امرالله صالح او احمد مسعود ته! تړنه ذلت دی

د شمال ټلوالې يو شمېر ملاتړي او د احمد شاه معسود خواخوږي د احمد شاه معسود په انځورونو پسې ليکلي، “تړنه ذلت دی/وابستګی ننګ است.” دوی وايي چې د احمد شاه مسعود يو شعار دا وو چې بل پسې ځان تړل بي ننګي او ذلت دی. دا شعار په رېښتيا سره هم حقيقت لري، تړنه غلامي ده او په غلامۍ کې هېڅکله هم عزت او سرلوړي نه وي، خو دا بايد په ياد ولرو چې هم احمد شاه مسعود او هم يې لارويان له پورته شعار برعکس وو. احمد شاه مسعود د شوروي ملاتړو حکومتونو پر مهال جګړو کې ځان په امريکا پسې تړلی وو، بيا چې کله طالبان په ۱۳۷۵ کال کې واکمن شول د طالبانو پر وړاندې جګړه يې چې د مقاومت نوم يې ورکړی وو په روسيې، فرانسې، تاجکستان او ايران پوري يې ځان تړلی وو. 

د احمد شاه مسعود له مرګ وروسته د هغې همفکره کسانو لکه محمد قسيم فهيم، عطا محمد نور، برهان الدين رباني، عبدالله عبدالله، يونس قانوني او نورو امريکا پوري ځانونه وتړل او هغه پاس خبره چې تړنه ذلت دی؛ امريکا ترې لاړه او دوی يې په ذلت کې پرېښودل. 

اوس چې په افغانستان کې د امريکا د شل کلن پوځي شتون وروسته طالبان واک ته رسېدلي او تکراراً – تکراراً وايي چې ټول - ګډ، ټول - شموله او ټول – منلی حکومت جوړو، ټولو ته يې عمومي عفوه کړې، ټول په غيږ کې نيسي، خو بيا هم ځيني په نورو پسې ځان تړي او د پرديو ګتو په پار د جګړې او مقاومت وايي، نو ډېره اړينه  ده چې له تاريخ زده کړه وکړي. 

احمد مسعود له هغه امريکا د پوځي او مالي مرستو غوښتنه کوي چې همدا پرون يې دوی يوازې پرېښودل او په هېڅ ژمنې يې ور سره عمل ونه کړ. امريکا د پخواني ولسمشر اشرف غني په شمول، د هغې له حکومت او امريکا – خوښه سياسي څېرو سره ناځواني وکړه او تش يې په ميدان پرېښودل؛ هغوی لکه حامدکرزی، ډاکتر عبدالله او نور چې د امريکا ناځواني يې درک کړې ده اوس ارام شوي او طالبانو سره په ګډه د پرمختللي افغانستان لپاره کار کوي، خو هغوی چې بيا د پرديو په لمسون د جګړې وايي؛ ايران، امريکا او نورو هېوادونو ته يې د مرستو سترګې نېولې دي، بيا به پرې لوبې کيږي او بيا به ذليله کيږي. 

امر الله صالح او احمد مسعود ته مو پيغام دا دی، چې نور مه د امريکا لکۍ رانيسي او مه په کوم بل هېواد پوري ځان تړئ؛ تړنه مو ذلت دی او لا په کې ذليله کيږی، تکيه پر ولس وکړئ، هغه ولس چې له جګړې ستړی او د سولې او ارامۍ تږی دی. صالح، احمد مسعود او هم فکرانو ته يې دا ډېره غوره ده چې د جګړې، بغاوت، خپلسرۍ، د امريکا د ډالر، B52 الوتکو او وسلو تصور هېر کړي، بلکې د يو سوله ييز افغانستان په پار د طالبانو د ټول – شموله حکومت وړانديز ته لبيک ووايي او په رېښتنې مانا د هېواد په چوپړ کې برخه واخلي. 

ټول هغوی (امرالله صالح، احمد مسعود، محمد محقق، کريم خليلي، صلاح الدين رباني، احمد ضيا مسعود، احمد ولي مسعود...) چې لا هم د زور او جګړې خبرې کوي او سترګې يې ځينو هېوادونو ته نېولې دي چې په افغانستان کې د کورنۍ او چريکي جګړې په پار پيسې او وسلې ورکړي؛ بيا به په ميدان پرېښودل کيږي او بيا به سر ټيتي کيږي؛ لنډه حلار دا ده چې له پنجشېر، اسلام اباد، ايران او ترکيې دې چيغې نه وهي؛ په خپل هېواد کې دې مېشت او طا لبانو سره دې د سوکاله افغانستان لپاره ګډ کار او مبارزه وکړي.