د طاـلبانو د حکومت مشر /رئيس الوزرا (محمد حسن اخوند) وپېژنئ

طالبانو نن خپله نوې کابينه چې سرپرست مسووليت لري اعلان کړه. دغه کابينه کې د طالبانو د تېر حکومت او شل کالونو فعال مهم کسان وزيران ټاکل شوي دي. 

د طالبانو د حکومت رسمي نوم (د افغانستان اسلامي امارت دی)، چې په سر کې به يې امیر المومنين وي. ملا محمد حسن اخوند د طا لبانو د حکومت مشر /رئيس الوزرا دی، چې ملا غني برادر يې لومړی او ملا عبدالسلام حنيفي دويم مرستيال دی. 

د مالوماتو پر بنسټ ملا محمد محسن د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزير  او د طالبانو د وخت د حکومت د مشر ملا رباني اخوند مرستيال پاتې شوی وو. ملا محمد حسن اخوند د طالبانو د لومړني مشر ملا محمد عمر نېږدې ملګری او د طالبانو له بنسټ اېښدونکو کسانو څخه دی. ملا محمد حسن اخوند کندهاری دی. 

 ملا محمد حسن اخوند ډېر په رسنيو کې نه دی ښکاره شوی او د طالبانو د ځينو نورو لوړپوړو غړو په څېر يې د دوحې دفتر ناستو کې هم برخه نه ده اخېستي.  دی په تېرو څو کالونو کې د طالبانو د رهبرۍ شورا مشر پاتې شوی دی.