ژبزده کړه: که لېکوالي کوئ نو د  کامې (،) شپږ د استعمال سم او درې ناسم ځايونه وپېژنئ

که پښتو، انګلېسي يا بله هر ژبه کې لېکنه کوی نو ټکي اېښوودنه يا نقطه ګذاري او يا Punctuation په کې اړين بلل کيږي. د ټکي اېښوودنې د لسګونه نښو له منځه د کامې (،)  کارونه هم اړينه ده. دغه لېکنه کې د کامې د کارونې شپږ سم او درې ناسم ځايونه درته په ګوته کوو. 

- کامه (،) Comma: کامه په انګلېسي ژبه کې ډېر د کارونې ځایونه لري، چې ځيني يې په لاندې ډول دي. 
۱- کامه د دوه خپلواکو فقرو یا Clauses ترمنځ استعماليږي. هغه فقرې چې په and, but, or, nor, or for کلمو سره تړل کيږي. 

بېلګه: 
They finished dinner in pin-drop silence, but Alex knew that he would have to apologize.
I wanted to watch a movie after dinner, but I could not tell her as I was confused about her reactions.

۲- کامه د يوې جملې يا نوملړ دننه شيان او نومونه سره جدا کوي چې دا يې ډېر عام استعمال هم دی. 

بېلګه: 
We brought pizzas, burgers, chocolate, and a chocolate cake on tour.

۳- کامه په انګلېسي ژبه کې د کوچنيو پوښتنو يا Tag Question وروسته هم راځي.  
بېلګه: 
They’re ready to go, aren’t they?
They’ll never do it, will they?

۴- هر کله چې يو چاته غږ او خطاب کوو، نو د نوموړي د نوم او لقب وروسته هم کامه راځي. 

بېلګې: 
Hey, Joe, what are you doing?
Listen, Lee, you have to bowl well today.
You know, kid, when I was your age, I used to go out a lot.

۵- انګلېسي ژبه کې هغه وخت  هم کامه استعماليږي چې جملې ته ځيني غېر ضرور کلمې، فقرې او عبارت برخې ور زياتوئ. که چېرې يادې کلمې، فقرې او عبارت برخې له جملې لېرې هم شي نو د جملې په جوړښت کې به کوم توپير نه راځي. د اصلي جملې څخه د غېر ضروري کلمو، عبارت برخو او فقرو د بېل والي لپاره هم کامه استعماليږي. 

بېلګه: 
There’s a palace in London, just across the river, where I visited last week.
The new player, you know him, scored a brilliant century.
I suggest if that’s okay, that you let him go.        

۶ - کامه د ځای د نومونو او نېټو ترمنځ د بېلوالي لپاره هم استعماليږي. 
بېلګه: 
Brisbane, Queensland, is a big city.
They were married April 05, 2013, in Melbourne.
 
- د کامې د کارونې په اړه درې تېروتنې: 
۱- کامه پ
ه يو جمله کې دوه فعلونه چې  په and او يا but سره تړل شوي وي نه جدا کوي. 

بېلګه: 
ناسم:  I cleaned, and painted the box.

۲- کامه په يوه جمله کې دوه نومونه، د نوم فقرې او يا د نوم عبارت برخې چې په تړنې کلمې يا conjunction سره تړل شوې وي نه جدا کوي. 

بېلګه: 
ناسم: My coach, and our board president both sent letters.

۳- ناخپلواکه فقرې په کامې سره نه بېليږي. 
بېلګه: 
ناسم:  I’ll be late, if you don’t let me go now.