ژباړه او زياتونه : محمدالله احساس
mohammad.ehsas@gmail.com
----------------------------
نجامينا د افريقا د لويې وچي (براعظم) د ستر هېواد چاډ پلازمېنه او د نوموړي هېواد تر ټولو ستر صنعتي، سياسي او سوداګريز مرکز بلل کېږي.
چاډ د منځنۍ افريقا په وچو کي راګېر هېواد دى چي پولي يې په جنوب کي د سويلې(جنوبي) افريقا جمهوريت،ختيځ کي له سوډان،شمال کي له ليبيا ،جنوب لويديځ کي له کيمرون او نايجريا او لويديځ کي له نائجر سره نښتى. له سمندر نه د ليرېوالي له امله يې د تودوخي درجه ډيره لوړه ده او د نړۍ له ډيرو ګرمو (تودو) سيمو ځنې ګڼل کېږي. د نجامينا لرغونی نوم (فورټ لامي) دى.
په نجامينا کي بيلابېلي پرګني او توکمونه مېشت دي،چي ډېرى يې مسلمانان دي. د ٢٠٠٥م کال د سرشمېرني له مخې د نوموړي هيواد نفوس اوه لکه يوويشت زرو(۷۲۱۰۰۰) تنو ته رسيده.نجامينا ته نږدې د افريقا دوه مشهور سيندونه: چاري او لاګون بهېږي . ښار ته څېرمه يوه مشهوره بندرګاه هم پرته ده چي د هېواد په اقتصاد کي څرګند رول لوبوي.
چاري د منځنۍ افريقا اوږد سيند دى چي km٩٤٩ اوږدوالى لري او د (منځنۍ افريقا جمهوريت) او (چاډ) څخه تېريږي او (چاډ) ډنډ (جهيل) ته بهېږي او د چاډ ډنډ نږدې ٩٠% اوبه د چاري له سيندڅخه دي.
د چاډ هېواد د دريم غټ ښار (سار) ډيرى اوسيدونکي د چاري په شاوخوا کي هستوګن دي او کب نېوني پکي ډېره پراختيا موندلي ده. د چاري بل لور ته د کېمرون هېواد (کوثرى) ښار پروت دى. نجامينا او کوثرى ښارونه د يوه پل په وسيله له يو بل سره نښلي .
نجامينا په نظامي لحاظ پر لسو(١٠) حوزو ويشل شوى دى،چي دوى يې (ايرون ډي سي منټ) بولي. ايرون ډي سي منټ يو فرانسوي نظامي وېشنه (تقسيم) ده،دا چي پر نوموړي ښار تر ډېره فرانسويانو واکمني کړې نو ځکه پکي هماغه نظامي کړنلاره پلي کېږي. نجامينا ښار په سيمه کي د مالګي خرما،کبانو، څارويو،پنبي او له پنبي څخه د لاس ته راغليو توکيو د ستر مارکيټ حيثيت لري.
د نجامينا ښار بنسټ د ١٩٠٠م کال د مى پر ٢٩ نيټه يوه فرانسوي قوماندان (ايملي جنيټل) کېښود. هغه مهال پرې د (کوثرىْ په جګړه) کي د وژل شوي فرانسوي جنرال (اميدي فرانکوئس لامي) له نامه څخه په فورټ لامي ونومول شو. په دوهمه نړيواله جګړه کي د فرانسي حکومت د نجامينا له هوائې ډګر څخه د جنګي وسايلو او پوځيانو په لېږد را لېږد کي ډيره ګټه پورته کړه. د ١٩٧٣م کال د اپريل د مياشتي پر شپږمه (٦) نيټه د نوموړي ښار نوم له (فورټ لامي) نه په نجامينا واوښت.
نجامينا ويئ (کلمه) له عربي څخه اخستل شوی دی،چي په پښتو کي د « غورځنګ ځي» معنا ښندې.
نجامينا ته په ۱۹۷۹م کال د «چاډین سول وار» جګړې له کبله ډېر زيانونه واوښتل او ډېری اوسيدونکي يې د چاري سيند څنډي ته د کيمرون په کوثری ښار کي پناه واخسته.په ۱۹۸۱م کال نجامينا د نجامينایې کډوالو ستندينه پیل شوه چي کابو څوکاله يې دوام وکړ.
په نجامينا کي د ګڼو مسجدونو او او کليساؤ تاريخي ودانۍ د لېد وړ ځایونه شمېرل کېږي.خو په دغه ښار کي هغه څه چي ډېری سیلانیانو ته جالب دی هغه د چاډ هېواد تر ټولو ستر میوزیم دی چي په دې ښار کي پروت دی.
په نجامينا دوه ډېر مشهور پوهنتونونه شته دي،یو یې « د نجامینا پوهنتون» دی چي په فرانسوي ژبه پکي زده کړي کېږي،د دې پوهنتون بنسټ په ۱۹۷۱م کال کې اېښودل شوی دی . دوهم پوهنتون چي په ۱۹۹۱م کال یې د بنسټ تېږه اېښودل شوې، « king-Faisal-University » نومېږي،د زده کړي ژبه یې عربي ده.
د چاډ د اولسي جرګي ودانۍ،ستره محکمه،د ځينو هېوادونو سفارتخوني،نمايندګۍ او ګڼي نوري حکومتي او غير حکومتي مهم بنسټونه هم په دې ښار کي دي.
د نجامينا ښار اقلیم تود دی او اورښت پکي اکثراً د اګست په میاشت کي ډېر وي. متاسفانه دا ښار د رېل ګاډي له پټلۍ نه بې برخي دی،خو ياده دې وي چي د « افريقا ريل پروجيکټ » نومي پروژه د اړونده چارواکيو تر غور لاندې ده.
پای
وروستي