د حيثيت اعاده (Rehabilitation)

 

د حيثيت د اعادې معنا او مفهوم
مخکې له دې چې اصلي بحث ته راشو لومړی بايد د حيثيت د اعادې  په معنا او مفهوم باندې بحث وکړو چې د حيثيت اعاده څه معنا او مفهوم لري.

الف جز: د حيثيت اعاده چې په انګليسي (Rehabilitation) او په عربي کې ورته ردالاعتبار يا هم اعاده الاعتبار وايي، همدا شان په لغوي لحاظ د حيثيت اعاده له دوو عربي کليمو حيثيت او اعاده څخه ترکيب شوې ده. چې اعاده د بېرته ګرځېدو، له سره کولو او په خپل ځای بېرته واپس کېدو ته وايي. او حيثيت د اعتبار، عزت، نېک نامۍ، پرستيژ او ارزښت په مفهوم استعمالېږي.

ب جز: د افغانستان په جزايي قوانينو کې د حيثيت اعاده تعريف شوې نه ده؛ مګر حقوقپوهانو د حيثيت اعادې لپاره ګڼ شمېر تعريفونه وړاندې کړي دي. د حيثيت اعاده د هغه اهليت بېرته واپس کېدل چې د ځينو علتونو له امله يې له لاسه ور کړی وي. همدا شان، د ځينو حقوقو، امتيازاتو او اعتبارونو بېرته اخيستلو ته هم د حيثيت اعاده وايي. د دې تر څنګ، د يو عمدي  يا غېر عمدي شريرانه عمل په واسطه د له مېنځه تللي شان او عزت بېرته تر لاسه کولو لپاره د تدابيرو نيولو ته د حيثيت اعاده وايي. په دې حالت کې د حيثيت اعاده د ضمانت د اجراء او بلخصوص د معنوي خسارې د جبران په شکل ظاهرېږي. 

د حيثيت اعاده کې د يو شخص هغه قانوني وضعيت چې د يو جرمي عمل د ارتکاب له امله يې له لاسه ورکړی وي؛ بېرته اعاده کېږي، او شخص د جرمي سابقې لرونکو اشخاصو له قطار  څخه بهر کېږي، او د بل جرم د تکرار په صورت د نوموړي شخص سره د متکرر مجرم په حيث چلند نه کېږي. د حيثيت اعاده، يو جزايي اصل دی، چې شخص ته اجازه ورکوي، چې د قانون حکم او يا د قضايي محکوميت په اساس يې کوم حقوق له لاسه ورکړي وي، بېرته تر لاسه کړي. همدا ډول د حيثيت اعاده يوه قانوني وسيله ده، چې هدف يې د قاضي د حکم د اثارو او د هغې د ضميمو( د ځينو مدني، سياسي او ټولنيزو حقوقو څخه محروميت) له مېنځه وړل دي.

په نتيجه کې ويلای شو چې د حيثيت د اعادې څخه وروسته شخص دا سې ګڼل کېږي، چې هېڅ ډول جرمي عمل يې سرته نه وي رسولای.

د حيثيت د اعادې ډولونه
اصولاً د حيثيت اعاده د زياتو هېوادونو په حقوقي نظامونو د هغې له جملې فرانسه، لبنان، سوريه، ليبيا او افغانستان کې په دوو ډولونو وېشل شوې ده، يا په بل عبارت د حيثيت د اعادې ورکړه په دوو طريقو تر سره کېږي. الف: قضايي حيثيت اعاده ،  ب: قانوني حيثيت اعاده ، چې په مختصر شکل دواړه د بحث لاندې نيسو.

الف: قضايي حيثيت اعاده
د حيثيت اعادې په دې ډول کې هر محکوم عليه شخص، په قانون کې د ذکر شوو احکامو مطابق د ذيصلاح محکمې په وړاندې د خپل حيثيت اعادې د حکم د صدور غوښتنه کوي او محکمه د هر اړخېزو څېړنو وروسته د حيثيت په اعادې حکم صادروي. هر کله چې يو مجرم خپل اهليت د جزايي محکوميت په سبب له لاسه ورکړی وي، او د حکم د صدور په سبب يې بيا تر لاسه کړي؛ دا د قضايي حيثيت اعادې مفهوم افاده کوي. څرنګه چې قضايي حيثيت اعاده بهتره او د ټولو خواو د قناعت وړ ده، مګر د قانوني حيثيت اعادې ارزښت بيا د اختلاف وړ دی او خطر يې دا دی چې، د نا سمو اخلاقو لرونکي اشخاص د ټولنې  د خلکو د اطلاع د نشتون په صورت کې چې، د نوو جرايمو مرتکب شوي دي او د تعقيب لاندې نيول شوې دي، د هغې څخه سوء استفاده کوي.

دا ډول د حيثيت اعاده په ټولو هېوادونو کې يو شان نه ده، د هر هېواد په جزايي قوانينو کې ورته خاص شرايط ذکر شوې دي، دلته د نورو هېوادونو له قوانينو صرف نظر کوو، صرف د افغانستان د جزايي اجراآتو قانون له مخې پرې لنډ بحث کوو.

لومړی جز: د حيثيت اعادې غوښتنه
د ۱۳۹۳ کال د جزاآيي اجراتو قانون د 362 مادې په اساس، هغه شخص چې د جنحې يا جنايت د جرم په جزا محکوم شوی وي، د جزا د ميعاد په تېرېدو او يا مجازاتو له عفوې وروسته د حيثيت د اعادې غوښتنه کولای شي. د جزاآيي اجراتو قانون د 362 ماده په دې ډول صراحت لري. (( هغه شخص چې د جنحې يا جنايت د جرم په جزا محکوم شوی وي، د محکوم بها مجازاتو له بشپړ تنفيذ يا د مجازاتو له عفوې وروسته يې حيثيت اعاده کېدای شي)). د دې تر څنګ د محکوم عليه د مړينې په صورت په دې اړه د جزايي اجراآتو قانون 363 ماده داسې صراحت لري. (( د محکوم عليه د وفات په صورت کې د هغه ورثه کولای شي، د هغې محکمې څخه چې په ابتداء يې د هغه پر خلاف حکم صادر کړی وي، د دې قانون د حکمونو په پام کې  نيول سره د حيثيت د اعادې غوښتنه وکړي)). دلته په دواړو مواردو کې معلومېږي چې، د حيثيت د اعادې مطالبه د محکوم عليه شخص حق دی، مګر په هغه صورت کې چې د مجازاتو تطبيق صورت موندلی وي او يا هم عفوه ورته شوي وي، همدارنګه که شخص وفات شوی اوسي د هغه ورثه د ذيصلاح ابتدايه محکمې څخه د حيثيت د اعادې غوښتنه کولای شي. البته بايد يادونه وکړو چې، دلته د جزاآيي اجراتو قانون دا نه ده روښانه کړې چې،  وفات شوي شخص به د جزا موده پوره کړې وي او کنه او يا هم د مجازاتو د تطبيق په جريان کې که وفات شوی وي، زمونږ په نظر دلته د قانون په حکم کې مغلقتيا موجوده ده، هيله مو دا ده چې اړوند اورګانونه ورته متوجه شي او رفع يې کړي. 

دوهم جز: د حيثيت اعادې د مطالبې ميعاد(غوښتنې وخت)
د حيثيت د اعادې غوښتنې د جرم نوعيت ته کتو په په مختلفو وختونو کې صورت مومي، چې په دې اړه د د جزايي اجراآتو قانون 364 ماده په دې ډول صراحت لري. (( د حيثيت د اعادې غوښتنه د جرم د ډول له په پام کې نيولو سره په لاندې مواعيدو (وختونو) کې صورت مومي:
۱ـ د جنايت په جرم کې د حکم د تنفيذ د پای ته رسېدو يا د مجازاتو د عفوې له نېټې څخه د (۶) کلونو له تېرېدو وروسته
۲: د جنحې په جرم کې د حکم د تنفيذ د پای ته رسېدو يا د مجازاتو د عفوې له نېټې څخه د (۳) کلونو له تېرېدو وروسته
۳: متکرر مجرمين د دې په (۱ او ۲) اجزاوو کې د درج شوو مواعيدو د دوه چنده له تېرېدو وروسته.

ب: قانوني  حيثيت اعاده
له څرنګه چې يې له نوم څخه معلومېږي، قانوني حيثيت اعاده د څارنوال د مداخلې او د محکمې د حکم له صدور پرته، د تبعي مجازاتو له تطبيق وروسته، د محکوم عليه د حق په حيث، هغه ته ورکول کېږي، قانوني حيثيت اعاده، جزايي محکوميت او د هغې اثار له مېنځه وړي او محکوم عليه شخص کولای شي، خپل ټول مدني، سياسي او ټولنيز حقوق بېرته تر لاسه کړي.

يا په بل عبارت د قانوني ټاکلې مودې تېرېدلو له امله د نوي جرم د نه ارتکاب په صورت کې د قانون په حکم پرته د محکمې له حکم د مجرم شخص د لاسه تللي اهليت بېرته تر لاسه کولو ته قانوني حيثيت اعاده ويل کېږي. 

لومړی جز: د قانوني حيثيت اعادې شرايط
د قانون په حکم د حيثيت اعاده دوه شرايط لري، که چېرته دغه دواړه شرايط تحقق پيدا کړي د حيثيت اعاده صورت موندلی او که چېرې تحقق ونه مومي؛ نو په دې صورت کې د حيثيت اعادې مطالبه د غور وړ نه ده، چې دغه شرايط عبارت دي له:
۱: د مجازاتو له تطبيق وروسته د ټاکلې قانوني مودې تېرېدل.
۲: د نوي جرم عدم(نه) ارتکاب

په ځينو هېوادونو کې حيثيت اعادې لپاره لازم وخت نسبت د جرم نوعيت ( جنايت او جنحې) همدا شان نسبت محکوم عليه ته چې حقيقي شخص دی او يا حکمي، متفاوت وي.
د افغانستان د جزايي اجراآتو قانون لکه څرنګه چې مو پورته ذکر کړل، مختلفو مادو کې بېلا بېل حالتونه بيان کړي دي. 

د حيثيت د اعادې پايله
په ځينو حالتونو کې په مجازاتو محکومېدل له ځان سره ځينې نور تکميلي (تبعي جزاګانې) حالتونه لري، چې د دې ډول حالتو لپاره د جزا کود 172 ماده په دې ډول صراحت لري. (( هغه شخص چې د لسو کلونو څخه زيات حبس په جزا يا د دې قانون د دويم کتاب په لومړي او دويم باب کې په درج شوو جرمونو کې د لسو کلونو څخه په لږ حبس محکوم شي، له لاندې حقوقو او امتيازاتو څخه هم محرمېږي، خو دا چې د قانون يا محکمې په حکم د حيثيت اعاده شوی وي.

۱: په دولتي درې ګونو قواو او نورو دولتي بنسټونو کې خدمت
۲: په ټاکنيزو عهدو کې نوماند کېدل.
۳: له نښانونو، مډالونو او دولتي افتخاري القابو څخه استفاده.
۴: د اداري او مالي فساد د جرم د ارتکاب په سبب محکوميت په صورت کې د شرکتونو، بانکونو او مؤسسو په مديره هئيت کې غړيتوب.
۵: له ادارو، تصديو، دولتي او مختلطو مؤسسو سره د قرارداد عقد يا د مالي جرمونو د ارتکاب په صورت کې د دولت لخوا د امتياز تر لاسه کول)).
د دې تر څنګ د جزا کود 173 ماده کې د تبعي جزاګانو ځينې نور ډولونه ذکر شوي دي، نوموړې ماده په دې ډول صراحت لري. (( د دې قانون په 172 ماده کې درج شوی شخص د محکوميت په موده کې له لاندې حقوقو او امتيازاتو څخه محرومېږي.

۱: په معاملو او داعواو کې وصايت، وکالت او قيموميت.
۲: په عقودو او معاملو کې شهادت.

۳: د مالونو او املاکو مستقيمه اداره د وقف او وصيت په استثنی)).
د پورته دوو مادو تفاوت همدا دی چې په 172 ماده کې د په تبعي ډول له محکوميت وروسته د حقوقو او امتيازاتو حرمان تر هغه وخته پورې تداوم پيدا کوي چې د حيثيت اعاده صورت ومومي او په 173 ماده کې مندرج احکام د محکوميت په موده کې د تطبيق وړ دي.
اساسي پوښتنه دا ده چې محکوم عليه شخص څنګه کولای شي، چې بېرته خپل اصلي حالت ته وګرځي او د هغه حقوقي، سياسي، ټولنيزو او فردي حقوقو څخه چې نوموړی ترې محروم شوی دی، استفاده وکړي؟

په ځواب کې بايد ووايو، چې د حيثيت اعاده يوه قانوني طريقه د ه، چې په اساس يې محکوم عليه کولای شي، چې له لاسه تللي حقوقق او امتيازات بېرته تر لاسه کړي. بايد يادونه وکړو چې د حيثيت اعادې سره د شخص جرمي سابقه له مېنځه ځي او له لاسه ورکړي حقوق ټول بېرته د پخوا په شان ورته اعاده کېږي او د نوي جرم د ارتکاب په صورت کې ور سره د متکرر مجرم په حيث چلند نه کېږي؛ په خلص ډول ويلای شو چې، د حيثيت اعادې په پايله کې شخص داسې ګڼل کېږي چې هېڅ ډول جرمي عمل يې سرته نه وي رسولی. 
_________________________
سرچينې:
۱: د جزا کود(1396)
۲: د جزايي اجراآتو قانون(1393)
۳: فرهنګ فارسي عميد
۴: ترمينولوژی حقوق، محمد جعفر لنګرودی.
۵: د قضا مجله(1399)
۶: حقوق جزای عمومی، لواسور استفائی، جلد دوم(1968)
۷: بايسته های حقوق جزای عمومی، ايرج ګلدوزيانؤ(1388)