پښه مې یخ ډبرې ته برابره شوه، پړمخي ولوېدم. څو لټه ښکتې خوا ته ورغښتم، په بیړه مې لاس و تپل، چې د لویې تیږې څوکې ته مې ګوتې سیخې شوې، ځان مې بچ کړ. پاڅېدم، لاس مې یو پر بل ووهل، واوره ترې تویې شوه، د ګوتو سرونو مې درد کاوه، په تخرګو باندې مې ننویستل. ګیڼې ګونډې مې سوی شروع کړ. ورته ځیر شوم، وینه ترې را وتلې وه. له څادر مې نرۍ ټوټه بېله کړه او ګونډه مې پرې وتړه. په وجود مې مړه خوله را ماته شوه. ټوپک ته مې وکتل، شپږ، اووه متره برسېره پروت و. را پورته مې کړ، په ډېر زحمت د غره سر ته وختم. مخامخ غره ته مې وکتل، آسمان خړې وریځ نیولی و، د لمر سترګه خپه مالومېده. لړه په په کومېدو وه، له سات مخکې خورا کمه شوې وه. د کلي په خوا مې مخ کوږ کړ، د کورونو پر سر مړ ګرد پروت و. د ټوپک کپاک مې کش کړ، کیناستم. ښه شېبه څارو شوم، چې د غره په ډه ډه کې سویې منډه اخیستې وه، کله به چې ولوېده، بېرته به یې سر وښورا و، واوره بې ترې پاکه کړه او روانه به شوه. د خوښی احساس مې وکړ، ځکه ما وې: خواري بې ځایه لاړه نه. ټوپک ته مې لاس کړ، ګوته مې ماشې ته ور وړه، نښان مې پرې سیخ کړ، ګوتې ته مې زور ور کړ، چې ټوپک راڅخه ولوېد، ناره یې کړه:
ـ ته څه کوې؟
ورخطا شوم، د خبرو مزی رانه وشلید، داسې ولاړ وم، لکه ګونګی، له ویرې مې زړه دربا پیل کړه. بیا یې را غږ کړ:
_په انسانانو موړ شوې، چې په دې پسې راغلې؟
دې خبرې ته فکر یو وړم، تر ډېره غلی په چورت کې ولاړ وم. ورور مې ورته وویل :
ـ ښکار خو ګناه نه لري!
مګرجنه مسکا یې پر شونډو خوره شوه:
ـ بلکل منم یې؛ خو هغه اصول لري او بل ته دا د سپي لپاره وژنې، آیا دا ګناه نه لري؟
ځواب راسره نه و چوپ ولاړ وم، دی راتاو شو، په ګنداغ باندې ودرېد، خبرې یې وغځوې:
ـ تا غوښتل چې هغه سویه ووژنې او سپي ته یې یوسې. آیا تاته د سپي ساتل جایز دي؟
هلته وګوره، درې بچي یې اوس پسې را ووتل، تا که دا وژلې وای، دا بچي به یې له لوږې مړه وای. ته پوهیږې چې زه څومره مجرم یم او له انسان مې څومره کرکه کیږي...
حیران ولاړ وم، خبرو یې زیات اغیز راباندې وکړ؛ خو وروستۍ خبرې یې ډېر پرېشانه کړم. سوچ په مخه کړم، له ځان سره مې کړل: رښتیا هم چې ماته د سپي ساتل روا نه دي، ځکه نه غل شته، نه له چاسره دوښمني لرم او نه مې کور ښځینه یوازې وي....
دی پرېوت، ما ورته وویل:
ـ له انسان د ولې بد راځي؟
غږ یې ونه کړ، چاغور ترې بېل شو، ټول کارتوس ترې ولوېدل. ځواب ته یې په تمه وم؛ خو هېڅ یې نه ویل. ښکته مې وکتل د سویې په پلونو یې درې کوچنۍ بچي رهي و. سم تلای نه شوی، مور به یې څه اندازه لاړه، بیا به دوی ته ماتل شوه. د څادر پیڅکې ته مې پام شو، وچه ډوډۍ پکې تړلې وه. خلاصه مې کړه، د سویو پر لور روان شوم. نږدې ورسېدلی وم، د دوی راته پام نه و، چې لوېې ډبرې چیغې کړې:
ـ انسان درغی؟
زه ووېرېدم، دوی ته مې وکتل، مور یې غبرګې سترګې راته ونیوې، په اولاد یې نارې کړې:
ـ زامنو را منډې کړئ، چې انسان دی.
خوا بدی ور روان وم، لویې سوې منډه اخیستې وه، خو بچي یې له ډېرې ویرې لت پت پرېوتل. یوه ته نږدې ورغلم، ډوډۍ مې یې له خوا سره کېښوه او ورته مې کړل:
ـ ولې له انسان دومره ډارېږئ؟
ځواب یې را نه کړ، بېرته خواشنی د ټوپک په خوا وخوځېدم، شاته مې وکتل، چې همغه بچي یې ډوډۍ بوی که او خوله یې پرې ټینګه کړه. مور یې ورته چیغه کړې:
ـ مه خوره، په زهرو یې لړلې!
پر ده لوږې غلبه کړې وه، نور هم ورته راغلل، مور یې چې اعتباري شوه، څو کپونه یې ترې وکړل....
ټوپک ته مې کتل همغه شان پروت و، د کلي خوا مې تر نظر تېره کړه، کرد نه و، ژیر لمر پرې غوړېدلی و. د ځینې کورونو تر دود کشو نرۍ لوګی د آسمان په لوري خته...
ټوپک مې را واخیست، جاغور ته مې لاس کړ، خو هغه مې په لاس کې ټوټې ټوټې شو. زما له ډېرې ویرې ډار ورک و، غوښتل مې باید په هرڅه پوه شم. په همدې چورت کې وم چې ټوپک چیغې کړې:
ـ د خدای لپاره نور مې پرېږده!
له مخ سره مې کېښود، ورته ومې ویل:
ـ ولې دومره را تنګ شوې او ولې د له انسان ګرکه راځي؟
ـ هۍ هۍ له کومه ځایه یې درته پیل کړم، کله چې زه په روسیه کې وم، په دوو کلونو کې یوازې یوه مرمۍ زما له خولې په دې خاطر ووته چې وشتلو ته جوړ یم او که نه؛ خو دلته زما ډېر وخت ووت، یو کال وړاندې داسې ورځ نه وه چې زما په وسیله به د څو تنو جنازې خاورو ته ښکته کېدې. زما په وسیله ډېر وژل شوي؛ خو یوه ورځ، تور، لوړ او بدرنګه سړي اوږې ته کړم، ښه شېبه یې مزل وکړ، د ماښام د آذان وخت و چې یوه کور ته ور واوښت. لومړی له یوه ځوان سره مخ شو، زما خوله یې ورته ونیوه، د هغه له ټټر سرې وینې را ووتې. څو نور سړي او ښځې یې ووشتې. د کور ټول اوطاقونه یې وکتل. په یوه کې زانګو وه، له زانګو یې بړستن پورته کړه، کوچنی ما شوم، تازه له خوب ویښ و، نږدې و چې ژړا پیل کړي. په همدې وخت کې یې زما خوله د ماشوم په خوله کې ور کېښوده. هغه د تي ګومان پرې وکړ. په رودلو یې شروع وکړه چې له ډز سره یې سترګې سپینې پاتې شوې. له کور را ووت، د هغه کلي خلک پسې را ووتل، ده ډېرې منډې وکړې؛ خو ویې ویشت، کله چې را ورسیدل، زما سره یې خاورې ور باندې واړه وې.
په ګنداغ باندې ودرېد، څو د قیقې غلی و، سویو ته ځیر شو، هغه ټولې په ډوډۍ راټولې وې. بیا یې خبرې پیل کړې:
ـنه پوهېږم چې څه وخت به و، ځمکې زه پورته وار کړم. ورته ومې ویل: چې ولې؟ ځمکې راته وې، ستا له لاسه یوه شپه ما آرام نه دی کړی. له سر څخه مې ورک شه! ستا له خاطر مې ټول تن د وینو بوی کوي او هره شپه د انسانانو پوښتۍ یو تر بل تېره وم....
په هغه ورځ ځمکې ډېر سپک کړم، میل راڅخه جلا شو، د وخت په تېرېدو زنګ شو او له کاره ولوېد؛ خو په ما هېڅ تندر را نه غی. یوه ورځ د یوه نفر راباندې پام شو، نو وا یې خیستم، که څه هم ما غوښتل چې ترې پټ شم، نه ځمکې ځای را کاوه او نه تیږو. له ځان سره یې کور ته یوړم، دا میل یې را بسته کړ؛ خو میل دا وعده راسره وکړه چې که چا په بده لار استعمالوې، په همغه سات درڅخه جدا کیږم....
څو ورځې مې له هغه کس سره تېرې کړې کور یې ودان، یو ډز یې هم راباندې ونه کړ، مګر تا ترې واخیستم.
له همدې خبرې سره میل ترې بېل شو او ګنداغ یو په بله ړنګ شو. راته یې کړل:
ـ د خدای لپاره، ځمکه مې هم ځان ته نه پرېږدي، په ما داسې څه وکړه، چې تر قیامت بیا نه د دې هېواد خلک ووینم، او نه چا ته جوړ په لاس ورشم....
زیات یې اندښمن کړم ، په دې فکر کې شوم، چې ټوپک به څه ډول ورکوم. دا شېبه سویې را غږ کړ:
ـ مننه، ته خو ډېر مهربانه یې، داسې نه یې، لکه نور انسانان!
څو چې مې خوله ځواب ته جوړه وه، لویې ډبرې ورغبرګه کړه:
ـ مهربانه نه دی، ته یې وژلې؛ خو ټوپک ورسره یاري ونه کړه...
په دې خبره سویې ټکان وخوړ، بچو ته یې وکتل او د تیښتې اشاره یې ورته وکړه. ما ګنداغ ته لاس کړ، ځوړند سر مې د کلي په خوا حرکت وکړ....
پای
وروستي