ښځو کې د مینیوپز (Menopause) مرحلې په اړه بشړ مالومات؛ ۱- برخه مینیوپز څه ته وايي او نښې نښانې يې 

-  مینیوپز (Menopause) څه ته وايي؟ 
که چېرې يوه ميرمن په پر ـ له ـ پسې ډول ۱۲ مياشتې Menstruation يا مياشتنی عادت ونه لري menstruated مینیوپز (Menopause) ورته وايي. د مینیوپز (Menopause) په شروع سره نور بيا ميرمن په طعبيي ډول حمل نه اخلي. په عموم کې د مینیوپز (Menopause) دوره د ۴۵ کلنۍ او ۵۵ ترمنځ پيليږي؛ دا هغه پړاو دی چې د ښځو  مياشتنۍ ناروغي بند شي او نور حمل نه اخېستل کيږي. په غير معمول ډول شونې ده چې مینیوپز (Menopause) له ۴۵ کلنۍ وړاندې رامنځ ته او له ۵۵ کلنۍ وروسته رامنځ ته نه شي. د طعبيي وچوالي وخت په اقيلم پوريی تړې مساله ده؛ په ګرمو سيمو، نژاد او رنګ پوريی تړاو لري. د نړۍ په بېلا بېلو سيمې مینیوپز (Menopause) توپيري دی، چې لامل يې اقليمي شرايط دي. څېړنو د وچوالي منځنی عمر ۵۱ کلني ښوودلې ده. که چېرې وچوالی له ۴۰ کلنۍ وړاندې وي، بيا ورته له وخت مخکې يا  premature menopause وايي. شوې څېړنې او سروې ګانې په ګوته کوي چې نړۍ کې پنځه سلنه ميرمنې له وخت وړاندې يا  premature menopause  سره مخ کيږي. له ۴۵ کلنۍ وړاندې او له ۵۵ کلنۍ وروسته وچوالي پر بنسټ؛ ميرمنو کې حمل نه اخېستلو يا طعبيي وچوالي حال په درېيو برخو وېشل شوی دی: 
۱- Perimenopause: له ۴۵ کلنۍ وړاندې ښځه حمل نه شي اخېستلی چې غير نارمل وچوالی دی. دې وخت کې مياشتنی عادت غير منظم وي؛ ځيني وخت د څو مياشتو لپاره ورکيږي او همدا ډول د مياشتني عادت د وينې مقدر يا بيخي ډېر زيات او يا هم بيخي کم وي. 

۲- menopause: د ۴۵ او ۵۵ کالونو ترمنځ طعبيي وچوالی پېښيږي چې نارمل وضعيت او وخت يې دی. دې دوره کې په منظم ډول د يو کال لپاره مياشتنی عادت ورک شي. 

۳- postmenopause: له ۵۵ کلنۍ وروسته هم ښځه حمل اخېستلی شي او مياشتنی عادت يې جاري وي. له ۵۵ کلنۍ وروسته هم مياشتنۍ ناروغي شتون لري او ميرمنې په کې حمل اخېستلی شي. 

- د مینیوپز (Menopause) نښې - نښانې: 
د طعبيي وچوالي يا مینیوپز (Menopause) دوه لومړي نښې: د مياشتني عادت ورکېدل او حمل نه اخېستل دي. د مینیوپز (Menopause) نورې نښې توپير دي؛ ځينو ميرمنو کې د مياشتني عادت يو کال وروسته را څرګنديږي او ځينو نورو کې بيا لسيزه وخت نيسي. د شپې پر مهال د وجود خولې کېدل، د ښځې د مبهل وچېدل، د وزن اخېستل، اندېښنې پيدا کېدل، تشويش کول، د حافظې کمزوري کېدل، د سترګو او ژبې وچېدل، د جنسي غرېزې کموالی، د زړه بدوالی او د سر درد د طعبيي وچوالي يا د مینیوپز (Menopause) نورې نښې - نښانې دي. 
ادامه لري.....