له تېر شل کلن حکومت څخه افغانان تر پوزې راغلي او ستړي وو؛ حکومت په دې نه وو توانېدلی چې د خلکو امنيت خوندي کړي؛ هره ورځ چاودنه، بريد، انفجار، مرګ - ژوبله او ورور وژنه وه. له جګړې وراېخوا جنایي برخه کې پراخه ناامني وه، جنايي، پېښې، خپلسري او زورواکي په اوج کې وه. ناامنۍ سره په څنګ کې فساد، ظلم، ناشفاف قضايي سېسټم، رشوت او کمزوري خدمات هغه څه وو چې د ولس ستونی يې تربت کړی وو. ولس په دې پار طالبانو ته خوښ وو چې ورسره به سرتاسرې سوله راشي، امنيت به خوندي شي، فساد به ورک او يو غښتلی حکومت به جوړ شي.
دا چې ولس له جګړې ستړی وو، نو پرته له مقاومت او جګړې څخه يې طالبانو ته ميدان خوشی کړ او دوی يانې طالبان واکمن شول. د طالبانو په راتګ سره هيلې داسې وې چې نور به د تل لپاره افغانستان کې جګړه او ناامنۍ پای ته ورسیږي او افغانستان به د يو غښتلي مرکزي حکومت څښتن شي. خو د ولس دا هيله هغه وخت ناهيلې شوه، چې طالبانو په لوی لاس پنجشېر ولايت پرېښود او پر هغې يې خپله واکمني ټېنګه نه کړه.
طالبانو له خوا د پنجشېر پرېښودل داسې شول لکه د افغانستان پر وجود د سرطان دانه. پنجشېر کې زورواکي شروع شوه، د بهرنیانو د لاس وهنو ځاله شوه، د افغانستان د بربادۍ د يوې بلې خونړۍ جګړې مرکز شو او دغه کوچنۍ سيمه طالبانو ته يو غټ سرخوږی شو. ولس بايد له طالبانو دا واوري چې ولې يې پنجشېر پرېښود؛ هغه کوم لامل وو چې دوی د افغانستان ۳۳ ولایتونه نېول خو پنجشېر يې پرېښود؟ ايا پنجشیر له کابل لوی او ګڼيز ولایت وو؟ ايا پنجشېر کې له کابل څخه هم ډېر ځواکونه او وسلې وې، ايا د باميانو، دايکنډي او فارياب په پرتله پنجشېر له طالبانو څخه په قومي او ژبني ډول ډیر لېرې وو؟ ايا طالبان داسې غښتلي وو چې امريکا يې ماته او که دومره کمزوري شول چې د يوې کوچنۍ ولسوالۍ يا پنجشېر د نېونې وس يې نه درلود؟ دا پوښتنه دې د طالبانو له مشرانو او مسوولینو وپوښتل شي، چې دوی چا اړل کړل چې پنجشېر د يو سرخوږي په ډول پرېږدي او که دې برخه کې يې د ګاونډیو او بهرنيو فرمايشونه او معاملې منلې دي؟
د پنجشېر ستونزه کوچنۍ ستونزه نه ده بلکې افغانستان کې د يوې بلې خونړۍ او کورنۍ جګړې پيل دی. پنجشېر همداسې پاتې کېدل د افغانستان بدبخته کېدل دي چې شرير نړيوال به له همدې پنجشېر د افغانستان د ورانۍ او ورور وژنې پروژې جوړه وي. طالبان په ویاړ سره وايي چې د امريکا په څېر يو زبرځواک يرغلګر ځواک يې مات کړ خو پنجشېر مسله کې يې خپل ټول زور او ځواک له پوښتنې سره مخ کړی، چې طالبان امريکا ماتوي نو پنجشېر ولې نه شي نېولې؛ امريکا سره يې معامله کړي او که امريکا يې ماته او پنجشېر پر سر يې معامله کړي چې هغه به نه نيسي؟
پنجشېر د امريکا پروژه ده او يا به شي؛ همدااوس پنجشېر ته په غټ شمېر وسلې ور روانې دي، د حکومت پر وړاندې بغاوت کوونکي په کې راټوليږي، تاجکستان د خپلو ملي ګټو لپاره ورته وسلې لېږي، امريکايي سناتوران وايي چې د طالبانو پر ځای دې د پنجشېر مقاومت د افغانستان د دولت په ډول په رسمیت وپېژني. نو کله چې نړۍ ته پنجشېر دومره غټه پروژه ده نو د طالبانو اسلامي امارت او هېواد پاله سياسي څېرې یې ولې په اړه بې تفاوته دي؟
که چېرې طالبانو او د تېر حکومت کابل مېشتو سیاسي څیرو دا معامله نه وي کړي چې پنجشېر قضدا د طالبانو له واکمنۍ بهر پرېږدو، نو د يادې سيمې بهر پاتې کېدل لاندې ناخوالې زېږولی شي:
۱- افغانستان کې به کورنۍ او چريکي جګړه دوام ولري؛
۲- طالبانو به ونه شي کولی چې پر ټول افغانستان واکمني او حاکميت ولري؛
۳- د افغانستان د تجزيې احتمال ورسره ډېرېدای شي؛
۴- د افغانستان ګاونډ او د نړۍ يو شمیرو نورو هېوادونو ته به يو کړکي شتون ولري چې له لارې يې افغانستان کې لاس وهنې وکړې او د افغانستان ثبات ګډوډ کړي؛
۵- د پښتون او تاجک ترمنځ به قومي درزونه پراخه او قومي تعصب به لمن - لرونکی شي؛
۶- پنجشېريان او په لويه کې تاجکان به ستر غرور خپل کړي او د طالب زور او اغېز به پوښتنيز وي:
۷- د طالبانو نظام پايښت به په ويره کې وي او بديل به يې د پنجشېر مقاومت وي؛
۸- د طالبانو اسلامي امارت او که يا دوی له نورو سياسيونو سره ګډ حکومت جوړ کړي؛ نو د رغنيزو او پرمختيايي چارو پر ځای به هلته جګړه کې بوخت وي؛
۹- د پنجشېر د مقاومت جبهه يوازې په پنجشېر کې محدوده پاتې نه شي، بلکې ګاونډ ولايتونو، شمال، شمال ختيځ او لويديځ زونونه به تر اغېزمن او ور پراخه به شي؛
۱۰- د پنجشېر درې او اړوندو سیمو طعبيي ذيرمې به د ناامنۍ او بې حکومت په لړۍ کې چور او تالان شي.
يو ځل بيا یادونه کوم، چې که چېرې د طالبانو اسلامي امارت مشرانو او په کابل کې مېشت نور مشرانو لکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمتيار او نورو په لويه لاس د پنجشېر پر سر معامله نه وي کړي نو که دوی ته ياده مسله سطحي او برسېرنه ښکاري، خو نړۍ ته بيا ارزښت لرونکې ده او په اسانۍ سره افغانستان کې پرې جګړه/جګړې اوږدوالی او غځولی شي.
د يو تل پاتي سوله ييز افغانستان لپاره تر ټولو لومړی د بهرنیانو د لاس وهنو بندول اړين دي؛ د بهرنیانو لاس وهنې هغه وخت بندېدلی شي، چې دوی له قانوني او مشروع لارو پرته په افغان خاوره کې د پښو اېښودو ځای ونه لري. د افغانستان راتلونکی حکومت چې پر ټول هېواد حاکميت ټينګ او پر پولو کنټرول ولري، نو بيا يې نه د پنجشېر د مقاومت جبهه پر وړاندې بغاوت کولی شي او نه هم کومه بله وسله واله ډله دلته فعاليت کولی شي.
په پخوانيو ليکنو کې هم زما مشوره طالبانو ته دا وه چې له هر څه وړاندې باید لومړی پر افغانستان بشپړ حاکميت ټينګ کړي؛ د هېواد ۳۳ ولايتونو کې د طالبانو حاکمیت راغلی خو يوه وړه سلنه خاوره چې پنجشېر دی، ترې پاتې/پرېښودلی دی؛ که په سوله ييز ډول وي او که يا هه د جګړې له لارې وي، طالبان نه باید د پنجشېر په اړه بې تفاوته پاتې شي. د هر ساعت په تېرېدو سره د پنجشېر همداسې پاتې کېدل افغان ولس او هم د طالبانو اسلامي امارت ته په بحران بدلېدونکې ستونزه جوړېږي.
وروستي