په تېرو څلورو لسيزو کې روسيې او امريکا پر افغانستان تيري کړي، چې دواړه يې له ماتې سره مخ شوي دي. که څه هم افغانستان کې نه شوروي يووالی خپلو موخو ته ورسېد او نه امريکا هغه ارمان پوره کړی شو کوم پسې چې راغلې وه؛ خو دا هم حقيقت دی چې د دغه دوه هېوادونو د يرغل له امله افغانان ۳۴ کاله ووژل شول او هېواد يې ويجاړ او له پرمختګ پاتې شو.
اوس چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی دی او هر ورځ دا چيغې وهي چې د قدرت انحصار نه کوي بلکې داسې يو حکومت جوړوي چې ټول افغانان به په کې ځان وګوري او همه شموله به وي، خو بيا هم امريکا او روسيه پر داسې سياستونو کار کوي، چې د شل کاله مبارزې وروسته هم افغانستان واحد او وسله ييز نه شي.
تر اوسه طالبانو له نورو سياسونو سره د حکومت پر جوړښت پرېکړه نه ده کړې، تر اوسه د اوسني اساسي قانون تعديل او د نوي اساسي قانون جوړېدو باندې هوکړه نه ده شوې، تر اوسه دا مالومه نه ده چې طالبان به د ښځو حقونو او زده کړو برخه کې څه ډول اصول پلې کړي، تر اوسه دا نه ده مالومه چې طالبان به د تېر حکومت له چارواکو او کارمندانو سره څه ډول سلوک وکړي؛ خو وار له مخې امريکا پر طالبانو د بنديزونو، د مرستو نه ورکولو او د طالبانو حکومت سره د اړيکو د شلولو وايي.
د جوبايډن ادارې هلته د افغانستان بانک پانګه کنګل کړې؛ افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په اړه له وخت وړاندې منفي تبلغيات کوي او هڅې يې دا دي چې د تېر په څېر د خپلې تبليغاتي جګړې له لارې افغانستان ناامنه او نړۍ ته يو خطرناک هېواد معرفي کړي.
تر اوسه طالبانو ولس ته د لاندې مسايلو ژمنه ورکړې ده:
- د اسلام په چوکاټ کې د ښځو ازادي؛
- زده کړو لپاره کار؛ د خصوصي او دولتي تعليمي سکتور عادي فعاليت؛
- د اصولو په چوکاټ کې د بيان ازادي؛
- د فساد ورکول؛
- د مخدره موادو ورکول؛
- د تېر حکومت ټولو کسانو ته عمومي عفوه؛
- داسې يو حکومت جوړول چې ټول افغانان به په کې شامل وي؛
- پر ته له تبعيض او تعصب افغانستان ټول افغان ولس لپاره ګد کور جوړول؛
- په هېواد سرتاسري امنيت.......
پورته مسايل يوه اوونۍ وړاندې د افغان ولس لپاره خيال او خوب وو، خو نن يې د طالب په شتون کې په رېښتني بڼه ګوري/وبه يې ګوري. پورته ياد مسايل امريکا په تېرو شلو کالونو کې د تشو ژمنو په ډول ويل او پايله يې بيا برعکس وه، د امينت د ښه کېدو پر ځای امينت خراب شو؛ د فقر پر وړاندې د مبارزې پر ځای بيکاري او فقر خپل لوړ حد ته ورسېدل؛ افغانستان نړۍ کې د مخدره موادو د توليد تر ټولو ستر مرکز شو...
کله چې افغانان په خپل منځ کې سره جوړيږي او نړۍ ته دا ډاډ ورکوي چې له دغه خاورې به هېچا ته ګواښ متوجې نه وي، نو بيا څه اړتيا ده، چې امريکا د افغانستان په اړه اندېښنې ښيي او يا د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې زمېنه سازي کوي.
امريکا په لوی لاس اوس په دې هڅه کې ده چې افغانان د طالبانو پر وړاندې بغاوت ته وهڅوي او له دې لارې خپلو هغو موخو ته ورسيږي چې په يو واحد او سوله ييز افغانستان کې يې هېڅکله نه شي تر لاسه کولی.
له بلې خوا روسيه هم د احمد مسعود له نوې - ځوانۍ او بې تجربګۍ څخه په ګټې افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت په شتون کې د قدرت د نورو جزيرو د جوړېدو او پيدا کېدو په هڅه کې ده. پرون يې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف ويلي وو، چې افغانستان کې د طالبان پر وړاندې مقاومت پيل شوی او لا غښتلی کيږي. همدا روسيه ده او امريکا دي چې د احمد مسعود په څېر پردي پاله يې په افغانستان کې د چريکي جګړو لپاره روزلي او اوس يې په لاس کې نېولي دي.
روسيې او امريکا په افغانستان کې دوه شرمناکې ماتې وخوړې خو بيا هم د خپلو شريرو سياستونو له امله د افغانستان شاه نه پرېږدي او داسې هڅې کوي چې افغانستان بې ثباته وساتي.
اوس وخت کې د طالبانو اسلامي امارت او د تېر حکومت مخکښو ته په کار ده چې د دغه دوه هېوادونو پر مخ درنه څپېړه ووهي او په ګده د يو سوکاله، اباد، سرلوړي، سوله ييز او واحد افغانستان د بنسټ ډبره سره کېږدي.
وروستي