍ یې نه مالومېده. دی تیز ورننوت. حیران ودرېد. سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. د جسد خوا ته وخوځیده. جسد د شپږ اووه میاشتو د ماشوم و. د کړکۍ له خوا سره پروت و. غټې ښیښې یې د مخ نیمه برخه پرې کړې وه. په سینه پورې یې کلک ونیوه. مړې اوښکې یې په ږیره کې راغلې. تر ډېره ناست و، ژړل یې. کله به یې ښکل کړ. اه یې له خولې ووت:

ـ زویه ومې بښه، موږ دومره ورخطاو چې د بسته کوټې سامان او ته پاک رانه هیر وئ. کاشکی سهار خبر وای. اخ چې تا به څومره ژړیلي وي. زموږ د پیدایښت لپاره به دې څومره هڅې کړې وي....

غاښ یې ټینګ کړ. سترګې یې پټې کړې. ډزونه را نږدې شول. له کوټې ووت. د نړیدلي دیوال پر لور روان شو. د چا غږ یې واورېد:
ـ همدې کور ته راغی.

ورخطاء شو. د دېوال په ټوټو کې غلی کیناست. کسان کوټې ته ورغلل. ده منډې کړې. ماشوم یې پر سینه پورې جوخت نیولی و. له کلي بهر شو. د مخامخ لرې پراته غره پر خوا یې تیز تیز قدمونه اخیستل....

پای