د افغانستان په اړه د پاکستان منافقت بربنډيږي 

د پاکستان په جوړېدو سره دغه هېواد د افغانستان پټ دښمن او څرګند نا - رېښتنی دوست پاتې شوی دی. افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ اصلي لامل اوس وخت کې د پاکستان په والکه کې افغان خاوره ده چې د يو غښتلي، پياوړي او يو افغانستان په شتون کې يې پاکستان د لاسه ورکېدو ويره لري.  له ډيورنډ پرته پاکستان په تیرو څلورو لسيږو کې د افغانستان له روانې بدبختۍ  داسې ګټه اخېستې ده چې په ميلياردونو بهرني مرستې يې پرې تر لاسه کړي او افغانستان يې د خپل اقتصاد لپاره دويم بازار موندلی دی. 

پاکستان که د مجاهدينو پرمهال وو او که اوس په روانه جګړه کې دی، داسې دوه مخه سیاست کوي چې له نړۍ يې د افغانستان په بدبختيو کې ځان غني او بډايه کړ. دا اوسنۍ شل کلنه جګړه پاکستان افغانستان سره په خوله يوه او په عمل کې بل کوي. د افغانستان په جګړه کې له دومخۍ نېولې بيا د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاس وهنې روانې دي او هر څومره چې افغانستان چيغې ووهلې خو نه يې پاکستان بدل کړ او نه يې هم نړۍ داسې جوړه کړه چې د پاکستان رېښتنې څېره وپېژني او بدل يي کړي. 

پاکستان نه يوازې چې  افغان حکومت سره دوه مخيتوب کوي، بلکې طالبانو، امريکا او د افغانستان په کړکېچ کې د نړۍ له ښکېلو هېوادونو سره ریښتنی نه دی‌. پاکستان د مجاهدينو د جګړو په څېرو غواړي چې د افغانستان له بحران داسې ګټه واخلي چې د اټومي ځواک په څېر یوه بله داسې ګټه وکړي چې لسيزې يې خوند واخلي. 

که څه هم پاکستان څو ځلې د خپل دوه مخي سياست پر بنسټ د رسوايۍ پولو ته نېږدې شوی خو بيا يې په ډېرې مکارۍ او معاملې په لږ زيان ډېره ګټه کړې او ځان يې ژغورلی دی‌. د افغانستان په روانه شل کلنه جګړه کې پاکستان د ملا عبدالغني برادر په څېر کس زندان کې اچوي او ملا ضعيف په پټو سترګو او تړلو لاسونو امريکا ته سپاري. افغانستان کې پاکستان په هېڅ ډول جنايت هم صرفه نه ده کړې او هره ناخواله يې پرې تجربه کړې ده. 

په دې وروستيو کې داسې ښکاري چې نړۍ ښايي د پاکستان پر سياستونو کتنه وکړي. مخکې له دې چې نړۍ د پاکستان په اړه څه ووايي له وړاندې يې پاکستان غږ پورته کوي. تازه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان په مسلې خبرې کړې دي‌. دی ويلي دي چې د افغانستان د ماتې او ستونزو مسووليت د پاکستان په غاړه نه دی. 

 پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د نورو هېوادونو په ځانګړي توګه د امریکا لخوا پر افغان ملي ځواکونو لګول شویو پیسو ته په نغوته کې پوښتلي، چې د افغان اردو وړتیاوو لوړول، روزنه او تجهیز … چېرته دي؟

هغه په ډاګه کړې؛ د حکومت اړوند مسلې او د افغان امنیتي ځواکونو ټوټه ټوټه کېدل او له منځه تګ باید وڅېړل شي. هغه ویلي؛ پاکستان د نورو د ماتې پړه نشي منلی.

دا پاکستان دا ډول خبرې په خپله دا ښايي چې پاکستان دوه مخي سیاست لري او ژر دې چې رسوا به شي. پاکستان د خپل منافقت د پټېدو په پار له غير ډيموکراټيکو لارو کار اخلي چې ښه بېلګه يې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د رسنيو  راتنګول دي. له پرون راهیسي به مو پر ټولنيزو رسنيو  #SanctionPakistan توپان هم لیدلی وي او ډاډمن يم چې دا غږ تر نړيوالو رسیدلی دی، خو که چېرې نړيوال بشر پاله وي نو د پاکستان پر وړاندې به لاس په کار شي. 

که چېرې افغان حکومت هم په جديت سره د پاکستان پر وړاندې نړيوال غږ پورته او خپل شکايتونه وکړي نو لیرې نه ده چې د پاکستان منافقت به بربنډ او افغانستان به سوله ييز شي.