د عطا  سپين - سترګي؛ موږ (مجاهدينو) د ناټو او امريکا يرغل/اشغال مات کړل 

د بلخ پخواني والي او د شمال ټلوالې قومندان جنرال عطا محمد نور له بلخ ولايت څخه له تېښتې يا فرار وروسته د لومړي ځپل لپاره په يو وېډيويي پيغام کې د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه څرګندونې کړې دي. عطا محمد نور ويلي دي چې امريکا او ناټو له نن شل کاله وړاندې پر افغانستان ير غل وکړ او د دوی يرغل د افغانانو له خوښې پرته وو او په خپل سر افغانستان ته راغلل. نور ويلي دي چې له شل کلنې جګړې وروسته بيا امريکا او ناټو چې د افغانانو ستونزو او د افغانستان وضعيت ته وګوري له افغانستانه ووتل او افغانستان يې اوس مهال په يو بحراني وضعيت کې پرېښود. 

نور د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي، چې ناټو او امريکا په تېرو شلو کالونو کې پخواني مجاهدين ووژل، د جنګسلارانو، غضب کوونکو او د بشري حقونو د سرغړونکو په نومونو ياد کړل. عطا محمد نور وايي چې امريکا او ناټو په شلو کالونو کې د مجاهدينو په ځپلو پسې راخېستې وه. 

د بلخ پخواني والي د تېر حکومت په اړه ويلي دي، چې هغه حکومت د درېيو کسانو جمهوريت وو، چې محمد اشرف غني، حمد الله محب او فضلي وو. دوی ته ځکه د پنځو کسانو جمهوريت نه شو ويلی، چې امرالله صالح او سرور دانش يوازې په کې سمبوليک وو، واک او ځواک او صلاحيت يې نه درلود. 

نوموړي تېر حکومت په تعبيض، د مجاهدينو په ځپلو، د ديموکراسۍ او وسلواکۍ په دروغو وعدو  تورن کړی دی. ده ويلي دي چې په بلخ ولايت کې هغه وخت چې ده او عبدالرشيد دوستم د طالبانو پر وړاندې جګړه پيل کړه، حکومتي امکانات پرې بند شول او پايله دا شوه، چې بلخ ولايت سقوط وکړي او وررپسې پلازمېنه کابل هم د طالبانو لاس ته ولېږي. 

نور دا هم ويلي دي چې کابل کې يو شمېر مشران چې د طالبانو د بيرغ لاندې ژوند کوي خو په حقيقت کې طالبانو ته تسليم شوي دي. نوموړي د ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي نومونه نه دي اخېستي او موخه يې دوی او يو شمېر نورې سياسي څېرې وې چې اوس مهال طالبانو سره په يو ګډ حکومت سلا - مشورې کوي. 

د بلخ پخواني والي د طالبانو پر وړاندې خپل دريځ داسې څرګند کړی دی چې يا به طالبان ده ته حکومت کې پراخه ونډه او مشارکت ورکوي او يا به هم دی او ملګري يې د طالبانو پر وړاندې بيا جګړه چې دی ورته مقاومت وايي بيیا پيلوي. عطا ګواښ کړی دی چې که چېرې طالبان د تېر تجربې  بيا تکرار کړي او ټول واک په لاس کې واخلي نو پر وړاندې به يې ودريږي او د جګړې له لارې به يې وځپي. 

عطا محمد نور په دې وېډيويي پيغام کې په  ډېر سپين سترګۍ سره ويلي دي چې امريکا او ناټو په خپل سر افغانستان ته راغلي وو، په داسې حال کې چې هغه مهال د دوی رهبر برهان الدين رباني، په خپله دی (عطا) او نور ملګري لکه قسيم فهيم يې د امريکايانو پر ټانکو ناست او کابل ته رادننه شول. 

د نوموړي بله سپين سترګي دا ده چې دی په تېرو شلو کالونو کې د حکومت مهم کس وو، دی په خپله او کسان يې د حکومت وزيران او واليان وو، خو بيا هم ځان څنډې ته کوي او پر  حکومت د تعبيض، انحصار، عدم مديريت او ګډوډۍ نيوکې کوي او تورونه لګوي. 

عطا محمد نور په تېر کې هم طالبانو ماتې  خواړې وې او اوس يې تازه د طالبانو له يورې تېښته وکړه خو په يو بل ډول جرئت چې سپين سترګي په کې ښکاري، د طالبانو پر وړاندې د جګړې او مقاومت وايي. عطا محمد نور دا هېروي چې بلخ ولايت کې يې د وسلو او پيسو سره سره ونه شول کولی چې جګړه وکړي بلکې په ډېرې بې شرمۍ سره يې هېواد پرېښود او ګاونډ هېواد ته وتښتېد. 

پايله کې دا ويل شو، چې عطا محمد نور د تاريخ يوه توره، بې ثباته، دروغجنه او رسوا څېره ده چې يوازې خبرې لري او نور ورڅخه بل څه نه شيی تر لاسه کېدای.