د نړۍ کوم هېوادونه شمالي کوریا کې سفارتونه لري؟ آیا شمالي کوریا د ملګرو ملتونو غړېتوب لري؟

په دې ۲۱مه پيړۍ او نړیوالتوب په دور کې شمالي کوریا کم رنګه نړیوالې اړيکې لري. مشر یې کېم جونګ او نور حکومتي چارواکي یې کم بهرني سفرونه کوي. دغه لېکنه کې د هغه هېوادونو نوملړ درته ښييو چې شمالي کوریا کې سفارتونه لري. 
 
شمالي کوريا د نړۍ له ۱۶۴ هېوادونو سره رسمي سياسي او ډپلماټيکي اړيکې او د ياد هېواد په پلازمېنه ( پیانګ یانګ) کې د نړۍ ۲۴ هېوادونه خپل  سفارتونه  لري. 
  برازیل 
  بلغاریه 
  کمبودیا 
  چین 
  کیوبا 
  د چک جمهوریت 
  مصر 
  جرمني 
  هند 
  اندونیزیا 
  ایران 
  لاوس 
  مالیزیا 
  منګولیا 
  نایجیریا 
  پاکستان 
  فلسطین 
  پولنډ 
  رومانیا 
  روسیه 
  سویډن 
  سوریه 
  وینزویلا 
  ویتنام. 

لاندې هېوادونه شمالي کوريا به رسميت پېژني، خو سفارتونه يې د چین په پلازمېنه بېجينګ کې  دي: 
  البانیا 
  اذربایجان 
  بنګله دیش 
  برویني
  برما
  کامرون 
  چلي
  کولمبیا
  کروشیا 
  قبرس 
  ایتوپیا 
  هنګري 
  آیسلینډ 
  جمایکه
  قزاقستان 
  لبنان
  شمالي مقدونیه 
  مالټا 
  مالاوي
  عمان 
  پیرو
  قطر
  روانډا
  سینګاپور
  سیچلس 
  سییرا لیون 
  سلووینیا 
  صربیا
  سویلي افریقا 
   سویزرلینډ یا سویس
  تنزانیا 
  تایلینډ
  تونس 
  زیمبابوې.

لاندې هېوادونه شمالي کوريا په رسميت پېژني، خو سفارتونه يې د سويلي کوريا په پلازمېنه سول کې  دي: 
  آسټرالیا 
  اتریش 
  بلجیم 
  کاناډا 
  ډنمارک 
  هسپانیه 
  فنلینډ 
  یونان 
  ګواتیمالا 
  آیرلینډ 
  ایټالیا 
  میکسیکو 
  هالنډ 
  نیوزیلینډ 
  ناروې 
  پرتګال 
  ترکیه.

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو سازمان غړی هېواد دی او په ۱۹۹۱ز کال کې يې د ملګرو ملتونو بشپړ غړېتوب واخېست. 

افغانستان هم د نړۍ له هغه هېوادونو دی، چې نه په شمالي کوریا کې سفارت لری او نه هم شمالي کوريا په افغانستان کې سفارت لري.