د سترګو د ژيړوالي شپږ اساسي لاملونه 

د سترګو ژيړوالی له يو شمېر ناروغيو سره تړلې مسله ده. ښايي تاسې هم لېدلي وي چې ځيني وخت د يو شمېر ناروغيو پر مهال مو د سترګو رنګ ژيړ شي. دې ليکنه کې د سترګو د ژيړوالي پنځه اساسي لاملونه چې له يو شمېر ناروغيو سره تړاو لري، درته په ګوته کوو. 

۱- ژیړی Hepatitis: 
د ژيړي ناروغي د سترګو د ژيړوالي يو عمده لامل دی. ژيړي کې پر ځيګر بريد کيږي او له امله يې د نورو نښو - نښانو ترڅنګ د سترګو رنګ هم ژېړيږي. دا هم شونې ده چې د زيړي پر مهال د ځينو کسانو د سترګو سپين شي. 

۲- د الکولو زيات څښل Drinking too much alcohol: 
که يو کس د شرابو روږدی وي او له اتو کالونو ډېر يې شراب څښل وي، نو د وخت په تېرېدو سره يې ځيګر خرابيږي. څه ډول مو چې وړاندې وويل چې د ځيګر خرابېدل د  زيړي ناروغۍ سبب کيږي نو بيا هم د سترګو ژيړوالي را پيدا کيږي. 

۳- د بدل ګروپ وينه A reaction to a blood transfusion: 
ځيني وخت داسې کيږي، چې يو کس ته په ناپامۍ سره د غلط ګروپ وينه ورکړل شي؛ د بېلګې په ډول د يو کس د وينې ګروپ  A دی خو د B ګروپ وينه ورکړل شي. نو په دې وخت کې د وجود دفاعي سېسټم د غلط ګروپ پر حجرو بريد کوي. د دفاعي سېسټم دغه عمليات هم په وجود کې جانبي عوارض پيدا کوي چې  يو هم په کې د سترګو ژیړوالی دی. 

۴- ملاريا Malaria: 
هغه وخت چې د ملاريا پرازېټ د غوماشي په وسيله د انسان وجود ته دننه شي نو په دې مهال د ملاريا ناروغي ورته پيدا کيږي. د ملاريا ناروغي د وينې حجرې تر بريد لاندې نيسي او دا بيا سبب کيږي، چې د وينې د سرو کروياتو حجرې په جګړه شي او په پايله کې يې د سترګو رنګ ژيړ شي. 

۵- Cirrhosis: دا هغه حالت دی، چې د ځيګر ويجاړې شوې حجرې په کې جوړيږي. نو هغه وخت چې دغه بهير پيل شي، له امله يې د سترګو رنګ په کې ژيړيږي. 

۶- Hemolytic anemia: دا د کم - خونۍ يا د وينې د کموالي يوه ناروغي ده. د وينې د کمښت په دې ناروغۍ کې د وينې سرې حجرې ويجاړيږي. که چېرې د Hemolytic anemia پسې پرمختللې شي نو د مخ او پوستکي رنګ د ژړېدو تر څنګ په کې د سترګو رنګ هم ژيړيږي. 

د سترګو د ژيړوالي ځيني نور لاملونه: 
- د ځيګر سرطان؛ 
- د مثانې سرطان؛ 
- د پانکراس غدې سرطان؛ 
- د زېږون د مخنېوي ګولۍ/درمل؛ 
- پنسلين/Penicillin درمل چې د ځينو ناروغيو په پار خوړل کيږي؛ 
- په ځينو کسانو او په ځانګړي ډول ماشومانو کې ډېر خوب کول هم دا سبب کيږي، چې د سترګو ژيړ شي.