سره خوالۍ!

د کالونو کالونو  وژل شويو، ربړول شويو او بې کوره شویو  پښتانو د دردنو درمل منظور چې پر سر یې سره خوالۍ پر سر وه.  خدای په کوزه پښتونخوا کې د دردمندو  پښتانو د غږ اوچتولو لپاره راولاړ کړ.
دغه پښتانه سخت ځپل شوي  وه، د یو داسې چا په انتظار وه چې دوي یې ترشا ودریږي،  او د خپلو حقوق غوښتنه  او د  دښمن تشدد مخه ونیسي.

دوي د داسې اژدها سره مخامخ وو  چې چا به پکې  خپل حق غږ اوچت کړ  بیا به ډېر ژر د سخت مار زهر خوړليو  په شان به  د مرګ  مېلمه شوو، او دغه زهر په دومره سخت ول چې بل چا به بیا له ډاره  هم غږ نشو کولی؛ که غږ به  وشو، ډېر ژر به یې خاموش کړ. خدای دغه  ساده او په خپل قوم او وطن میئن شخص منظور احمد پښتین راوچت کړ. له ډېر کم ځای څخه یې مبارزه پیل کړه.

اَن په اول کې به یې په خپل کور کې دننه مور او  پلار هم د ده د مبارزې مخالفت کوه، او مور پلار ته به یې دښمن ویل چې زوي د کور ته بدۍ راوړي؛ په همدې وجه به یې د مور او  پلار سره زیاتره وخت  جنجال وه. خو ده په خپله د خپل قوم او ځان راتلونکی لیده. 

د نوموړي تر شا په اولو وختو کې  هېڅ څوک نه وه په دغه صورت کې مبارزه هم ډېره سخته وي بیا په داسې یوه خاوره چې واک یې  د دښمن وي،  مبارزه کول غټ زړه او لويې قوربانۍ غواړي.

منظور احمد پښتین هم خپله په  دغه لاره کې زهرجن مار لیده چې زیات ویښ کسان یې وخوړل، خو دغه ویش منظور له مرګه ونه ډار شو او نه له زندان، خپلې مبارزې ته یې ادامه ورکړل او په دغه مار پسې یې ویده خلک راویښ کړل.

هغه یو شاعر هم وایې.
چې داسې یو یو یې  ما بوله زما د قوم زلمی
 چیغه چې د ننګ واوری لښکرې ترینه جوړې شي

کله چې منظور د ننګ چیغه وکړه تر شا یې لویې لښکرې جوړې شولې. هغه دښمن چې  هر وخت د دغه خلکو د غږ چوپ کولو کوښښ  کوي او زیات د لښکري ملګري او لارویان  یې ورڅخه  ووژل او ځینې یې بندیان کړل، خو بیا یې هم  دغه غږ چوپ نه کړ. بیا تر وروستیو هم دغه غږ نشي چوپ یا ټيټولی تر څو چې یې خپل حق نه وي ورکړی.

دغه ساده او اتل پښتون چې سره خوالۍ پر سر، دومره زیات شهرت یې ترلاسه کړ چې اوس د خپل قوم لپاره یې د حق غوښتلو په لاره کې په پښتونخوا افغانستان کې خو لا څه چې د نړۍ په هر څنډه کې یې په زیاته کچه دغه خوالۍ مینوال پیداکړل اوس د نوموړي لښکر غړی ځانونه حسابوي،  او د خپل قوم او ځانونو لپاره د نړۍ په هر ځای کې غږ اوچتوي.

دغه لښکر اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پېژندل شوی. دغه لښکر تر بریا نیږدې شوی دی، ځکه چې یو خو د خپل قوم د حق غوښتلو په لاره کې دی، او ترڅنګ یې په مېلیونونو خلک بدون د خپل حق غوښتلو چې بل څه نه لري  ولاړ دي.

او دغه مار چې پښتانه  یې په زیاته کچه  وژلي، زورولي او بېلتون یې پکې  منځته کړی دی،  اوس ددغه مار د مرګ وخت رارسیدلی  دی دا ځکه چې اوس هغه یو یو پښتون نه بلکې یو لوی لښکر او قوم دی، چې دغه لښکر به دښمن په اسانۍ سره ووژني.