په اداره کې له دې کارونو ځان وساتئ

 په اداره کې له کار کوونکیو سره بد چلند مه کوئ کله چې موقف ته ورسېږئ او په اداره کې له باصلاحیته مامورينوڅخه وشمېرل شوئ يعنې دنده مو د بست، زده کړو او موقف له مخې تر نورو لوړه شوه له دندې او موقف څخه مو ناوړه استفاده مکوئ تر لاس لاندې کارمندانو سره بده رویه او ناسم چلند مکوئ،په دې فکر وکړئ چې تاسې هم یو وخت همداسې د بل تر لاس او حکم لاندې کار کاوه او وخت مو تېراوه.

خپل کارونه خپله وکړئ
  له هغو رئیسانو او مشرانو مه اوسئ هغوی چې خپل کارونه په نورو کوي،که چېرې یې معاش تاسې اخلئ نو کارونه یې هم پخپله وکړئ،په دې ترتیب د نورو د اوږو بار مه جوړېږئ خپله زمریان شئ او ښکار وکړئ د لاش خورو پشان د زمریانو ښکارته تمه مکوئ. 

غيرحاضري مه کوئ
په اداره او رسمي دندو کې غیر حاضري مکوئ که چېرې د حلال رزق دعوې کوئ او ځان د خدای او ملت پروړاندې مسؤل ګڼئ نو دا بد عادت باید ونلرئ او که چېرې مو عدم موجودیت یو له لویو عادتونو څخه وي بیا ادارې،کورنۍ او ټولنه کې ځان سپین چرګ مه حسابوئ په دې کار سره مو هرو مرو یوه ورځ دوه مخيتوب د ټولو پروړاندې راځي.

درسره مرسته کوونکی درته محتاج مه بولئ 
که په اداره کې کوم کارمند ستا د کار کولو لپاره ټټر وهي،په تا پورې د اړوندو چارو بوج په خپله غاړه اخلي او ځان ستړی کوي نو احسانمند یې اوسه،هغه ځانته په چاپلوسئ او احتیاج مه تورنوه، بلکې ځان ورته محتاج وبوله،داحسان بار يې په خپلو اوږو وزغمه.

هغه شخص به ځکه ستا کار کوي چې یابه ته پرې پوهېږې نه او یابه له بدنامۍ څخه د ادارې د ساتلو لپاره ستا کارونه پخپلو اوږو اخلي.