ماشوم تندي ته څپېړه ورکړه، له دسترخوان یې مخ تاو کړ. خور یې چې وچه ډوډۍ ولیده، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، په ژړوغوندي غږ یې وویل: هره ورځه وچه ټکله...
له کوټې ووته. چینار یې زوی ته ځیر شو، سر یې په ګونډو ایښی و، په مړو اوښکو یې ژړل. میرمن ته یې وکتل، هغې زنې ته لاس نیولی و، پر دسترخوان پرتې ډوډۍ ته ځیر وه. بوغبند ته ډډې ولګوه، وړې ګردې سترګې یې د کوټې په چت کې خښې کړې...
تر ډېره ټول غلي و، یو وخت ماشوم ړنګ شو او د پلار په پښه یې سر ولګېد. سترګې یې نیمکښې کړې؛ خو خوب غلبه پرې وکړه، بېرته ویده شو. مور یې ځای ورته سم کړ. شېبه وروسته یې لور هم راغله، د ورور پر ځای ورننوته. سات به وتی و چې زرمنې، چینار ته وکتل او ویې ویل:
ـ سړیه ډېر چورت مه وهه خدای مهربانه دی!
چینار وخوځېدو، د خیالونو دنیا یې ړنګه شوه، په ځای کې راکیناست، د دسترخوان پیڅکه یې ورټوله کړه. دواړه ماشومان یې ښکل کړ، له سترګو یې اوښکې د ږېرې په خوا روانې شوې...
څو دقیقې غلی و، سترګې یې په ورغوي پاکې کړې، زرمنې ته یې کړل:
ـ بېشکه، خو په موږ به کله مهربانیږي؟
زرمنې پیاله ډکه کړه، ویې ویل:
ـ هرڅه به خدای سم کا، لږ ډوډۍ وخوره، شپې اوږدې دي.
ـ زړه ته مې نه کیږي.
زرمنې نور ټینګار ونه کړ، ځکه چبنار به چې خپله ومنه، بیا بله نه کېده. شپه ښه پخه شوه، چینار ته څه په زړه کې ورتېر شول. لومړی مسک شو؛ بېرته یې څیره خواشونې شوه. میرمن یې تر نظر تېره کړه، له اړخ سره یې خوب وړې وه.
پاڅېد، په جیب یې لاس ووها، پر شونډو یې مسکا خوره شوه. کرار یې د کوټې ور پرانیست را ووت. تیاره ډېره وه، بلتۍ یې مړه کړه، د لږ شېبې لپاره تم شو، څو له تیارې سره آشنا شي. څلور دقیقې به وتې وې، چې سترګو په تیاره کې کم لیدل پیل کړ. د انګړ دروازه یې نیمکښه پرېښوده. زړه یې ستي پیل کړ، لاسو او پښو یې لړزه شروع کړه، دومره ویرې واخیست چې حتي د ژامې کړپا یې خته. په لار څو ځله له خپلې پرېکړې پیښمانه شو، خو بیا به په زړه کې څه ورتېر شول. د نیم سات مزل په وهلو سره د پاخه کور مخې ته ودرېد. دروازه ته یې غوږ ونیو، څه نه و، یوازې په انګړ کې د ګروپ سپنې وړانګې مالومېدې. د کلا دېوال ته ځیر شو، ناممکن وه چې پرې واوړي. دا مهال یې ویره کمه شوه، ځکه نن په کلي کې اورنګ ورته ووې، چې زلمی او میرمن یې کابل ته لاړل. په کور کې یې یوازې دوې لورنې او یو کوچنۍ زوی پاتې دي. د دروازې دستکیر یې تاو کړ، خلاصه شوه. کرار یې چوله کړه، انګړ ته یې سر ننوست، ګواښمن څه ته یې پام نه شو. کله یې چې پښه تر دروازه واړه وه، وډار شو، غوښتل هرڅه پریږدي؛ په همدې سوچ کې و چې په ولي یې چا لاس کېښود، په ورخطایي یې شاته مخ تاو کړ. رنګ یې واوښت، پر تندي یې مړې خولې را ماتې شوې....
د تښتې په لټه کې شو؛ خو زلمي ټینګ ونیو، لاس یې پرې تاو کړ، چاړه یې تې واخیسته. ټېله یې کړ، په چپ اړخ باندې ولوېد، چاړه یې ورته پورته کړه او ویې ویل:
ـ د څه لپاره راغلی وې؟
د چینار سترګې له اوښکو ډکې وې، کیڼ لاس یې ترې لاندې و، ښی لاس یې د چاړې مخ ته په هوا نیولی و. زلمي په تشي کې لغته ورکړه او چیغه یې کړه:
ـ ووایه د څه لپاره راغلی وې؟ ولې ګونګی شوې؟ له ده ځواب تللی و، مړې اوښکې یې پر مخ روانې وې...
له ګرېوان یې ونیو، د باندې یې ویست او ورته کړل یې:
ـ اوس ورک شه، سبا به ګورو ...
چینار زانګې وانګې د کور په خوا روان شو، ډېر خواشنی و. له بې شمېره وسوسو سره ښکېل و. غوښتل یې داسې ځای ته لاړ شي، چې هلته انسان نه وي! څو ځله یې په لار پریکړه وکړه، چې په بل طرف لاړ شي؛ مګر د میرمن، زوی او لور مینې به پېښمانه کړ. خپل انګړ ته په را رسېدو یې خوله پورته ونیوه او ویې ویل:
ـ یا ربه! له ماشومتوبه غریب وم، خو تراوسه نه وم شرمیدلی. کوم پت او غزت مې چې لرو، له خاورو سره خاورې شو، یا ربه نور مې پرده وکړې، همدا ژوند مې قبول دی، خو له دې شرمه مې خلاص کړه...
د برنډې په ژۍ کیناست، تر ساره فکرونو په مخه کړی و. د آذان په اورېدو یې اودس وکړ، له لمانځه وروسته په نفلو واوښت، تر ځنډه په دعا بوخت و. یو وخت زرمنې پرې غږ کړ:
ـ سړیه چای سړیږي؟
لاس یې پر ږیره تېر کړ، د سترخوان ته یې وکتل، همغه ماښامۍ ډوډۍ پرې پرتې وې، یوې خوا ته یې زوی او بلې ته لور ناست و. زړه ته یې څه نه کېدل، خو لور یې چای ورته واچو، پیاله یې خولې ته نه وه وړې چې ښځې یې پرې ناره کړه:
ـ څوک د غواړي؟
ورخطا شو، په بیړه یې څادر ته لاس کړ او ووت. زلمي د موټر دروازه ورته پرانیسته، حرکت یې وکړ.
شېبه وروسته موټر د زلمي د میلمه له کوټې سره ودرېد. دواړه کوټې ته روان شول. هلته شل پینځه ویشت خلک نور ناست و. چینار له سلام وروسته له ټولو سره په غیږه ستړي مشي وکړل. د وره له خوا کیناست. ښه شېبه ټول غلي و، خو
سپینږیري چې چپنه یې پر تن وه او اوږدې تسبې یې په لاس کې وې، سکوت مات کړ:
ـ ناوخته دی اصلي موضوع ته به راشو!
ټولو سپینږیري ته وکتل، مګر د چینار له زړه یو خدای خبر و.
سپینږیري چینار تر نظر تېر کړ او ویې ویل: په موضوع خو خبر یئ چې ماښام چینار د زلمي کور ته اوښتی و. تاسې ته پته ده چې دا څومره بده ده! بیا پښتون ته...
چینار یې تر نظر تېر کړ، حیران ناست و. خبرې یې وغځوې:
ـ زلمی د خیر یوسې چې نه یې دی وژلای، نو غزیزانو ما مخکې تاسې ته وویل چې چینار به د دروازې بد ورکوي! د بدو اندازه شپږ لکه افغانۍ دي، دا چې د چینار وضعه خرابه ده، نو دی باید خپله لور د زلمي زوی ته په نکاح ورکړي.
ټولو په یوه غږ وویل: ډېر ښه امداسې باید وشي ملک صاب!
د چینار په څېره د غربت تر څنګ، ویرې، خپګان او مایوسۍ هم لمن خوره کړه. له ډېرې ناچارۍ پټه خوله ناست و.
یوازې اوښکې وې چې په مخ یې ښکته کېدې ...
ملک زلمي ته وکتل، ویې ویل:
ـ که چینار له دې خبرې انکار وکړي، لور به یې په زور د زلمي زوی ته نکاح کوو او دی به له کلي شړو...
ملک خبرې نه وې خلاصې کړې چې چینار چیغې کړې:
ـ ملک صاب ما د مجبورۍ نه...
ـ بس بس موږ په هر څه خبر یو، ستا نظر ته ضرورت نشته. اوس به یوازې له زلمي وپوښتو چې دا فیصله مني او کنه؟
زلمي تر ډېره چینار څارا، د هغه مړو اوښکو او خوارې څېرې ته تم و...
ملک بیا غږ کړ:
ـ زلمیه ته دا فیصله منې؟
ـ ملک صاب مننه چې دومره تکلیف مو وګالو، دا منم چې چینار دا هرڅه له مجبورته وکړل، که زه مخامخ ورغلی وای ممکن وژلای یې وی. په هر صورت دا چې دی بې وسه دی او څه نه لري، ملک صاب ما هېڅ وخت ستا خبره بې ځایه نه ده غور ځولې، خو...
د چینار په خوا یې ورمیږ کوږ کړ، هغه غبرګې سترګې ورته ته نیولې وې، د زلمي شونډې بیا وخوځېدې:
ـ نن زه چینار بښم او دا شل زره اوغانۍ د دې په خاطر ورکوم چې د کور له پاره یې اړین توکي واخلي؛ ځکه دی ټولو ته مالوم دی چې هېڅ وخت یې داسې کار نه دی کړی. موږ باید دې دا ډول کسانو سره مرسته وکړو. که مو وختي کومک ورسره کړی وای، نو نن به دا پېښه هم نه وای...
زلمي خبرې نه وې خلاصې کړې چې ملک په قار ورته وکتل او له کوټې ووت. ناستو کسانو حیران یو بل تر نظر تېر کړ، چینار منډې کړې له زلمي یې کلک غیږه تاو کړه.....
پای
وروستي