اسلام کې د شا (مقعد) له خوا ميرمنې سره د کوروالي حکم او په اړه يې د اوسني طب څېړنې 

ځينې کسان په ناپوهۍ او ځيني بيا له علم سره له خپلو ميرمنو سره د شا يا مقعد له خوا جنسي اړيکې تر سره کوي او کوروالی کوي. د اسلام په مبارک دين کې له خپلې ميرمنې سره د معقد له لارې کوروالي کول منع شوي او حرام بلل شوي دي. حديث شريف کې راغلي دي چې هغه خاوند چې له خپلې ميرمنې سره د شا يا معقد له خوا کوروالي کوي د رسول الله ص لعنت دی پرې. د اسلام په مبارک دين کې د مياشتنۍ ناروغۍ، نفاس او مقعد له لارې کوروالی منع شوی دی او کبيره ګناه شمېرل کيږي. ځيني خاوندان د ښځې له ناپوهۍ څخه ګټه اخلي او د معقد له لارې کوروالی چې حرامه کړنه ده ورته حلاله بولي. د اسلام حکم دا دی چې ميرمن بايد په دې پوهه شي چې د معقد له لارې کوروالی حرام دی او که چېرې يې خاوند غوښتنه کوي بايد اجازه ورته ورنه کړل شي؛ حتی که په اطلاق هم تماميږي. 

اوسني طب هم د شا يا مقعد د جنسي اړيکو لسګونه زيانونه په ثبوت رسولي دي. ځينې ناروغۍ چې د  شا يا مقعد کوروالي له امله پيدا کيږي، دلته بيانو. 

۱- مضرې بکترياوې: 
مقعد د مهبل يا فرج په ډول رطوبت او لندوالی نه لري او نه هم د خولې په څېر لاړې. د مقعد وچوالی سبب کيږي چې د کوروالي پر مهال د مقعد ځيني نسجونه پرې شي. هغه وخت چې فاضله مواد له مقعد بهر کيږي نو په دې موادو کې په ګڼ شمېر مضرې بکترياوې شتون لري چې پرې شوي نسجونو له لارې د وينې سېستم ته دننه کيږي او ناروغۍ پيدا کوي. 

۲- د جنسي اړيکو له لارې لېږدېدونکي ناروغۍ: 
 sexually transmitted infections هغه التهابي ناروغۍ دي چې د جنسي اړيکو له لارې له ناروغ روغ کس ته لېږدول کيږي. وړاندې مو ذکر وکړ چې د مقعد له لارې جنسي اړيکې د مقعد پوستکۍ او نسجونه پرې کوي او که چېرې په دې وخت کې بيا د مخ له خوا جنسي اړيکې تر سره شي نو د سوزاک او ايچ ای وي په شمول يو شمېر نورې ناروغۍ رامنځ ته کيږي. chlamydia, gonorrhea, hepatitis, HIV او herpes هغه عامې ناروغۍ دي چې د شا له خوا په کوروالي سره پيدا کيږي. 

۳- بواسير پيدا کېدل: 
بواسير ته په انګلېسي کې  hemorrhoids وايي. hemorrhoids د مقعد شااوخوا کوچني رګونه دي چې د فشار له امله پرې کيږي. د مقعد کوروالی hemorrhoids هم پرې کوي چې په پايله کې يې د بواسير ناروغي پيدا کيږي. 

۴- د فيستول fistula ناروغي:
په مقعد سره کوروالی سبب کيږي چې د مقعد عضلې سستې کړي؛ هر کله چې د مقعد عضلې سستې شي نو بيا فاضله مواد کڼتروليږي نه او د مقعد د سترېدو له امله د وجود نورو برخو ته رسيږي. دغه وضعيت يو بېړنی وضعيت ته چې به طبي اصطلاح کې ورته د fistula ناروغي وايي. 

په لويه کې مقعد د اضافي موادو د بهر کېدو لار ده او  په دې فاضله مواد کې ډېرې مضرې بکترياوې او نور ميکرو اورګانېزم شتون لري چې د کوروالي پر مهال ښځې او خاوند دواړو ته ناروغۍ پيدا کولی شي.