وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان والکه ټېنګه کړي، پر ټولنيزو رسنيو د امنيتي او سياسي وضعيت په اړه بېلا بېلې خبرې کيږي چې د عامو خلکو په منځ کې ويرې او اندېښنې خپرې کړي. هغه رسنۍ چې د طالبانو د اسلامي امارت اړوند نشرات کوي په دې هڅه کې دي، چې د خلکو ترمنځ د نه رېښتينو خبرو او دروغ د خپرېدو مخه ونېسي او هغه څه چې په رېښتيا روان دي له ولس سره شريک کړي. د پخواني حکومت د چارواکو کورونو ته د طالبانو ورتلل او داسې نور مسايل طالبانو رد کړي دي او ويلي دي چې دوی عمومي عفوه اعلان کړې ده او که د دوی په نوم کوم څوګ ناوړه کړنه کوي نو د شکايت په پار شمېرې شريکې کړې دي.
له تېرو څو ورځو راهيسې پر ټولنيزو رسنيو او په ځانګړي ډول پر فېسبوک ځيني داسې ځيني انځورونه خپريږي، چې ګواکي دا افغانستان پوځي تجهيزات، وسلې او موټرې پاکستان ته اړول کيږي. لومړی خو تر اوسه دا مسله په بشپړ ډول څرګنده نه ده چې آيا په رېښتيا هم داسې شوي دي او کنه؟ او دويم دا چې که چېرې په رېښتيا سره د افغانستان وسلې، پوځي موټرې او نور وسايل پاکستان يا ايران ته اړول کيږي، نو دا کار څوګ کوي؟
ځيني داسې انګېري چې په دې ګډوډ وضعيت کې ځيني خلک له وخته په ګټې ملي شتمنۍ او د بيت المال وسايل چور کوي او د خپلو جيبونو لپاره يې ګاونډيو هېوادونو کې خرڅوي. ځيني نور بيا داسې انګېرنه کوي چې د سيمې هېوادونو استخبارات افغانستان ته دننه شوي دي او په بېلا بېلو لار د افغانستان د چور تلاش کوي. ځينې داسې پېښې هم کابل کې شوې دي چې يو شمېر کسانو د طالبانو له نو څخه په ګټې د پخواني حکومت د چارواکو کورونو ته ورغلي او ورته ويلي دي چې دوی سره د بيت المال او دولت موټر دي چې تر اخلي يې؛ خو طالبانو بيا دا خبره رد کړې ده چې ګواکي دوی داسې کار کړی او ويلي دي چې دغه ډول پېښو مخه به ونېسي.
اوس د ولس غوښتنې دا دي چې د طالبانو اسلامي امارت د هېواد واک په لاس کې اخېستی دی او که چېرې دا ډول چارې او چور شتون ولري نو همدا طالبان دي چې د هېواد ملي شتمنۍ خوندي کړي او د چور مخه يې ونېسي او که چېرې شتون نه لري نو دوی بايد ولس ته ډاډ ورکړي او اندېښنې يې ختمې کړي.
د طالبانو د ژمنو پر بنسټ چې دوی د بيت المال څېزونه د ولس يادوي او هغه به په بشپړ ډول ساتل شوي وي. د ولايتونو د نېونې پر مهال هم د طالبانو يوه غوښتنه دا وه چې تېر حکومت بايد په سوله ييز ډول ولايتونه تسليم کړي ترڅو بيت المال، دولتي بنسټونو او ملي شتمنيو په کې زيان ونه رسيږي.
نو اوس د طالبانو له اسلامي امارت هيله کيږي چې د ولس دغه تشويش او اندېښنو ته لاس رسۍ پيدا کړي او په دې اړه خلکو ته قناعت کوونکی ځواب ورکړي ترڅو خلک د ملي شتمنيو په اړه ډاډمن شي.
وروستي