په اقتصادي پرمختګ کې د سوداګريزو بانکونو ونډه

دا يو څرګند  حقيقت دی چې سوداګريز بانکونه د هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ رول لري،سوداګريز بانک هغه بانک ته وايي چې ورځني سوداګريز معاملات د ټاکلي سيستم او ځانګړو اصولو په چوکاټ کې سرته رسوي. سوداګريز بانکونه د وګړو او يا هم له لويو شرکتونو او کمپنيو څخه د ګټې (سود) په مقابل کې  امانتونه اخلي چې دا امانتونه بيا د پورونو په بڼه نورو کاروباريانو او پانګوالو ته ورکوي،هغوی بيا د دې پورونو په واسطه په بېلابېلو برخو کې پانګونې کوي چې په دې سره پانګه په کار لويږي او د پيسو اقتصادي جريان رامنځته کيږي،چې دا حالت په خپله له اقتصادي پرمختګ سره ډېره مرسته کوي،سوداګريز بانکونه د سوداګرو او پانګوالو د لاسنيوي او د هغوی د ملاتړ لپاره مالي فرصتونه برابروي،داسې چې د هغوی لپاره د لويو پورونو د ورکړې زمينه برابروي.

په هغه هېوادونو کې چې د سوداګريزو بانکونو فعاليت نه تر سترګو کيږي او يآ د هغه د فعاليت لمن محدوده وي د هغه هېوادونو اقتصادي پرمختګ هم ډېر ټکنی وي او پانګوال په کې له زياتو ستونزو سره مخامخ کيږي،په داسې حالاتو کې پيسې په اقتصادي جريان کې نه لويږي او بې ګټې پاتې کيږي.

هېره دې نه وي چې د هېوادونو لپاره د اعتبار لرونکو سوداګريزو بانکونو او مالي ثبات شتون د توليدي سپما سبب کيږي په دې مانا چې خلک خپلې پيسې په کورونو کې نه زېرمه کوي او د ګټې په موخه يې د بانکونو په واک کې ورکوي چې بانکونه په دې ډول خپلې مالي زېرمې پياوړې کوي او د لويو اقتصادي خوځښتونو سبب ګرځي ؛برعکس که په يو هېواد کې سياسي او اقتصادي شرايط نه وي مساعد او يا هم بانکونه له کمزوري اعتبار څخه برخمن وي نو وګړي او شرکتونه دې ته زړه نه ښه کوي چې خپلې پيسې د بانکونو په واک کې ورکړي چې په دې ډول سوداګريز بانکونه د پيسو د کمښت له ستونزې سره مخ کيږي او مالي زېرمې يې کمزورې کيږي،داسې سپما چې وګړي او شرکتونه په کې خپلې پيسې له ځان سره ساتي او د بانکونو په واک کې يې نه ورکوي غيرتوليدي سپما يې بولي. کينز غير توليدي سپما د پيسو د عدم تعادل اصلي لامل ګڼي.

په اقتصاد کې پانګه د توليد له مهمو عواملو څخه ګڼل کيږي،چې سپما د پانګې د تشکيل يوه بنسټيزه لاره ده،کله چې په يوه هېواد کې سوداګريز بانکونه شتون ونه لري او يا هم د د داسې بانکونو له شتون سره سره عامه پوهاوی شتون ونه لري دا کار د غير توليدي سپما سبب ګرځي چې د پانګې د تشکيل مخه نيسي ، نو د دې لپاره چې توليدي سپما ته لاره برابره شي او د پانګې د تشکيل او خوځښت فرصتونه رامنځته شي د سوداګريزو بانکونو فعاليت او له هغه سره په څنګ کې عامه پوهاوي ته اړتيا ده ،بانکونه کولی شي چې د بېلابېلو رسنيو او برېښنايي وسيلو پر مټ دا کار وکړي ،تر څو شرکتونه او وګړي دې ته وهڅيږي چې خپلې پيسې په بانکونو کې زېرمه کړي.

سوداګريز بانکونه دخپلو مشتريانو لپاره بېلابېل حسابونه پرانيزي د بېلګې په ډول: جاري حساب،معيادي حساب،مضاربت،مشارکت او يا نورو حسابونه چې له دې لارې کولی شي غير توليدي سپما په توليدي سپما بدله کړي.

سوداګريز بانکونه په لږ سود امانتونه تر لاسه کوي او هغه بيا په زيات سود سره نورو اړمنو کسانو ته ورکوي،د زيات او لږ سود همدغه تفاوت د بانک ګټه تشکيلوي.

په دې ټکي بايد ټينګار وشي چې د افغانستان په شان د اسلامي هېوادونو وګړي له عقيدوي او مذهبي اړخه زړه نه ښه کوي چې خپلې پيسې د سود په مقابل کې بانک ته وسپاري نو ځکه خو سودي بانکونه په داسې هېوادونو کې د پام وړ ګټه نشي تر لاسه کولی نو د همدې لپاره سپارښتنه کيږي چې بانکونه بايد له سودي سيستم څخه سوچه اسلامي سيستم ته واوړي او په ډاډمنه توګه اقتصادي معاملات تر سره کړي.

سوداګريز بانکونه له بېلابېلو اشخاصو لږ لږ پورونه اخلي او هغه بيا په ټوليزه توګه د لويو پانګوالو په واک کې ورکوي او د هغې په مقابل کې سود تر لاسه کوي.

د سوداګريزو بانکونو لومړنۍ موخه د ګټې تر لاسه کول وي،دوی معمولا د لويو پورونو د ورکړې فرصتونه برابروي،دا ډول بانکونه کولی شي په نېغه توګه وګړو ته پورونه ورکړي،دوی د خپل کاروبار د اصولو پر بنسټ د وګړو او شرکتونو امانتونه هم قبلوي ،وګړي کولی شي د دې بانکونو له لارې پيسې ولېږدوي،بايد وويل شي چې سوداګريز بانکونه دې ته نه مجبوريږي چې  د يو هېواد سوداګريزې او مالي پاليسۍ عملي کړي.

دا مهال په افغانستان کې د سوداګريزو بانکونو شتون ته ډېره اړتيا ليدل کيږي له ښه مرغه په دې وروستيو کې  ځينې بانکونو په دې برخه کې فعاليت پيل کړی،چې  د هېواد له اقتصادي پرمختګ سره يې د پام وړ مرسته کړې.