ولس وېده دی! ته هم د ولس برخه يې له ځان يې وپوښته چې ويښ يې!؟ 

هر کله چې هېواد کې د ناخوالو او بدمرغيو ويل کيږي نو له حکومت وروسته ستر پړه پر ولس اچول کيږي؛ ولس ويده دی، ولس مبازره نه کوي، ولس پر هر څه چوپ دی، ولس بې خبره دی، ولس شخصي ګټو پر سر اخېستی، ملي روحيه نشته، خلک ويريږي.... د ولس په اړه دغه پورته خبرې زه او ته کوو او په داسې حال کې چې زه او ته هم په خپله د ولس برخه يو. دلته هغه متل ښه پلی کيږي چې يوه ګوته بل او درې ځان ته نېول کيږي. وړاندې له دې چې پر نورو نيوکو وکړو غوره به دا وي چې لومړی يې له ځان پيل کړو او له ځان وپوښتو چې موږ په کوم پوړ کې يو، څه مو کړي او څه کولو هوډ او اراده لرو؟ 

که د بېلګې په ډول ووايو، افغاني ټولنه کې ولور لوړ دی، نجونې د پيسو په مقابل کې د څارويو غوندې خرڅيږي، هم د جينۍ ېوند په کړاونو کې دی او هم دې هلک. هغه چې لور او خور په پيسو خرڅوي هم سر ټکوي چې ولور لوړ دی او هغه چې زوی او ورور ته واده کوي، ورته فرياد لري. لوړ ولور نه حکومت پر چا په زوره منلی او نه هم پرې جګړه کوم نيغ اغېز لري، خو ولور چا لوړ کړ او څوګ به يې ټيټ کړي؟ دلته بيا هم خبره ولس ته ګرځي خو ولس او خلک اخير دي څوګ؟ هغه چې د پورته ستونزې په ډول له ناخوالو سر ټکوي، د ټولنې او ولس يو غړی دی. ده هم لوړ ولور ورکړی او هم يې لوړ ولور اخېستی دی، خو بيا هم د ولور ټېټول له ولس غواړي. کله چې په ولس کې زه، ته، احمد او محمود حساب نه شو، نو دا ولس شو څوګ؟ دلته بايد ووايو چې همدا زه او ته ولس يو، که زه او تا يې لړمړی تر لومړی، له خپل ځان پيل کړو، نو ژر ده چې پر نورو به يې هم ومنو. 

له پورته خبرو مې موخه په اوسني وضعيت کې سياسي او ټولنېزه مبازره ده، چې د هېواد ژغورنې په پار يې وکړو. ډېری ملګرو ته که د يوې خدایي مبارزې وړانديز او بلنه ورکړې نو ژر دا خبره مخې ته کړي چې ولا خلک مبارزه نه کوي او خلک بيده دي، خو دې ته يې پام نه دی چې ته هم له هغو خلکو يې  چې ته يې يادوي چې بيده او سست دي. 

فرض داسې کړی چې که چېرې ته يو کس ته د هېواد پالنې په پار د مبارزې ووايې، پرته له هغه چې ياد کس تا ته دا وايي چې څه يې کوي، خلک نه ويښيږي و نور... تا سره ملا وتړي نو دوه مبارزين پيدا شول. مبارزه پيل شوه، وړوکي او تر وس؛ اوس دا په خپله د مبارزې بنسټيزه برخه ده چې اصلي موخې ته له رسېدو وړاندې دا موخه لومړۍ شي چې څنګه دا دوه ملګري څلور، لس او سل شي. که چېرې د ټولنې هر هغه وګړی چې په ټولنه کې د شته ناخوالو پړه پر نورو اچوي او د بدلون او سمون په پار يې هم لاس تر زني د نورو په تمه ناسته دی، له دې وضعيت بهر شي او يوازې دا ووايي چې زه پورته کيږم او زه مبارز يم نو ژر ده چې ولس به پورته او مبارز شي. 

د هېواد په اوسني وضعيت کې هر لوستی نالوستی، ځوان او ستر عمره، نر او ښځه دا مسووليت لري چې له موجوده وضعيته د وتلو په پار يو څه وکړي. دا يو څه په يوازې ځان پيليږي خو په لښکر تماميږي، لښکر هغه وحت جوړيږي چې له يو او دوو يې پيل شوی وي. له يو و دوو پيل په دې مانا چې زه او ته، زه او ته به حرکت وکړو او بيا زه او ته له افرادو څخه په ډلې او ستر يون بدلېدای شو. 

لڼده پايله دا وايم، چې اوسنی وخت د ولس او هېواد ژغورنې دی، که حکومت يې وړتيا نه لري خو ولس سره دا وړتيا شته. اوس که چېرې بيا پورته خبرې ته لاړ شو چې ولس خو بيده او بي غمه دی نو دا زه او ته يو چې له ځان يې پيل کړو او ولس را ويښ راکړو.