محب او فضلي ولس سره څه وکړل؟ آيا دوی افغانان وو؟ 

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په واکمنۍ کې ده ته نیږدې کسان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي وو. دوی ته د درست افغانستان صلاحيت ورسپارل شوی او هغه چارې يې کولې چې د ولسمشر له صلاحيت هم لوړې وې. فضل محمود فضلي په ملکي برخه کې ولسمشر وو؛ وزيران ده ټاکل، له واليانو پوښتنې - ګروېږنې ده کولې، سفيران او نور لوړپوړي چارواکي د ده سلامۍ ته ورتلل. فضلي سره بايد داسې خبرې شوې وایی چې ده به سر لوړ او فرعوني غرور سره نېولی وو، لستوڼي به يې تر مټو پورته کړي وو او له غرور په ډک مزاج به يې خبرې کولې. فضلي په جګړه ځپلي او وږي افغانستان کې ځان ته جنت جوړ کړی وو. ښايسته نجونې يې د شهوت او اخلاقي فساد پر بنسټ د ځان سکرټرې نېولې او لوړو دندو يې ټاکلې، د ملت پيسې يې بې درده او بې وجدانه د نړۍ په هېوادونو ته لېږلې او هلته پانګونې پرې کولې. 

حمد الله محب د فضل فضلي په پرتله شرف درلود. هغې چارې چې فضلي کولې محب نه کولې خو هغه  کارونه چې يو رېښتني افغان په دومره لوړ موقف کې بايد کړی وای محب هم نه کول او نه يې وکړل. محب هم پر ځان فکر او تمرکز کولو؛ نه يې دومره وړتیا درلوده او نه يې هم افغان ولس سره دومره همدردي درلوده لکه څومره چې واک او صلاحيت ورکړل شوی وو‌. محب د امنيتي ځواکونو په سر کې وو؛ دفاع وزير، کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت رئيس د نوموړي په لاس کې وو. محب د خپلې ماموريت په ټوله دوره کې نه کورنی امنيت رامنځته کړ او نه يې هم د طالبانو پر وړاندې جګړه بريالۍ کړه. 

ډېر په دې نه پاتې کیږو چې حمد الله محب او فضل محمود فضلي په تېر حکومت کې څه کړي او څه يې نه دي کړي. راځو اوس وخت چې د افغانستان برخليک ناڅرګند دی د افغانانو په صفت د حمد الله محب او فضل فضلي په همدردۍ دوه خبرې کوو. 

مالومات داسې دي چې حمد الله محب او فضل فضلي له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره يو ځای له کابل لاړ. د تېښتې په همدې شپه محمد اشرف غني پيغام خپور کړ او دا يې وويل چې ولې او څنګه لاړ؛ خو حمد الله محب او فضل فضلي د تېښتې له ورځې بيا تر نن هېڅ ښکاره شوي نه دي. دوی دومره پيغام هم نه دی خپور کړی چې خپله تېښته په کې اتلوالي ياده او د ځان سپيناوی ورکړي. حمد الله محب او فضل فضلي د خپل لاسي موبايل څخه پر فېسبوک او ټوېټر دغه دردېدلي ولس ته کوم پيغام ورنه کړ. دوی د تېر په څېر د دروغو او لافو هم کوم پيغام خپور نه کړ. 

حمد الله محب او فضل فضلي د حکومت ټول واک په لاس کې وو، خو لږ تر لږه د عطامحمد نور، صلاح الدين رباني، محمد محقق او نورو په څېر يې ځانونه پر فېسبوک هم ښکاره نه کړل. دوی هېواد او ولس داسې هېر کړ چې اوس به يوازې د خپلو خيانتونو او فساد خاطرې په ذهن کې ورسره وي. محب او فضل فضلي دومره نااهله کسان وښتل چې له هېواده خو يې تېښته وکړه او اوس خوندي هم دي، خو له کوم امان ځای څخه يې هم ولس ته کومه ډاډګېرنه ورنه کړه.

حمد الله محب او فضل فضلي به د افغانستان په تاريخ کې په ډېر بد نوم ولیکل شي؛ دوی د واک او ځواک په دوره کې هم پر ولس هېڅ رحم ونه کړ او خپل فساد او اختلاس يې کولو او کله چې له هېواد وتښتېدل بيا يې هم د ولس يو وړوکی خبر وانه خېست.