د مزار غونډه او انګازې يې!!!

 تېره اونۍ د بلخ ولايت په مزارشريف ښار کې د شمالي ټلوالې يو شمېر رهبرانو په مشرۍ ګډه غونډه جوړه شوې وه، د جوړې شوې غونډې موخه راتلونکي ولسمشريزو انتخاباتو او د بلخ اوسني والي عطاءمحمدنور څخه ملاتړ و، ياده شوې غونډه په داسې حال کې جوړه شوه، چې له يوې خواء په شمالي ټلوالې نيوکې زياتې شوي، چې د ځينو هېوادنو سره يې د هېواده بهر پټ تماسونه نيولي او د هغوئ حمايت او ملاتړي پدې برخه کې غواړي. د تېرې غونډې څخه داسې انګيرل کېږي، چې شمالي ټلوالې خپل متحده توب وښود، او د خپلو پلويانو څخه يې وغوښتل چې په راتلونکي انتخاباتو کې د دوی له لوري د ټاکل شوي شخص ته رايه ورکړي او په برياليتوب کې ورسره مرسته وکړي.
د غونډې بله انګيرنه دا وه، چې پښتانه ضعيفه شوي او نه شي کولای په اتحاد سره يو شخص نوماند کړي او بيا ترې حمايت اعلان کړي، د روانې دورې له پیله چې د ښاغلي حامدکرزي په مشرۍ يې ۱۲م کال روان دی، په دې دوران کې ډېر پياوړي پښتانه افغانان لکه ډاکټراشرف غني احمدزی، ډاکتر علي احمدجلالي اونورو ورڅخه حمايت اعلان کړی  او هر وخت يې په ورسپارل شويو دندو کې اخلاص ښوده، همېشه يې په پوره امانتدارۍ او افغانۍ مينې سره دندې پرمخ وړلې او په کاري دورو کې يې نه هيريدونکي لاسته راوړنې درلودلي، خو متاسفانه چې په ډيپلوماټيکو تکتيکونو له منځه ولاړل او  ځای ناستې يې داسې څوک وګمارل شول، چې وروسته يې همدې پښتنو مشرانو ته دسيسې جوړې کړې، که د ولسمشر حامدکرزي حاکميت دوران پر ټولو خواوو ځغلنده نظر وکړو او دقيقه څيړنه وشي، دوه خبرې به ولري، يوه برخه د پرمختګونه چې په مختلفو برخو کې ترلاسه شوي او بله برخه د پښتنو څټو له منځه وړولو (سياسي صحنې) څخه د وتلو برخه ده، په ياده شوې موده کې پرمختګونه هم په دوه برخو ويشل شوي، يويې هغه برخه چې د پيسو په مقابل کې کار شوی او بله يې هغه برخه چې پيسې يې حيف و ميل شوي مګر هيڅ کار ندی شوی، هغه برخه چې د پيسو په مقابل کې يې کارونه شوي يا بې کيفيته دي او يا هم د وخت په تېرېدو سره يې کيفيت له لاسه ورکړی او اوس داسې حال ته رسيدلي چې ګټه ترې نشي اخيستل کېدای، پدې برخه کې نړيوالو او افغان حکومت له بې کفايتۍ څخه کار اخيستی، نړيوالو مرسته وکړه يا پرځای او يا هم بې ځایه خو پیسې يې افغانستان ته راوړې پدې موخه چې بنسټيزې پروژې لکه پلونه، سړکونه، شفاخانې او نور عامه تاسيسات جوړ کاندي، دوی پيسې ولګولې ځيني يې بېرته له ځانه سره يوړې او تش سکليټونه پاتې شول، افغان حکومت پرڅوکيو داسې کدرونه ونه ټاکل چې د دې تاسيساتو پاملرنه وکړي او په آينده کې ترې ګټه پورته شي، چې اوس يې پر سترګو ګورو، سړکونه کيفيت له لاسه ورکړی او عامه تاسيسات هم تش سکيليټونه پاتې بس.
خو که پښتنو مشرانو ته وګورو وخت پروخت په مختلفو تکتیکونو له سياسي صحنې څخه وتي او ځای ناستې يې داسې څوک ټاکلي شوي، چې په هېڅ ډول يې افغانانو پښتنو ته د زړه له کومې مرسته او کومک ندی کړی، شمالي ټلواله که له يوې خوا په حکومت لومړۍ څوکۍ لري له بلې خواء په ښکاره د اوسني دولت مخالف دي او سياسي افوزسيون نوم يې ځانته ورکړی، تراوسه د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کمپاين دوره نده شروع شوې خو دوی سرله اوسه په کلو او بانډو کې کار شروع کړی ترڅو اينده ولسمشرۍ څوکۍ دوی ترلاسه کړي، د دوی هڅې موږ پښتنو ته دا انګيزه راکوي، چې موږ ډېرې ځپل شوي يو، ځکه چې قوي مشران يا مو له منځه لاړل او يا هم داسې څوک راپاتې دي، چې له شمالي ټلوالې سره يې لاس يو کړی، او پښتون بربادۍ پسې يې رااخيستې ده.
موږ پر شمالي ټلوالې دا نيوکه نه کو، چې دوی متحد دي او يو کانديد وړاندې مګر موږ نيوکه پر خپل ولسمشر کوو، چې سدافسوس په کاري ۱۲کلنه موده کې يې پښتانه او پښتانه مشران ډېر وځپل له څوکيو يې لرې کړل او نور يې پرځای وګمارل، پدې برخه کې د ولسمشر مشاورين هم ګرم دي، چې ولسمشر ته يې نيکې مشورې ندي ورکړي.
موږ پر ولسمشر اود دې پرمشاروينو يو ځل بيا غږ کوو، چې وخت نه دی تېر اوس هم ډېر امکانات شته، چې پښتانه بيا راپاڅېږي  او آينده لپاره بيا هم يو پښتون مشر دولت مشر شي، پښتانه په هر دوران کې د پښتون په لاس ځپل شوي خو هېڅکله يې هم د پښتون په مقابل کې بد ندي ويلي، د ولسمشر مشاورينو ته په کار ده، چې نيکې مشورې ولسمشر ته ورکاندي، اوس هم وخت شته، چې دشته امکاناتو څخه پوره ګټه ترلاسه کړو او د ښې آيندې څښتنان شو.
په همدې هيله
محمدالله احساس