د زيړي (Hepatitis) په اړه بشپړ مالومات؛ ۱- برخه: ولې په زيړي اخته کيږی؟

د هپاتیت/ Hepatitis ناروغي چې په پښتو کې ورته زيړی وايي د (hepatitis) په نوم ويروس په وسيله وجود ته دننه کيږي. Hepatitis په خپله د هغه ويروس نوم دی چې د زيړي ناروغي ترې پيدا کيږي. له ويروس ور اېخوا د زيړي دغه ناروغي د بکتريا په وسيله هم رامنځ ته کيږي چې Bacterial hepatitis او هغه چې د پرازيټ په وسيله وجود ته ځي Parasitic hepatitis ورته وايي. دا هم شونې ده چې د زيړي ناروغۍ لامل کورنۍ مخېنه وي او د جنټيکي لاملونو په وسيله يو کس په زيړي اخته شي چې  alpha-1-antitrypsin deficiency ورته وايي. د زيړي ناروغۍ تر ټولو عامه بڼه ويروسي ده چې ويروسي زيړی يا Viral hepatitis  په نوم ياديږي. 

د شوې څېړنو اړوند هر کال نړۍ کې نېږدې نيم مېليارد يا پنځه سوه مېلونه کسان په hepatitis ويروس اخته کيږي چې له منځه يې يو ميليون کسان ژوند له لاسه ورکوي. د زيړي نښې توپيري دي؛ ځيني کسان په زيړي اخته وي خو هېڅ پرې پوهيږي هم نه؛ خو په ځينو کې بيا دا ناروغي دومره شديده شي چې تر مرګ يې ورسوي. 

لسګونه لاملونه شته دي چې يو کس په کې په زيړي/hepatitis اخته کيږي. ځيني ستر لاملونه يې دا دي: 
۱- الکول: شراب يا الکول که وڅښل شي نو د نورو زيانونو ترڅنګ د ځيګر پر روغتيايي وضعيت هم ناوړه اغېز کوي. الکول سبب کيږي چې ځيګر التهابي کړي او د دغه التهاب په پايله کې د زيړي ويروس چې وړاندې معرفي شو په ځيګر کې فعاليت پيلوي. که چېرې د زيړي ناورغي د شرابو د څښاک له امله رامنځ ته شوې وي، نو ورته  alcoholic hepatitis وايي. شراب په نيغ ډول د ځيګر ژونکې يا حجرې ټپي کوي او دوخت په تېرېدو سره يې په بشپړ ډول له منځه وړي؛ که حالت داسې شي نو ځيګر پړسيږي او له امله يې په زيړي اخته کېږی. 

۲- زهري درمل: ځيني درمل چې په جوړښت کې يې زهر وي او د ځينو ناروغيو درملنه پرې کيږي، ترې زيړی پيدا کيږي. که چېرې زهري درمل د ډېر وخت لپاره ډېر وخوړل شي، نو پر ځيګر بد اغېز کوي او پايله يې زيړی دی. 

۳- Autoimmune system response: دې لېکنه کې مو (https://rohi.af/news/90738) د ځيګر د دندو په اړه لېکلي وو. ځيني وخت داسې کيږي، چې د انسان د وجود دفاعي سېسټم په تېروتنې سره ځيګر د وجود يو مضره برخه ګڼي او پر هغې بريدونه کوي، دې حالت ته Autoimmune system response وايي. د Autoimmune system response په پايله کې ځيګر التهابي کيږي او د زيړي ويروس په کې فعاليږي. 

۴- پنځه ډول ويروسونه: د زيړي ناروغۍ ډېر عمده لاملونه هغه پنځه ډول  ويروسونه يا hepatitis دي چې د بېلا بېلو لارو وجود ته دننه کيږي، پر ځيګر برٍيد کوي او د ځيګر د التهاب په پايله کې زيړی رامنځ ته کيږي.