د ډېپلماټيکو اړيکو په اړه د وين کنوانسيون پښتو ژباړه؛ ۱- برخه: د وين کنوانسيون پېژنده او سريزه

د نړيوالو اړيکو په اړه  د وين کنوانسيون چې په انګلېسي ورته Vienna Convention on Diplomatic  Relations وايي، يو نړيوال تړون دی چی د نړۍ د خپلواکو هېوادونو ترمنځ د ډېپلماټيکو اړيکو چوکاټ تعينوي. دغه تړون په کال ۱۹۶۱ کې د اتريش هېواد په وينا ښار کې لاسليک شو او په ۱۹۶۴ کې يې د پلې کېدو عملي بڼه خپله کړه. د ډېپلماټيکو اړيکو په اړه د وين کنوانسيون هغه مهال د نړۍ ۶۰ هېوادونو لاسليک کړی وو او اوس په ۲۰۲۱ز کال ۱۹۳ هېوادونو منلی دی. دغه تړون په انګلېسي، روسي، فرانسوي، چينايي او هسپانوي ژبو لېکل شوی دی. 

د وين کنوانسيون د سريزې پښتو ژباړه: 
په ياد راوړ چې
- د ټولو هېوادونو وګړو له ډېر پخوا څخه د ډېپلماټيکو مامورينو يو ځانګړی مقام پېژندلی وو؛ 
د دغه خبر پر بنسټ چې- د ملګرو ملتونو د منشور اړوند چې د نړۍ ټول دولتونه په بشپړ ډول سره مساوي دي، نړيواله سوله او امنيت او د ملتونو ترمنځ د ملګرتيا د اړيکو پراختيا؛ 

په دې باور چې – د دېپلماټيکو امتيازونواو خونديتوب په برخه کې  يو نړيوال کنوانسيون شتون ولري؛ ترڅو د ټولو هېوادونو په منځ کې د ملګرتيا اړيکې غښتلې شي. که څه هم د ملتونو د حکومتونو ډولونه او ټولتنیز جوړښتونه به سره توپيري وي، دغه تړون به اغېز لرونکی وي. 

په دې لېدلوري چې- له ډېپلماټيکو امتيازونو او خونديتوب څخه د وګړو (افرادو) ځانګړې کول نه دي، بلکې د دولتونو د استازو په توګه د ډېپلماټيکو نمايدګيو اغېزناک کار او چارې دي؛ 

په دې ټېنګار سره چې- هغه مسايل چې په دې تړون کې په څرګند ډول سره بيان شوي نه دي، د نړيوالو حقوقو عرفي قواعد به د اجر وړ وي.