ښځو کې د مینیوپز (Menopause) مرحلې په اړه بشړ مالومات؛ ۲- برخه پر جنسي غرېزې (لېوالتيا) د مینیوپز اغېز

د همدې لېکنې په لومړ برخه کې مو د طعبيي وچوالي يا مینیوپز (Menopause)  په اړه مالومات وړاندې کړل؛ مینیوپز (Menopause)  په ميرمنو کې د ۴۵ کلنۍ او ۵۵ کلنۍ ترمنځ واقع کيږي؛ د ښځو مياشتنی عادت په کې بند شي او نور بيا حمل نه اخلي. مینیوپز (Menopause)  د ښځو پر جنسي غرېزې هم منفي اغېز لري. په طعبيي وچوالو کې estrogen او testosterone  هورمونونو اندازه کميږي. هر کله چې estrogen او testosterone هورمونونو د توليد کچه ټيټه شي نو بيا د ښځو مهبل ورسره وچيږي او دې سره جنسي لېوالتيا کميږي. شوې څېړنې په ګوته کوي چې د مینیوپز (Menopause) وروسته په هر سلو ميرمنو کې لس يې جنسي لېوالتيا له لاسه ورکوي.  

د جنسي غرېزې له کمېدو وراېخوا د مینیوپز (Menopause)  په دوره کې جنسي اړيکې يا کوروالی درد لرونکی هم وي. د estrogen او testosterone  هورمونونو په کمېدو سره د ښځو مهبل ته وينه پوره نه رسيږي او د وينې په نه رسېدو سره مهبل وچيږي چې وچېدل يې د کوروالي پر مهال د درد سبب کيږي. د مهبل د وچېدو ستونزه په ډېر فزيکي کار او جنسي اړيکو تر سره کولو سره حليږي. که چېرې ميرمنې د مینیوپز (Menopause) له دورې وروسته په پر له پسې ډول سره فزيکي کارونه کوي او يا هم په دوامداره ډول سره جنسي اړيکې له خپل خاوند سره تر سره کوي نو د مهبل عضلي يې متحرکې ساتل کيږي او د مهبل عضلو د فعاليت پر بنسټ مهبل لوند وي چې بيا د جنسي کوروالي پر مهال د درد مخه نيسي. 

که چېرې له مینیوپز (Menopause) وروسته د څو کالونو وروسته جنسي کوروالی ونه شي نو د مهبل په بشپړ وچېدو سره جنسي لېوالتيا له منځه ځي. له فزيکي تمرين او منظمو جنسي اړيکو وراېخوا يو شمېر درمل او خواړه هم شتون لري چې که چېرې ميرمنې يې د مینیوپز (Menopause) وروسته استعمال کړي نو د مهبل له وچېدو ژغورل کيږي او په پايله کې به يې جنسي کوروالی درد لرونکی نه وي او همدا ډول جنسي لېوالتيا به يې ژوندۍ او فعاله  پاتې وي. 

د روغتيا پالانو لارښوونه دا ده چې هر کله يوه ميرمن د مینیوپز (Menopause) دورې ته رسيږي نو لومړی بايد له خپل خاوند سره دا مساله شريکه کړي. خاوند بايد د وضعيت په درک سره جنسي اړيکې تر سره کړي، ترڅو دغه طعبيي وضعيت د ښځې او خاوند پر ګډ ټولنيز ژوند ناوړه اغېز ونه کړي.