مه  کوئ دا کارونه

مجلس کې مبايل مه کاروئ.
کله چې مجلس کې کېناستلۍله دې څپلکو (مبایلونو) څخه ډډه وکړئ،کم ترکمه ترهغې چې مېلمه ناست وي،پرهېز ورڅخه وکړئ په دې کار سره مېلمه په خپل درتګ پښېمانه کېږي،له بلې خوا مو دا شخصيت ته لویه صدمه واردوي.

مجلس په اجاره مه اخلئ.
کله چې مجلس کې کېناستلۍ مجلس په اجاره اویا ټېکه مه اخلئ،نورو ته هم د خبرو کولو وخت ورکوئ،ځينې داسې وي چې خبرې شروع کړي بیا به ته د درناوي له مخې اعتراض نشي کولی نو اړ به يې چې یواځې دهغه خبروته هو هو وکړې.

مجلس کې يو تن هدف مه ګرځوئ.
مجلس کې چې ټوکې ټکالې اوخندا نه وي بې خونده وي، همدا شوخیانې دمجلس مالګه جوړوي خو ډېرکله داسې کېږي چې بانډار کې یو کس ټارګېټ شي اوټول پرې ټوکې کوي او خاندي،دا عمل بار بار تکرارېدل مجلس بې خونده او ډېر ژر له منځه وړي،ځکه هغه کس که هرڅومره وړ،زيرک،مستعد او د ښه شخصيت درلودونکی وي،دکمترۍ احساس کوي او ژر دی چې نهيلی شي.

مجلس کې ځان لوړ مه حسابوئ.
کله چې مجلس کې کېناستئ فکر وکړئ،تاسې هم ددې نورو په شان یاست،مه ځان لوړ حسابوئ اومه هم ټیټ اوهېڅکله په داسې مجلس کې مه کېنئ چې هلته داسې احساسات پياوړي وي او د یوه یا دوه کسانو راج چلېږي،ځکه هلته تل شخصيت پايمالېږي.

مشران د ځان تابع مه جوړوئ.
هرکله چې داسې مجلس کې کېناستئ چې هلته مشران او د لوړ سن خلک ناست وي،هڅه مه کوئ چې ډېرې خبرې وکړئ اومه هم داسې تاثر ورکوئ چې ګواکې مشران باید ستاسې هر ډول خبره واوري او وزغمي،ځکه چې دا مو کورنۍ تربيه ننګوي.

د کوچنيانو په مخ کې په ژبه کنټرول ولرئ
هر مجلس کې چې کوچنیان ناست و هڅه وکړئ ژبه مو په واک کې ولرئ،داسې څه ونه وايئ چې د کوچنیانو پر وړاندې مو درناوی له منځه ولاړ شي اویاهم ستاسې د عمل او کردار په کاپي کولو هغوی له خپل عمر او سويې لوړې خبرې وکړي هغه چې نه ورسره ښايي.