افغانستان کې د طالبانو د بيا ځلې په واکمن کیدو سره پنجشېر ولايت کې احمد مسعود او امرالله صالح بغاوت پيل کړ. طالبانو پر پلازمېنه کابل او ۳۲ ولايتونو والکه ټېنګه کړ خو پنجشېر چې په ۱۳۷۵ کال کې هم طالبانو نه وو نېولی دا ځلی بيا ترې پاتې يا يې پرېښود.
هلته پخوانۍ شمال ټلواله بيا سره راټوله او يو شوې ده؛ هغه شمال ټلواله چې کورنيو جکړو کې يې کابل ويجاړ، د طالبانو د تیرې واکمنۍ پر مهال يې د روسيې او فرانسې په مرستو د مقاومت په نوم جګړه کوله او بیا يې په تېرو شلو کالونو کې يې د جمهوريت او ديموکراسۍ په چتر کې چور، چپاول وکړ او قومي درزونه يې زیات کړل.
د شمال ټلوالې هغه پخوانۍ څېرې چې د حامدکرزي او محمد اشرف غني په جمهوریت کې يې د افغان او افغانستان له نومونو، په پښتو ژبه له ملي سرود، د غازي امير امان الله خان د وخت ملي بيرغ، افغانۍ يا ملي پيسو او افغانستان تاريخ سره مخالفت درلود بیا د خپلسرۍ چيغې پيل کړې دي.
احمد مسعود، حيفظ منصور، الماس زاهد، محمد عالم ایزدیار او نور هغه کسان چې پخوا يې جمهوریت سره مخالفت درلود اوس يې له امارت سره دښمني پيل کړې ده. دوی چې په تېرو شلو کالونو کې طالبان په بیلا بیلو نومونو ياد کړل، د جګړې او ورانۍ ملامتيا يې د طالبانو په غاړه اچوله اوس په خپله له يو مرکزي او سوله ييز افغانستان سره مخالفت ښيي او هڅې دا کوي چې د پرديو په لاس وهنو او هڅونو افغانستان کې د جګړې يو بل څپرکی پرانیزي.
دوی په آرام او باثباته افغانستان کې هغه شخصي، قومي او ګوندي ګټې چې د پرديو په همکارۍ يې تر لاسه کوي نه شي تر لاسه کولی او همدا لامل دی چې د افغانستان په يو ګوټ کې د خپلو نامشروع ګټو لپاره ورور وژنه او جګړه وساتي.
طالبان چې د امريکا په څېر د نړۍ د زبرځواک د ماتېدو ویاړ لري او ويې کول شول چې په يوه اوونۍ کې په ټول افغانستان کې واکمني ټینګه کړي، خو د پنجشېر همداسې پرېښودل يې ځان ته سرخوږی جوړ کړ.
که چېرې طالبانو پر پنجشير برید کړی وای نو د افغانستان بحران د ۴۰ کالونو اصلي رېښي يې لکه تورن اسماعیل خان غوندې پنجشېر کې ژوندۍ نېولی شوې او په دې سره يې پرته له مزاحمته ټول افغانستان کې يو ټول شموله حکومت جوړه ولی شو.
اوس چې طالبان په افغانستان کې نور جکړه نه غواړي، د عمومي عفوې يې ويلي دي او له سياسي څېرو د يو ټول - ګډ حکومت په جوړیدو اخته دي، مجبور دی چې د احمد مسعود او شمال ټلوالې د نورو کسانو نازونه په سر يوسي.
د يو متحد افغانستان او پياوړي مرکزي حکومت په پار طالبانو ته په کار ده چې ژر له سوله ییزې لارې او يا د پوځي اقدام په مرسته د پنجشېر ستونزه حل کړي او دغه کوچنۍ خاوره د خپلې واکمنۍ برخه کړي. که چېرې د پنجشېر په مسله يوه ورځ هم تېريږي نو طالبانو ته يې سرخوږی ډيريږي او دغه سيمه به کله د لوی افغانستان په پاک وجود د سرطان غدې په څېر پاتې شي.
وروستي