Collocation  څه ته وايي؟ اغېزمنه وينا او لېکنه کې (Collocation) وکاورئ

دوه او يا له دوه ډېرې کلمې چې ډېری وخت سره يو ځای کارول کيږي ورته يو ځای کېدنه يا collocation وايي. هر کله چې په انګلېسي ژبه خبرې  او يا هم لېکنه کوئ، نو غوره ده چې پوه شئ کومې کلمې يو ځای ښې راتلی شي. دغه هنر او زده کړه collocation  ده.

که چېرې يو څوګ collocation  استعمال هم نه کړي؛ په ګرامري ډول جمله سمه او نه غلطيږي او مفهوم هم ترې اخېستل کيږي، خو د collocation  کارونه دا په ګوته کوي چې تاسې پر انګلېسي بر لاس ياستی او د يو مورني ژبې ويونکي په توګه انګلېسي لېکی او يا يې وايی. 

انګلېسي ژبه کې د do او make کلمې د تر سره کولو جوړولو په مانا دي. له دغه دوه کلمو وروسته نوم او صفت يا ستاينوم راځي، خو په دې بايد پوه شئ، چې که څه هم دغه دوه پورته کلمې په پښتو مانا يو څه نېږدي، خو له کومو نور کلمو سره ښه يو ځای کېدنه يا collocation کولی شي. 

بېلګې: 
- make tea
چای وکړه. 
د make او tea کلمې دلته collocation  دی. ښايي د make پر ځای do چې د تر سره کولو مانا لري هم وکارول شي او مفهوم ترې واخېستل شي، خو يو ښه collocation  به نه وي. 

بېلګه: 
- Do tae. 
چای وکړه يانې چای تيار کړه. 
په make سره د collocation ځيني بېلګې: 
- make noise
شور وکړه يا جوړ کړه. 

- make the bed
کټ برابر کړه. 
- make a business deal
يوه سوداګريزه معامله تر سره کړه. 
- make sense
پوه/درک ولره، له هوش کار واخله....
- make time for someone
يو چاته وخت ورکړه. 

يادونه ۱- د collocation کلمې هر وخت هغه ټکې په ټکې مانا نه ورکوي، کومه يې چې خپله لومړنۍ مانا ده. دلته په ټولو جملو کې make د جوړو په مانا نه دی. 

په do سره د collocation ځيني بېلګې: 
- do business with someone
يو چا سره تجارت وکړه
- do a chore
يو کار تر سره کړه. 
- do the shopping
سودا وکړه. 

يادونه ۲-  د collocation کلمې هر وخت هغه ټکې په ټکې مانا نه ورکوي، کومه يې چې خپله لومړنۍ مانا ده. دلته په ټولو جملو کې do د تر سره کولو په مانا نه دی.