پنجشېر د کورنۍ جګړې، بغاوت او پرديو لاس وهنو ځاله

پنجشېر د کورنۍ جګړې، بغاوت او پرديو لاس وهنو ځاله
د طالبانو له خوا د افغانستان او په ځانګړي ډول د پلازمينې کابل له نېونې نېږدې يوه اوونۍ تېريږي؛ طالبانو د هېواد پر ۳۳ ولايتونو والکه ټېنګه کړې ده خو يوازېنی ولايت چې ترې پاتی دی هغه پنجشېر دی. هغه مهال چې طالبانو د افغانستان د ولايتونو د نېونې عمليات پيل کړل، نو د پنجشېر نېونه کومه ستونزمنه خبره نه وه. د افغانستان د بل هر ولايت په پرتله پنجشېر پرته له جګړې  او مقاومت د طالبانو په لاس ورتلی شو او دا چې ولې د پنجشېر تسليمي اسانه لاندې يې څو لاملونه دي: 

۱- پنجشېر ولسوالۍ وه اوخاوره يې کمه ده؛ هلته د دوی په اصطلاح چې  مقاومت کوونکي په يوې سيمې کې ټوليږي، تيت - پرک کېدای نه شي؛ 

۲- هغه کسان چې اوس پنجشېر کې د مقاومت او جګړې وايي، يوه اوونۍ وړاندې يې له هېواد بهر وو او يا هم کابل کې مېشت وو. دوی منظم شوي نه وو، پيسې او وسلې په لاس کې نه وې ور سره؛ پنجشېر کې هغه مهال يوازې په کم - شمېر دولتي ځواکونه او ولايتي اداره وه؛ 

۳- هغه کسان چې د احمد شاه مسعود د ژوند پر مهال يې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جګړه کوله په تېرو شلو کالونو کې د زر او زور څښتن شول؛ دوی سترې پانګې پيدا کړې، بهر کې يې ژوند غوره کړ. دوی اوس نه دې جګړې وړتيا لري  او نه هم لېواليتيا. پنجشېر کې د ولسي خلکو منسجم کول او د طالبانو پر وړاندې جنګېدل ستونزمن دي. 

۴- پنجشېر يو داسې ولايت دی چې له کوم بهرني او افغانستان ګاونډ هېواد سره پوله نه لري؛ بدخشان، بغلان، کاپيسا، نورستان، لغمان، تخار او پروان ولايتونو سره ګډ - پولی دی. هم اوونۍ  وړاندې هم دا نن د پنجشېر نېونه ساده او اسانه مسله ده؛ خو مهم ټکی دا دی چې د يوې ورځې څه چې د يو ساعت په تېرېدو سره هم د پنجشېر نېونه مشکله کيږي. 

له پنجشېر څخه راپورونه دا دي چې د احمد مسعود او امرالله صالح په هڅونو هغه کسان چې طالبانو سره مخالفت لري، پنجشېر کې راټوليږيو وسلې او مهمات ځای پر ځای کوي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې وايي. 

احمد مسعود او امرالله صالح په يوازې ځان دا بغاوت نه کوي، بلکې د نړۍ هېوادونه يې تر شا دي او دوی افغانستان کې کورنۍ جګړې ته هڅوي او د دوی په شتون کې به بهرنيان خپلې ګټې خوندي کوي. 

طالبانو هم ويلي دي چې بيګاه شپه يې پنجشېر ولايت ته ځواکونه لېږلي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو ټوېټ کې لېکلي دي چې پنجشېر ولايت يې له څلورو محاصره کړي دي؛ هلته ته سوله ييز حل غواړي خو که چېرې اړتيا شيی نو پوځي بريد کوي. 

دا تحليل، شننه او وړاندوينه نه ده چې که چېرې طالبان پنجشېر ونه نيسي نو دغه ځای به د پرديو د لاس وهنو، کورنۍ جګړو او بغاوتونو ځاله شي، بلکې په عملي ډول يې ګورو چې هلته دغه چارې روانې دي او له ورځې بلې ته پسې غښتلې کيږي. 

د پنجشېر همداسې پرېښودل  به سبب شي چې هغه حکومت چې طالبان يې د تېر حکومت او د هېواد له نورو مخکښو سياسي څېرو سره په ګډه جوړه وي له ننګونو سره مخ شي؛ بغاوتونه به کيږي، د پښتون او نورو قومونو ترمنځ به درزونه زيات شي؛ هغه هېوادونه چې په سوله ييز افغانستان کې يې نامشروع ګټې ناشونې دي د کورنۍ جګړې او ګډوډۍ په صورت کې کولی شي چې په ښه ډول خپلې ګټې خوندي کړي. 

پنجشېر د افغانستان خاوره ده او بايد اوسي؛ نه يوازې طالبانو، بايد د تېر حکومت سياسي څېرې لکه ډاکټر عبدالله عبدالله او حامدکرزي هم په دې تمرکز وکړي چې پنجشېر د يو مرکزي حکومت برخه شي او په دې سره نور له افغانستانه د جګړې راپور خپور نه شي. 

شمال ټلواله چې اوس يې مشري احمد مسعود او امرالله صالح کوي هم بايد دا فکر وکړي چې پنجشېر چې ډېر مقاومت وکړي نو يوه مياشت؛ دوی باندې اکمالاتي لارې بنديږي او دا به بيا ورته سخته وي چې جګړې ته دوام ورکړي. 

لکه څه ډول چې د افغانستان په نورو ولايتونو کې زرګونه ملکي افغانان ژوند کوي او دولتي او عامه بنسټونه شتون لري، پنجشېر همداسې دی. هلته بايد جګړه، ورانۍ او وينه توېدنه نه وي. احمد مسعود او امرالله صالح بايد په خپلو خلک زړه ودردوي او په وسله ييز ډول د پنجشېر واګۍ د طالبانو په لاس کې ورکړي.