پرمختللې نړۍ او نړيواله ټولنه هر انسان، د انسان او بشر  په ډول نه مني! 

د ملګرو ملتونو په شمول ځينې نړيوالې ادارې او د نړۍ پرمختللي - امپريالستي او په ځانګړي ډول لوېديځ هېوادونه د خپلو سياستونو د پلي کولو او نورو هېوادونو کې د لاس وهنې او خپلو ملي ګټو د خونديتوب په پار د بشرپالنې، بشريت، انساني همدردۍ او انساني حقونو او انسانيت په نوم پالېسيو او سياستونو څخه ګټه اخلي. دوی د نړۍ حکومتونه چپه کوي، بنديزونه پرې لګوي او له نورو خنډونو سره يې، په دې پار مخوي، چې په ادعا يې ياد هېوادونه د خپلو وګړو بشري حقونه نه ورکوي او د بشري حقونو له نړيوالو قوانينو او اعلاميو سرغړونې کوي.

د دوی په ظاهري خبرو او پالېسيو کې د نړۍ په هر ګوټ کې، هر وګړی- هغه که په هر دين، سيمه، مذهب، نژاد او هېواد پورې اړوند وي، دوی ورته انسان او بشر وايي او په مساوي حقونو يې ظاهري ټېنګار کوي. خو د پردې تر شا دوی هېڅ داسې کومه رېښتنې پالېسي، برنامه، نيت او سياست نه لري، چې د نړۍ وګړي پرته له مذهب، دين، هېواد،  اقتصادي وضعيت، سياستونو، نژاد، ژبې، سيمې او ليدلورو پرته د انسان او بشر په ډول ومني او وپېژني. 

پورته دوه پراګرافه مې، د ترکيې او سوريې د وروستۍ زلزلې په اړه وليکل. وروستۍ زلزلې دواړو هېوادونو- ترکيه او سوريه کې زرګونه انسانان چې ښځې، ماشومان او نارينه په کې شامل وو، ووژل. د زلزلې د قربانيانو غوڅ اکثريت او غټ شمېر به داسې وي، چې د نړۍ له سياستونو او سياسي کړنو به لېرې او ناخبره وي. دواړه هېوادونو کې قربانيان يوه او هغه هم ستره دا تړنه لري، چې بشر او انسانان وو. که چېرې  د نړيوالې ټولنې او لوېديځ هېوادونو د انسان دوستۍ، بشرپالنې او انسانيت تشو دعوو ته وګورو، نو په کار خو داسې وه چې په ورته وخت، يو ډول او د اړتيا اړوند د دواړو هېوادونو له زلزله ځپلو سره مرستې شوې وای، خو له بدمرغه داسې ونه شول. 

ترکيه چې يو غښتلی حکومت لري، جګړو نه دی ځپلی او ښه اقتصاد لري، نو که هېڅ بهرنۍ مرستې شوې هم نه وای، شونې وه  چې د خپلو وکړو مرسته وکړی شي. خو  د همدې پورته ځانګړنو او سياسي موخو په پار نړۍ ترکيې ته مټ ورکړ. ملګرو ملتونو، امريکا  او اروپايي هېوادونو د ترکيې پراخه لاس نېوی وکړ. دا ښه خبره ده چې د زلزلې له  قربانيانو سره په هر هېواد او هره سيمه کې مرسته وشي، خو که د انسان پالنې پر بنسټ وي، له ترکيې، جګړه ځپلې سوريه ډېره اړه ده. 

دا چې سوريه يو غريب هېواد دی، کالونه يې جګړه کې تېر کړل او د نړۍ ستر هېوادونه هغه ډول ګټې ورڅخه نه شي کولی کومې چې  له ترکيې کېږي، نو دغه هېواد په کې څنډې ته شو. د بشرپالنې ادعا بايد يوازې امريکا-والی او اروپا - توب نه وي؛ بشري مرستې او لاس نېوی دې په رېښتنې مانا د انسانيت پر بنسټ  وشي. په افريقا کې وږی او تږی او لوېديځ په مستۍ مست؛ دواړه انسانان دي. نړيوال چې کومه د انسانيت او بشر پالنې ادعا کوي، تر شا يې له سياسي لوبو او خپلو ملي ګټو  بل څه پورته نشته. همدا غرب د انسان پالنې په نوم نړۍ کې  ترټولو ستره انسان وژنه کوي.