له دوبۍ څخه د عطامحمد نور کيسه؛ ولې مې بلخ کې ماته وخوړه؟

د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند د يوې جدا شوې برخې مشر عطا محمد نور د پخواني حکومت له سقوط وروسته له بي بي سي فارسي برخې سره ځانګړې مرکه کړې؛ يو شمېر هغه خاطرې چې ده او عبدالرشيد دوستم مزار کې جګړه کوله او بيا څنګه بلخ ولايت سقوط وکړ ويلي دي. 

عطامحمد نور وايي چې د طالبانو له خوا د افغانستان نېول له وړاندې پلان شوي وو؛ هغه وخت پلان شوي چې دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک شوه. عطامحمد نور وايي چې لومړی د ولسوالیو، ورپسې د ولایتونو او بيا د پلازمېنې کابل نېونه هغه څه وو چې لوېديځوالو يې په اړه تبليغات کول او په منظم ډول وړاندې تلل. 

عطامحمد نور ويلي دي چې محمد اشرف غني او حمد الله محب په قضدي ډول د افغانستان پوځ چې ميليونه ډالر لګښت پرې شوی وو، له منځه يوړ. نور وايي چې هغه وخت چې دی په بلخ ولايت کې وو، هوايي ملاتړ ورته نه رسېدو؛ يوې چورلکې ته اړتيا لرله خو په واک کې ورنه کړل شوه. ما ته د وخت ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وويل چې سر دې خوندي کړه، غرونو ته مه ځه؛ خبره خلاصه ده او هر څه سقوط کوي. 

عطامحمد نور په دې مرکې کې ويلي دي چې ملي دفاع وزير بسم الله محمدي له همدردۍ مشوره راکړه؛ اصلي واک او ځواک د پوځ اعلی سر قوماندان (اشرف غني) او د ملي امنیت شورا سلاکار (حمد الله محب) په لاس کې وو. دوی ملي دفاع وزارت ته لارښوونې کولې او بسم الله محمدي اړ وو چې د مرکزي حکومت لارښوونې ومني. 

عطامحمد نور وړاندې ادعا کړې ده چې بلخ ولايت کې ۲۰۹ شاهین قول اردو په لسو دقيقو کې تسلیم شوه او سرتيري له بلخ ووتل؛ ماته بسم الله محمدي، حاجي محمد محقق او عبدالرشيد دوستم زنګونه وکړل او مشوره يې دا وه چې له بلخ بيرون شم. 

دی دا تور هم پورې کوي چې دفاع وزير، کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت رئيس صلاحيت نه درلود؛ هر څه د پوځ اعلی سر قوماندانۍ او ملي امنیت شورا په لاس کې وو. عطامحمد نور په بلخ ولايت کې له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره د جمعه خان همدرد، عبدالرشيد دوستم، محمد محقق او خپلې وروستۍ لیدنې په اړه ويلي دي چې يوازې پنځلس ميليونه افغانۍ يې موږ ته راکړې چې طالبانو پر وړاندې پرې جګړه وکړئ؛ ډېرې کمې پيسې وې او دومره پيسې زموږ د يوې ورځې لګښت وو. 

عطامحمد نور په داسې وخت کې دا خبرې کوي چې بلخ ولايت کې د طالبانو پر وړاندې يې د سخت مقاومت خبری کولې خو پر سبا يې وتښتېد او په يو بل ويډيوي پيغام کې يې هغه امريکا او ناټو چې ده او ملګرو يې کابل ته راوستل اشغال کوونکي ياد کړي.