نړۍ کې يو - يو هېواد ترې بغاوت کوي؛ د امريکا  زبرځواکي مخ پر زوال ده 

۱۹۹۱ز کال، د ډسمبر پر ۳۱مه د نړۍ دوه -  قطبي نقشه محوه؛ سړه جګړه پای ته ورسېده؛ د ځواک د توازن سېسټم له منځه لاړ؛ دا ټول ځکه چې شوروي يووالی مات او امريکا په کې هېجمون او زبرځواک شو. شل کاله امريکا ښه په خوند له خپلې زبرځواکۍ خوند واخېست او د هېجموني يې اوج ته رسېدلې وه. دې وخت کې نه چين غښتلی اقتصادي ځواک وو او نه هم روسيه دومره غښتلې وه، چې امريکا ته خنډ شي. 

د ۲۱مې پېړۍ په پيل سره د امريکا هېجموني بلوغ ته ورسېده. همدې وخت کې د امريکا زبرځواکۍ پر وړاندې خنډ جوړونکي قدرتونه وزېږدل او وده يې پيل کړه. روسيه، چين، شمالي کوريا، ايران او د لاتيني امریکا دوه هېوادونو د امريکا زبرځواکۍ پر وړاندې پر ځان لاس وهل پيل کړل. 

تېرو دوه لسيزو کې امريکا که له يوې خوا د زبرځواکۍ په مستۍ کې وه، له بلې خوا نړيوال سېسټم کې تر يو بريده د قوي دولتونو د ټلوالو جوړونې حس هم موجود شوی وو. لومړی عراق، ورپسې سوريه او بيا افغانستان کې د امريکا پوځي ماتې؛ ورپسې د امريکا د ملي ګټو او سياستونو پر وړاندې د چين، روسيې، سعودي عربستان، شمالي کوريا، ترکيې او ايران خنډېدل، د امريکا لپاره سر خوږی شو. 

چين له تېرو څو کالونو راهيسې په اقتصاد کې امريکا سره مټ پر مټ وهي او داسې ښکاري، چې نېږدې وختونو کې به چين اقتصادي هېجمون شي. روسيه بيا د امريکا پر وړاندې سياسي او پوځي ډګرونو کې خنډ؛ شمالي کوريا، وېنزوېلا او ايران د امريکا له زبرځواکۍ بغاوت کوونکي هېوادونه دي.

پر اوکراين د روسيې بريد وښوودله چې نور روسيه د روانې پېړۍ د لومړۍ لسيزې په څېر  امريکا پسې شا ته نه ځي او نه هم د امريکا د هغه پاليسو ملاتړ کوي، چې زبرځواکي يې اوږد -  عمره کوي. اوکراين کې د ناټو او امريکا شتون له يوې خوا د امريکا او ټلوالې غښتلتيا  يې په کې نغښتې او له بلې خوا يې روسيه  په داسې دام  کې اچوله چې د امريکا پر وړاندې د سر پورته کېدو توان په کې پيدا نه شي. د امريکا د بشپړ مخالفت، بنديزونو او ګواښونو سره -  سره روسيې پر اوکراين بريد وکړ او دا يې وښوودله چې د يو قطبي نړۍ تله کې دويمه پله را پيدا يو څه وزن په کې شته دی. 

امريکا لپاره اوس وخت کې اوکراين ډېر ښه سنګر وو، چې روسيه پرې وګواښي او له وړاندې تګ يې وګرځوي. امريکا ته د جغرافياوي سياست پر بنسټ اوکراين له بل هر هېواد اوس وخت کې د روسيې لپاره  نېږدې مُرچل وو چې د روسيې ملي ګټې او د امريکا پر وړاندې درېدنه پرې ګواښلی شي. خو پر اوکراين د روسيې بريد په نړيواله کچه د امريکا پر هېجمونۍ بد او منفي اغېز پرېښود او نړيوال ارزښت يې ورته ټيټ کړ. 

څو ورځې وړاندې د امريکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي د  اسيايي هېوادونو په سفر روانه شوه. تايوان يې  هم د سفر په نوملړ کې وو. تايوان د چين تر کنټرول لاندې د چين برخه؛ خو خپله تايوان او ملاتړي امريکا يې د يو خپلواک هېواد په توګه پېژني او امريکا تايوان د چين د ګواښلو په پار مُرچل ګرځولی دی. کله چې خبره دا شوه چې نانسي پلوسي به له تايوان هم لېدنه کوي، نو چين يې پر وړاندې داسې توند غبرګون وښوود او خبرداری يې ورکړ، چې ښايي په دې څو لسيزو کې چين د امريکا پر وړاندې دومره تېز نه وي تللی. 

د چين حکومت خبرداری ورکړ، چې که چېرې نانسي پلوسي تايوان ته لاړه شي، نو چين پر تايوان توغندي ورتوغوي، له بحر او هوا به پر تايوان اور بل کړي او د نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې به پوځي اقدام وکړي. ملګرو ملتونو کې د چين استازي د نانسي پلوسي د سفر په اړه امريکا ته خبرداری ورکړ، چې د واشنګټن او بېجنګ اړيکې به ور سره کړکېچنې او بد وضعيت کې شي. دا بل بغاوت دی چې چين د امريکا له نړيوالې زبرځواکۍ په کې سر پورته کوي. 

تايوان ته د نانسي پلوسي د سفر په اړه د امريکا پوځ هم ولسمشر جوبايډن ته مشوره ورکړې وه، چې دې سره به د چين او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ پوځي ټکر رامنځته او اوس لپاره تايوان ته د نانسي پلوسي سفر ګټه نه لري. په دې پار چې امريکا خپله لوېدنه پټه وساتي نو يوه بهانه يې دا ورمخته کړه چې د نانسي پلوسي سفر تايوان ته رسماً تايئد شوی نه دی او له بلې خوا يې کوسوو او سربیا کې تاوتريخوالي جوړ کړ ترڅو د ميډيا د خبرونو سرليکونه تايوان ته د نانسي پلوسي له سفر او د چين له غبرګون منخرف کړي. 

کوسوو  او سربيا ۱۹۹۰ کالونو کې سره خونړۍ جګړې کړې؛ بيا ۲۰۰۸ کال کې کوسوو له سربيا ځان جلا او خپلواک هېواد شو، خو سربيا تر ننه کوسوو د خپل يو ولايت په ډول شمېري. 

د نړيوال سياسي سېسټم د شنونکو پر اند د امريکا متحد ايالت تر اوسه هم د نړۍ يوازېنی هېجمون ځواک دی او د هېجمونۍ په اوج کې قرار لري. چين او روسيه په سر کې او ور سره د نړۍ لسګونه هغه هېوادونه د چين او روسيې په بلاک کې شامل دي، د امريکا د هېجمون پر وړاندې ټلواله او ائتلاف جوړ شوی دی. دې سره به د څو کالونو دننه د امريکا د هېجمونۍ زوال شروع؛ ورپسې به نړيوال سېسټم کې د قدرت توازن رامنځته، نړۍ به دوه قطبي او د امريکا په بشپړ زوال سره به بېرته توازن د قدرت له منځه لاړ شي؛ نړۍ به يو قطبي- چين او روسيه به د نړۍ ائتلافي هېجمون شي.