امريکا ولې او چا داسې په غوسه کړې وه؟ 

امريکا چې په نړيواله کچه د بشر پالنې او بشر دوستۍ وايي؛ خپل بهرنی سياست د نړۍ د هوساينې او سولې په پار وړاندې کوي او خپلو ملاتړو سره د ستراتېژيکې ملګريتا وايي، د پردې تر شا شيطاني سياست او د بشر وژنې پالېسۍ لري. امريکا چې د نړۍ په هر کوټ کې يرغل کړی او پوځي شتون يې پيدا کړی دی، هر هېواد يې ټوټې – ټوټې کړی، انسان وژنه يې کړې او داسې بدبختايۍ پرېښودلې دي چې د نړۍ يو شمېر او په ځانګړي اسلامي هېوادونه تر ننه ترې ځوريږي. 

امريکا شل کاله وړاندې افغانستان ته د ترهګري د ځپلو، افغانستان جوړنې په نمايشي سياست را دننه شوه خو په شلو کالونو کې يې افغان وژنه وکړه او دا هېواد يې لوټې – لوټې کړ. امريکا په تېرو شلو کالونو کې افغانستان کې بې شمېره جنايتونه وکړل؛ بې ګناه انسانان يې د طالب او القاعده په نوم شهيدان کړل، مدرسي، ښوونځي، روغتونونه او د خلکو کورونه يې بمبار کړل او په ورته وخت کې يې په ډېرې سپين – سترګۍ د بشر حقونو خبرې کولې. 

کله چې شل کاله وروسته امريکا په افغانستان کې له شرمناکې ماتې سره مخ شوه نو زړه يې ډګ او د افغانستان  لا بربادۍ پلانونه يې درلودل. په وروستيو ورځو کې يې شپږ زره پوځيان افغانستان ته راولېږل او هڅه يې دا وه چې کابل کې د وينې ويالې روانې کړې. د هغه وخت حکومت او طالبان سره ټکر کړي او په افغانستان کې يوه بله غميزه پيل کړي چې تر شا به يې شيطاني موخې حتماً وای. 

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او طالب مشرانو هوښيارۍ وه چې دوی سره مخامخ او ټګر نه شول. هم طابانو تکراراً ويل چې پر کابل بريد نه کوي او هم پخوانی ولسمشر پرته له جګړې او زور ښوودنې له افغانستان ووت. د افغانانو دا کړنه پر امريکا دروند ګوزار وو او په خپل سياست او پلان کې يې ناکامه کړه. بيا امريکا له افغانستانه د ټولو هغه کسانو د وتلو وويل چې غواړي امريکا او اروپايي هېوادونو ته لاړ شي. د امريکا موخه دا وه چې پر هوايي ډګر د خلکو هجوم جوړ کړي او په دې ډول سره عام وژنه وشي، خو طالبانو په هوښيارۍ سره د هوايي ډګر مساله تر يوه بريده په کنټرول کې کړه. 

کله چې امريکا د طالبانو له خوا پوځي ماته خوړه او تېر حکومت يې هم له شيطاني پلانونو ځان خلاص کړ نو وروستۍ غير انساني او غير بشري هڅه يې دا وه، چې کابل کې هوايي ډګر  چورلکې او الوتکې په بې رحمۍ سره ويجاړې کړې. امريکا چې څومره کولی شول، مهمات او نور وسايل يې ځان سره يوړل خو هغه چې وړل يې نه شول، د خپلو يو شمېر افغان همکارانو په مرسته يې ويجاړ کړل. 

هغه چورلکې او الوتکې چې په افغان ولس پوري يې تړاو درلود، نه د اشرف غني او کرزي وې او نه اوس مهال د طالبانو؛ افغان ملت پوري يې تړاو درلود او هوايي ډګر کې له بې روحه چورلکو او الوتکو سره د امريکا دا ډول چلند د ياد هېواد يو بل جنايت په ګوته کړ. 

په چورلکو او الوتکو د امريکايي پوځيان دا ډول غوسه کېدل په ګوته کوي، چې امريکا په افغانستان کې له غوسې او شرم ډګه ماته هم په سياسي او هم په پوځي ډګر کې وخوړه او د پوره ناهيلۍ په ډول يې له افغانستان پښې سپکې کړې. 

هوايي ډګر کې د امريکا جنايت چې خپله غوسه يې پر چورلکو او الوتکو يخ کړې ده، افغان ولس ته يو بل درس دی چې په دې کفري او استعماري هېواد پسې زړه ونه تړي او په راتلونکي کې تر کومه هيله او تمه ونه لري.