لوستي، مشران، عالماء او مدني فعالان يې پر وړاندې مسووليت لري؛ نشه يي توکي نسل وژنه کوي

نشه کول او د نشه يي توکو کارونه له هره اړخه مضره ده. لومړی د اسلام مبارک دين اړوند نشه يي توکي حرام دي. هغوی چې  نشه کوي نو دغه کار يې د اسلام د سپيڅلي دين له احکامو سره په ټکر کې دی او ښکاره سرغړونه ده. نشه يي کس چې نشه وکړي نو خپل ځان ترې ورک او هېر شي، نو چې ځان ونه پېژندل شي بيا خدای پېژندنه هم نه شي کولی. پنځه وخته لمونځ، روژه نېول، له بدو ځان ساتل، ښه کول، حلاله روزي پيدا کول او نور ټول عبادات د نشې په لوګيو کې سوځي او نه تر سره کيږي. اسلام مبارک دين کې د نشه يي توکو د حراموالي عقلاني دليل دا دی، چې نشه يي کس په تدريج سره ځان وژنه کوي او دې سره يې دغه نړۍ کې مسووليت او د هغه نړۍ د ازموينې لپاره تياری له منځه ځي.
 
نشه کول يو سالم کس په ناسالم انسان اړوي. دی بيا د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره  د اوږو بار او مصيبت جوړيږي. که چېرې په کُل کې د جنايي پېښو تر سره کوونکو دوسيې وکتل شي، نو په غټ شمېر مجرمين يې په نشه يي توکو ککړ او روږدي وي. زموږ او ستاسې  د کليو او بنډو دننه به يې وګورو؛ معتاد کس د نشې لپاره چې پيسې ونه لري نو لومړی له خپله کوره؛ هغه هم له خپلې مور، خور، ميرمنې او د کورنۍ د نورو غړو د څيزونو په غلا پيل کوي. سره زر او  نغدې پيسې له خپله کوره غلا کوي او د نشې لپاره يې لګوي. د کور نور اړين وسايل، برېښنايي دړې، جنراتور  او بل هر هغه څيز چې په نغدو ژر بدلېږي، رااخلي او پلوري يې. روږدی کس خو په دې فکر کې  هېڅ نه وي چې پلار – مور، ميرمنې – اولادونو، خويندو -  وروڼو ته ګټه –ګوټه وکړي او  يا د هغو په پار کار او خواري وکړي، بلکې د کورنۍ له غړو د خولې شخوند اخلي  او د نشې لپاره پرې پيسې پيدا کوي. هر څومره چې  په نشه يي توکو ککړ کسانو باندې وخت تېريږي نو د نشې پيچلي پړاونو ته دننه کيږي. له عادي سګرېټ او نسوارو شروع، تر چرس، پوډرو، شرابو، کرېسټال او د نشې نورو پرمختللو بڼو ته په کې رسيږي. بيا يې شپه او ورځ له کوره بهر وي او دا احساس يې وژل کېږي، چې اولادونه، ورور – خور، پلار – مور، ميرمن او د کورنۍ نور غړي يې څه کوي او ده پورې تړې هيلې څنګه په ژورې نااميدۍ کې وژل کېږي. همدا ککړ کسان نه يوازې د خپلې کورنۍ لپاره مضر عنصر شي، دې سره د کلي، قوم او په لويه کې د ټولنې لپاره مصيبت او د سر درد وګرځي. کلي او قوم کې ترې وېره کيږي او دی هم په دې پار چې د نشې لپاره پيسې پيدا کړې، پر هېڅ ناروا صرفه نه کوي. د موټر، موټرسايکل، موبايلونو، نغدو پيسو او نورو قيمتي څيزونو غلا؛ د شپې له تيارې په ګټې د خلکو کورونو  او هټيو ته اوښتل او غلا کول او که چېرې د پورته څېزونو څښتن ور سره مخ او يا ورسره مقاومت وکړي، نو په نشه ککړ کس ته انسان وژنه هم اسانه چاره جوړه شوې وي  او بيا کولی شي چې د خپل ځان د خلاصون او د پورته څېزونو د تر لاسه کولو په پار د ډېرو کمو پيسو په خاطر قتل وکړي.
 
معتاد کس داسې په بدبخيتو کې ګېر شي، چې د خپلې نشې لپاره د دين او انسانيت له ټولو کړيو بهر کارونه کولی شي. انسان تښتونه، وژنه، د خدای کور - مسجد  او روغتونه غلاوې، د خپل غيرت او عزت خرڅونه او بله هره له انساني دايرې وراېخوا چاره کوي. هر کله چې د نشې وروستيو پړاونو ته ورسيږي نو بيا هوش او عقل  هم له وجود کډه وکړي. کابل او نورو  ستروو ولايتونو کې يې عملاً ګورو، چې دوی له حيواناتو هم بدتر ژوند کوي. بې کوره، بې د کورنۍ غړو، بې له لمونځ او د ځان د پاکوالي، په لسګونه مرضونو ککړ د سړکونو او پلي لارو په منځ کې پرته او په همدې کې مري.
 
لسګونه لاملونه شته دي، چې يو وړ، پوه، سالم او علقمند کس نشه يي شي. په ورته وخت کې لسګونه لارې هم شته دي، چې موږ په کې اسلامي او انساني مسووليت لرو چې شخص، کورنۍ، کلی او ټولنه په کې ژغورلی شو. اجباري، اختياري او نصيحتي لارې شته دي، چې د ټولنې وړ او پوه لرونکي کسان يې په پلي کولو سره د نشې د بدبخته پديدې مخنېوی په کې  وکړي. که چېرې کورنۍ، کلي، قوم او ټولنه کې يو کم عمره کس له سېګرټو او نسوارو د نشې پيل کوي او بيا په کې پيچلي پړاونو ته دننه کيږي، نو که وېښ  او مسووليت پېژندونکي نه شو، هم د خدای او هم د انساني  مسووليت پر اساس پړه او ملامته کېږو. مخکې له دې چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه پر حکومتونو واچوو، د ټولنې د وړ وګړو مسووليت جوړيږي، چې دې برخه کې رغنده ونډه ترسره کړي.
 
خو له بدمرغه چې ټولنه کې موږ هغه برخه کې کار او فعاليت نه کوو، کوم کې چې رېښتنې اړتيا ده او زموږ هڅې  په کې په غوره توګه پايلې ورکولی شي. خپل کور، کلي، قوم، ولسوالۍ، ولايت کې د همدې بدمرغه نشې پر اساس ګل - ګل ځوانان رېبل کېږي، خو هغه مسووليت چې دې برخه کې يې پورته څلور ډلې لري نه دی تر سره شوی.
 
لوستي ځوانان او مدني فعالان په نامسلکي، غير فني او غير علمي ډول د سياست په شنونو او بحثونو بوخت وي. له مخامخ ناستو نېولې بيا تر مجازۍ نړۍ  او ټولنيزو رسنيو کې د سياست بحثونه کوي. د افغانستان سياست څه، چې د اوکراين او روسيې جګړه، د هند او پاکستان کړکېچ او د  نورې نړۍ  مسايل هم په خبري ډول سره بحث کوي. له نشې لېرې ځوانان کولی شي چې د خپل کلي څخه يې پيل کړي او د هغه کس ژوند وژغوري چې د نشې به لوګيو کې به ترې وسوځي. فېسبوک کې  پوتين، ټرمپ، جوبايډن او د نړۍ نورو مشرانو ته د مفتو مشورو پر ځای ورته په کار  ده، چې د خپل کلي هغه کم عمره ځوان ته نصيحت وکړي، چې د نشې په لوګيو کې ورک؛ ځان  او کلي په  کې هم سوځوي. افغانستان غريب او بې وزله هېواد دی؛ د لوستي ځوان لپاره دا نه ده په کار  چې پر فېسبوک د بلې خور او لور د شنو خالونو او رخسار ستاينې او په ښايست يې خيالي شاعري وکړي. دغه وخت دې هغه ځوان ته ورکړي چې ښايي دده په هڅو يې ژوند له بدبختيو وژغورل شي. خولې وړې خو خبرې سترې، د فيل په غوږ کې د ميږي د پښو د خرپ – ترپ غږ دی. کوم درد به دوا نه کړي، خو سره زر وخت به پرې ضايع  او تالان شي. مبارزه دا ده چې د خپلې کلي  او قوم هغه ځوان چې ستا د سترګو پر  وړاندې نشه کوي، ته يې له هرې ممکنې لارې له دې بدې کړنې پر شا کړې. ښکنځل، بد چلند، سپکې – سپورې يې پر ځان ومني او ژوند يې له بدمرغيو وژغورې. د مبارز ځوان مسووليت جوړيږي چې په کلي او قوم کې په نشو ککړ کسان او هغه کاروباريان چې نشه يي توکي وړاندې کوي، هغه ادارو ته وروپېژني، کومې چې قانون پرې پلی کولی شي. د سياست په خيالي بحثونو کې پرته له دې چې  مقابل کس کوم چې ښايي دوست او ملګری  دې اوسي، خپه او ناراحته کړې بله ګټه په کې نه کېږي. د نړۍ سياستوالو ته دغه غږونه نه رسيږي او که ورته وهم رسيږي، ورته بې اهميته او بې اغېزې دي. لوستي ته په کار  ده، چې هغه برخه کې مبارزه وکړي، چېرته چې ورته اړتيا ده او چېرته يې چې غږ اغېز لرلی شي.
 
قومي مشران او فعال سپين دروند غږ لري. په تېر کې همدا قومي مشران وو، چې کلي او قومونه يې په داسې بڼو ساتل چې حتی حکومتونو ته يې په کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوله. نن، قومي مشران نيم متر د لونګۍ شلمه پورته تړي ، او د ملکۍ په مسلک کې د دعوې د خلاصون پر ځای د دعوې غځېدل غواړي، ترڅو څو وخته ډوډۍ يې غوړه او پسته وي. قومي مشران د قومي تړونونو پر بنسټ کولی شي، چې ولس جوړونه کې اساسي برخه واخلي. دوی د قومي ناغو او جريمو له لارې د کلي، قوم او ټولنې دننه د بدو چارو مخه نېولی شي او د اجباري قوې په ډول يې پلې کولی شي. که چېرې د کلي او قوم په سطحه قومي او کليوالي تړونونه وشي، نو لومړی به پر هغه کسانو ځمکه تنګه شي، چې د نشه يي توکو کاروبار کوي او چې کله داسې وشي، نو بيا پر نشې د روږدې کېدو شمېرې هم را ټيټيږي. که چېرې د يو کلي  دننه د مشرانو او سپين ګيرو له خوا د نشې پر وړاندې قومي ناغې او  جريمې وټاکل شي، نو دې سره په ښه ډول د کلي او قوم هغه کم عمره ځوانان ژغورل کېدای شي، چې  نوي په دې بدبخته عادت اخته شوي او اخته کيږي. سپين ږيري او قومي مشران کولی شي چې د معتاد کورنۍ سره خبرې وکړي، د کورنۍ هغه غړی يې چې معتاد دی په قومي اصولو وګواښي او داسې يې اړ کړي، چې که چېرې له شته کار لاس په سر نه شي، نو د کلي او قوم ور پورته رسمي ادارو ته به يې په لاس ورکړي، چې را سم يې  کړي. همدا مشران او سپين ږيري د جوماتونو دننه بحثونه پر دې کوي، چې د فلاني زوی او ورور نشه يي او پوډري  شوی، خو په دې نه غږيږي چې ولې داسې شوی او څه بايد وکړو چې فلان کس وژغورو او نورو  ته وقايه ولرو. دا د هر ملک او قومي مشر مسووليت جوړيږي، چې په خپل کلي او قوم کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه وکړي. نشه يوازې نشه نه ده؛ نشه د غلا، بي عزتۍ او قتل لپاره لار برابرونکې بدبخته چاره او عمل  دی. 
 
مدني فعالان تر يو بريده ښه مالومات او دليل وړاندې کولی  شي. دوی که د سياست له ډکره لژ را بهر شي او هغه مسووليت واخلي، چې  مدني فعالان  يې لري، بې پايلې به نه وي. اوس خو لژ کم شوي، خو  په تېر کې د مدني فعال شپه او غرمه د والي او وکيل په دفتر او حجره کې وه. مدني فعاليت يې د والي، وکيل او بل لوړپوړي په چوپړ او سلا – مشورو اوختی وو. دوی بيا بيخي ډېر په سياست کې چسپېدلي دي. بس  دوی دي او مفتې سياسي مشورې او شننې. له خپل کلي  چې تر ښاره ځي، نو ګڼ ګلالي ځوانان ګوري چې کڼدوالو کې نشې ته پراته دي؛ پر هغې يې سترګې پټې خو ښار کې بيا والي او ښاروال صيب ته مشورې ورکوي. مدني فعال د مدني ټولنې په نوم فعاليت کوي، خو  نشه چې کالونه يو کس او يوه ټولنه له مدنيت لېرې غورځوي، د خپل فعاليت او پر وړاندې مبارزه کې يې په لومړيتوب کې نه نيسي. کور په کور، کلي  په کلي کمپاين؛ د نشه يي توکو زيانونه بيانول او هغوی چې پرې اخته دي د خلاصون لارې ورته ښوودل؛ د پُل په ډول د يو کلي او قوم  دننه د نشه يي توکو او روږدو کسانو په اړه اړوند حکومتي ادارو ته مالومات ورکول او په ټولنيزو چارو کې د ځوانانو بوخت ساتل د مدني فعال مسووليت جوړيږي او  دې سره د نشې پر وړاندې مبارزه کې مسووليت ادا کولی شي.
 
ديني عالماوو تر ډېره د ټولنيزو ستونزو حل برخه کې ونډه اخېستې ده خو  لا ډېر کار، وعظ او نصيحت ته اړتيا ده. د بل  هر وخت په پرتله اوس مهال چې هېواد کې اسلامي حکومت راغلی  دی، د ديني عالماوو خبرې  ښه اغېز کولی شي. دوی که چېرې د خپلو کليو او بنډو دننه د نشه يي توکو حراموالی د اسلام د سپيڅلي دين په رڼا کې څرګند کړي، اغېزناک به وي. نشه يي توکي چې شخص، کورنۍ، کلي، قوم او ټولنه بدبخته کوي، نو د عالماوو له خوا يې پر وړاندې نصيحتي مبارزه غوره او ښه تماميږي. څوګ چې پر نشو ککړ شي، نو بيا ورڅخه اسلامي او ديني مسووليت پاتې او پر ځای يې حرام او ناروا  کارونو ته مخه کوي. د نشې پر وړاندې د ديني عالمانو مسووليت دروند دی، څومره چې تر سره شوی غوره خو لا ګړندی، ډېر او پراخه شي ډېر به غوره اوسي.
 
وروستی دا چې، عملاً ګورو چې کابل  او نورو سترو ښارونو کې پر نشه يي توکو  روږدي  کسانو څخه کنډکونه جوړ شوي دي. په چټليو ککړ، په ګڼو ناروغيو اخته، له کورنۍ او اولادونو لېرې، پلار او مور رټلي، د غلا او حرامو  لارو پيسې هغه هم يوازې د د نشې په پار پيدا کوي  او د انسانيت له چوکاټ بهر ژوند کوي. د روږدو کسانو دغه سيلونه له هغه کليو او بنډو تر ښارونو راسېدلي دي، چېرته که لوستي ځوانان، علماء، قومي مشران او مدني فعالان خپل مسووليت ادا کړي، شونې ده، چې مهار يې وشي.